مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
قیمت
دا چېرته دی ؟
د DAHO یا DALO غوښتنه کول
دا څه دي ؟
داهو DAHO ( د اوسیدو ځای ته د لاسرسي اولیت حق) او DALO (کور ته د لاسرسي اولیت حق) غوښتنې د استوګنې یا کور غوښتنې طرزالعملونه دي که چیرې لومړۍ غوښتنې بریالۍ نه وي.
دا د استوګنې یا کور وړاندیز لپاره د دوهم چانس غوښتنې کولو لپاره "شکایت کول" دي.
تاسو باید یو فایل چمتو کړئ چې په هغه کې ستاسې پخوانۍ غوښتنې او اوسنی وضعیت په اړه معلومات او توضیحات شامل وي، ترڅو وښيي چې تاسو "په بیړني حالت کې" یاست او له همدې امله د استوګنې لپاره لومړیتوب لرئ.
د DALO غوښتنې کولو لپاره ځینې شرایط شتون لري (لاندې 1 ګام وګورئ).
څنګه یې وکړو ؟
د DAHO د استوګنې لپاره د غوښتنلیک شرایط:
- تاسو دمخه د هستوګنې لپاره غوښتنه کړې ده (د ځوان کارګرانو استوګنځای یا لیلیه، د مهاجرینو کارګرانو لپاره استوګنځای یا لیلیه، د میندو مرکز، او داسې نور) مګر تاسو د خپل وضعیت سره مناسب وړاندیز ندی ترلاسه کړی.
- تاسو په کوڅه ویده یاست، تاسو بې کوره یاست (بې کوره)
- تاسو 115 ته زنګ ووهئ (عاجل سرپناه)
- تاسو د یو نا اعلان شوي اوسیدونکي سره اوسیږئ
- تاسو په ټولنیز هوټل کې ځای په ځای شوي یاست
د DALO استوګنې لپاره د غوښتنلیک شرایط:
- تاسو دمخه د ټولنیز استوګنځای یا کور لپاره یو یا څو غوښتنې کړې دي مګر تاسو د "غیر معمولي اوږدې" مودې (د څو کلونو انتظار) په اوږدو کې ستاسو د وضعیت سره سم کوم وړاندیز یا هیڅ ځواب ندی ترلاسه کړی.
- > په فرانسه کې د غیر معمولي اوږد ځنډ لیست وګورئ .
> د نورو سیمو لپاره، د دې Cerfa فورمې وروستۍ پاڼې وګورئ. - تاسو په خپل نوم کور یا استوګنځای نلرئ (تاسو د ملګري سره یا د استوګني به یو مرکز کې ژوند کوئ)
- تاسو نشئ کولی پخپله د استوګنې ځای ومومئ (په کافی اندازه لوی، د اوبو او بریښنا سره، روغتیا ته خطر څخه پرته) او چې داسي ځای وي چې ستاسو د وضعیت سره سمون ولري، لکه (معیوبیت، ماشومان) لرل
- تاسو د استوګنې یو معتبر جواز (تتخ دی سیجور) لرئ
- تاسو د اعتدال کرایې د ورکولو لپاره کافي سرچینې لرئ (تنخواه، تخصیصونه، او نور)
د DAHO د استوګنې یا کور غوښتنې دوسې چمتو کولو لپاره لاندې مراحل طی کول لازمي دي:
- د Cerfa فورمه n°15037*01 ډکه کول
- مخکې له دې چې تاسو پروسه پیل کړئ، موږ تاسو ته لارښوونه کوو چې دا سند ولولئ ترڅو ستاسو سره مرسته او مالومات ترلاسه کړئ.
- په فورمه کې غوښتل شوي ټول اسناد اضافه کړئ (جملې چې د اسنادو "اضافه کول..." "Joignez..." سره پیل کیږي).
د DALO د کور غوښتنلیک فایل یا دوسیې چمتو کولو لپاره:
- د Cerfa فورمه n°15036*01 ډکه کړئ
- مخکې له دې چې پروسه پیل کړئ، موږ تاسو ته لارښوونه کوو چې دا سند ولولئ ترڅو ستاسې سره مرسته وکړي.
- په فورمه کې غوښتل شوي ټول اسناد اضافه کړئ (جملې چې د اسنادو د "اضافي کول..." سره پیل کیږي).
بیا تاسو باید خپله دوسیه د ټولو اسنادو سره د پوست له لارې په خپله سیمه کې د منځګړیتوب کمیسیون ته واستوئ. دا کمیسیون یو ځانګړی دفتر دی چې پریکړه کوي چې آیا تاسو د استوګنځای یا کور د وړاندیز لپاره لومړیتوب لرئ یا نه.
- د دوسې لیږلو دمخه یوه کاپي د خپلو اسنادو واخلئ او له ځان سره یې د ثبوت په توګه وساتئ.
- خپله دوسیه په یولوی پاکټ کې د ثبت شوي بریښنالیک له لارې د رسید په ترلاسه کولو سره واستوئ.
تاسو دا اختیار هم لرئ چې په مستقیم ډول په خپله سیمه کې د منځګړیتوب کمیسیون سکرتریت دفتر ته فورمه او ملاتړي اسناد وسپارئ .
- تاسو په ایل دی فرانس کې ژوند کوئ: دلته د ډیپارټمنټ مطابق پتې دي (د پاڼې په پای برخه چې پدې عنوان ده، "د DALO دوسیه چیرې وسپاري"، د DAHO لپاره ورته پتې دي).
- تاسو په بله سیمه کې ژوند کوئ: د خپل ولایت ویب پاڼې ته لاړ شئ او معلومات ترلاسه کړئ.
د منځګړیتوب کمیسیون باید تاسو ته د خپلې پریکړې څخه د 6 اونیو څخه تر 3 میاشتو پورې خبر کړي، د سیمې پورې اړه لري.
او ورپسې څه وکړو؟
ستاسو وضعیت د لومړیتوب په توګه پیژندل شوي : ستاسو د شرایطو سره سم کور باید ستاسو د مثبت پریکړې وروسته د 6 اونیو څخه تر 3 میاشتو پورې تاسو ته وړاندیز شي. که تاسو وړاندیز رد کړئ، نو تاسو به نور لومړیتوب و نلرئ.
که چیرې په کور کې د ځای لپاره انتظار په غیر معمولي ډول اوږد وي، تاسو کولی شئ اداري محکمې ته شکایت وکړئ. د استیناف د پیل نیټه په پریکړه کې ښودل شوې.
ستاسو وضعیت د لومړیتوب په توګه نده پیژندل شوی : تاسو به بیړني استوګنځي ته لاسرسی ونلرئ. کمیسیون باید تاسو ته د خپل انکار یا رد د دلیلونو څخه خبر کړي ترڅو تاسو ته تشریح کړي چې ولې یې تاسو رد کړې یاست.
د یوې ټولنې، ټولنیز کارکونکي څځه د مرستې ترلاسه کولو غوښتنه کول مه هیروئ، چي له تاسو سره ستاسو په کړنو او پروسه کې مرسته وکړي.
- تاسو کولی شئ د خپلې غوښتنې د ردولو سره د مقابلې لپاره " اپیل" "recours gracieux" وکړئ. کمیسیون ته د امکان تر حده د ډیری ملاتړي اسنادو سره یو لاسلیک شوی لیک واستوئ، ترڅو دا ستاسو دوسیه بیا وڅیړي.
- تاسو کولی شئ اداري محکمې ته " استیناف" یا د بیا کتني غوښتنه وکړئ
- د استوګنې یا کور وړاندیز ننګول، که دا ستاسو د وضعیت لپاره مناسب نه وي
- د پریکړې سره نه منل په هغه صورت کې که چیرې تاسو مثبت ځواب ترلاسه کړی وي، ولي د استوګنخای یا کور لپاره انتظار په غیر معمولي ډول اوږد وي. نو تاسو د استیناف د پیل نیټې څخه 4 میاشتې لرئ چې په پریکړه کې یې ذکر شوی.
مګر دا تل مشوره ورکول کیږي چې د ټولنیز کارکونکي یا اتحادیې څخه مرسته وغواړئ.
د خپلې څانګې د اداري محکمې د اړیکو توضیحاتو ترلاسه کولو لپاره، دلته کلیک وکړئ .
اداري محکمه دوه میاشتې وخت لري چې پریکړه وکړي. قاضي کولی شي د کور جوړولو وزارت مکلف کړي چې تاسو ته کور درکړي که چیرې هغه ومومي چې تاسو د لومړیتوب په لست کې یاست او کور ته د لاس رسي په اولیت کې یاست او دا چې تاسو لا تر اوسه ستاسو د اړتیاو سره سم کور نه دی ترلاسه کړی. .
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي