د فرانسې جمهوریت کې د ادغام تړون (CIR)
سره د OFII سره

د فرانسې جمهوریت کې د ادغام تړون (CIR)

سره 
د OFII سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 27 mai 2021

دا څه شی دی؟

د ریپبلیکن ادغام تړون (CIR) د ټولو نويو راغلو بهرنيان لپاره دی، پشمول د کډوالو او د فرعي محافظت یا د مهاجرت اجتماعي اسناد لرونکو کسانو، او همدارنګه د لومړي ځل لپاره په فرانسه کې د پاتې کیدو لپاره منل شوي کسان او هغه چې غواړي دلته په دایمي ډول میشته شي.

د فرانسې جمهوریت د ادغام تړون لاسلیک کول لازمي دي. دا د یوه بهرني کس ژمنتیا د فرانسې جمهوریت او په ټولنه کې د ادغام مسیر په ګوته کوي چې 5 کاله دوام کوي.

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

کوم کسان: نوي راغلي بهرنيان

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

مهم!

کوم کسان: نوي راغلي بهرنيان

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
موده

له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

ولې دا په زړه پورې ده؟

په انفرادي ډول لومړنۍ مرکه

تاسو به د OFII له یو مسوؤل سره ناسته ولرئ ترڅو ستاسو د وضعیت او اړتیاو ارزونه وکړئ، په ځانګړي توګه په کار ګمارنه کې ترڅو ستاسو د اړتیاو سره سم د ملاتړ او مرستي لپاره رهنمای درکړي.

د OFII مسوؤل شخص به د اړتیا په صورت کې لازمي مدني او ټولنیزه روزنه او د ژبې روزنه تاسو ته وړاندیز کړي.

ټولنیزه روزنه

دا روزنه 4 ورځې دوام کوي او تاسو ته اجازه درکوي چې د 5 موضوعاتو له لارې د جمهوریت او فرانسوي ټولنې ارزښتونه زده کړئ، لکه : "د فرانسې هیواد په اړه معلومات"، "روغتیا" "دنده"، "کورنۍ ژوند"، "استوګنځی".

د ژبې روزنه او زده کړه

هرکس باید د OFII استقبال پلیټ فارم کې د ژبې تحریري او شفاهي ازموینه ترسره کړي. د هر شخص د وړتیا او اړتیا سره سم د ژبې روزنې یا زده کړي څلور مختلفي دورې پیشنهاد کیږي، لکه د 100 ساعتونو دوره، 200 ساعتونو دوره، 400 ساعتونو دوره او 600 ساعتونو دوره. ددې دورې څخه هدف دادی چې ترڅو تاسو د ژبو لپاره د عام اروپایي چوکاټ A1 کچه ترلاسه کړئ. د A1 کچه د پیل کونکو یا په ژبه کې د ابتدایي کسانو لپاره ده، ترڅو د ژبې اساسا ت زده کړي.

د فرانسي جمهوریت تړون CIR د پای مرکه

د دې روزنو وروسته په 3 میاشتو کې به تاسو د OFII لخوا مرکې ته راوبلل شئ ترڅو د روزنې ارزیابي ترسره کړئ او تاسو ته به د ځایی خدماتو وړاندیزونو په اړه معلومات درکړشي، ترڅو ستاسو د ادغام پروسه کې مرسته درسره وشي، په ځانګړي توګه د مسلکي ادغام او مرستي لپاره.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

اوفي OFII به تاسو سره اړیکه ونیسي

د اوفي OFII اداره به تاسو سره اړیکه ونیسي ترڅو خپل تړون لاسلیک کړي.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
48 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
10دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Responsable

DGEF
Direction générale des étrangers en France

Partenaires

Le Parcours d'Intégration Républicaine
Office français de l'immigration et de l'intégration

Responsable

DGEF

Direction générale des étrangers en France

Partenaires

Office français de l'immigration et de l'intégration