Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په پواتیر(Poitiers) پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ

د .....................سره le DU Passerelle Espoir - Université de Poitiers

د.........لخوا وړاندیز شوي RÉSEAU MEnS , Université de Poitiers, Ville de Poitiers, Territoire d'intégration...میاشي کیږي چې نوي شوي 8 місяців тому

د پوهنتون ډیپلوم (DU) Passerelle پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او اپارټاید (بې تابیعته) اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړي.

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل ایسپوار (Passerelle HOPE) د 273 ساعته روزنیز کورس وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو کې مرسته او ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه لږترلږه د 1 سمستر (4 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر دسمبر او بیا د جنوري څخه تر می پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د پواتیر Poitiers پوهنتون د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په DU Passerelle Espoir روزنه کې د فرانسوي ژبې د 272 او 274 درسې ساعتونو ترمنځ شتون لري.
تاسو به د دوشنبې څخه تر جمعې پورې په اونۍ کې نږدې 18 ساعته ټولګي ولرئ.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

دا هم ممکنه ده چې د روزنې په پای کې DELF/TCF ازموینه ترسره کړئ (تادیه کیدونکي).

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس بورسونه) او د روزنې لپاره استوګنځای ترلاسه کړئ.

د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ومومئ: په فرانسه کې د زده کونکی په حیث ژوند کول څه معنی لري، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول او امتحانونو ته تیاری نیول...

  • اختیار "په پوهنتون کې د زده کړو په موخه فرانسوي ژبه زده کول" (د B2 څخه)
  • د پوهنتون محصلینو سره د ژبې زده کړه او همکاري
  • د پوهنتون څخه بهر کورسونه (د C1 کچه)

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې د امکاناتو سره سم مسلکي کسان د هر زده کونکي سره په انفرادي ډول د پوهنتون او مسلکي پروژې په اړه مرسته او ملاتړ کوي.

مسلکي کسان له تاسو سره د سي وي CV او پوښښ (انګیزه) لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او د کورسونو لپاره راجستر کړئ چې تاسو سره علاقه لري.

  • ورکشاپ "خپل مسلکي پروژه جوړول"
  • د پوهنتون د لارښود مشاورینو سره ګروپي او انفرادي ناستې

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • د تياتر ورکشاپ
  • د راډیو ورکشاپ
  • کلتوري سفرونه (سینما، تیاتر، موزیم ...)
  • د سپورت فعالیتونه د پوهنتون د سپورټ ښوونځۍ زده کونکو لخوا وړاندیز کیږي
  • د پوهنتون سپورت فعالیتونو ته لاسرسی

څنګه یې وکړو ؟

  • د نوم لیکنې یا راجستر کولو طریقه: د پوهنتون ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه نوم لیکنه ترسره کړئ.
  • د غوښتنلیک نیټه (په عمومي توګه میاشتې) : د مارچ څخه تر جون پورې
  • اړیکه : etudiantsrefugies@univ-poitiers.fr

د نوم لیکنې لپاره د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسې دوسیه یا فایل ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • claudia mاډمین
  • a mugnierاډمین
  • admin-du-poitiersایډیټر او کره کتونکی
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • anastasiia12345د صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles