مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
شرایط
دا چېرته دی ؟
خپل اصلي هیواد ته سفر کول
دا څه دي ؟
په ټوله کې کله چې تاسو په یو هیواد کې په حیث د کډوال پیژندل شوې یاست او د مهاجرت اسناد لری نو تاسو اجازه نلرئ خپل اصلي هیواد ته سفر وکړي. نړیواله محافظت په دې اساس ورکول کیږي چې ستاسو په هیواد کې خطر شتون لري.
په عینې وخت کې که چیرته کوم جدې دلیل وجود ولري په هغه صورت کې تاسو کولای شی سفر وکړئ، (د مثال په توګه یو استثنایی او ډیر ضرورې دلیل یا حالت، لکه د کورنۍ د یو غړې مړینه یا ستاسو د کورنۍ کوم غړی ناروغي) په دغسې شرایطو کې کیدای شی تاسو د "خوندي سفر" "sauf-conduit" رسمي سند ترلاسه کړئ. دا یو سند دی چې تاسو ته اجازه درکوي چې خپل اصلي هیواد ته سفر وکړئ.
د دې سند د ترلاسه کولو لپاره تاسو باید غوښتنه باید دخپلي سیمي پریفکتورته واستوئ، ترڅو مربوطه پریفکتور او آفپرا OFPRA په ګډه سره د شته خطرونو او ریسک ارزونه وکړئ چې تاسو خپل اصلي هیواد ته د راستنیدو په حال کې ورسره مخ کیږی.
پام مو وی چې ستاسو د سفر په اړه د فرانسوي چارواکو نه خبرول ستاسو د مهاجرت حیثیت له لاسه ورکولو لامل کیدی شي.
څنګه یې وکړو ؟
"خوندي سفر" "sauf-conduit" (دا هغه سند دی چې تاسو ته خپل اصلي هیواد ته د سفر کولو اجازه درکوي) په خورا نادرو او ځانګړیو مواردو کې ورکول کیږي.
نو تاسې بايد يو جدې او قانع کونکی دليل ولری تر څو ستاسو غوښتنه ومنل شي.
مثالونه: د کورنۍ د غړي جنازه، د کورنۍ ناروغه غړی، د اداري پروسیجرونو او اجراآتو ترسره کول، لکه (طلاق، میراث، او داسې نور).
د خوندي سفراجازت لیک sauf-conduit سند غوښتنه باید د خپل اوسیدو ځای پریفکتور ته وکړئ. تاسو باید لومړی د پریفکتور د خدماتو څانګي سره اړیکه ونیسئ ترڅو د اړونده اجراآتو په اړه ځان خبرکړئ، لکه د تعقیب پروسې ومومئ (استقبال، د ملاقات وخت اخیستل، د اسنادو لیست چمتو کول او داسې نور).
کوم اسناد باید پریفکتور ته واستول شي:
که تاسو له 18 نه زیات عمر لری نو تاسو باید لاندې اسناد چمتو کړئ:
- یو پوښښ لیک چې د سفر سند یا اجازت لیک غوښتنه او د پلان شوي سفر دلایل مشخص کوي. تاسو کولی شئ د سفر توجیه کولو لپاره لازم اسناد ضمیمه کړئ (د مړینې سند، د روغتون تصدیق لیکونه، او نور) ، ستاسو د الوتکې ټکټونو کاپي، د استوګنې ځایونه، او نور. تاسو کولی شئ ټرانزیټ هیوادونه مشخص کړئ چې دکمو څخه به تاسو د سفر په اوږدو کې تیریږئ.
- ستاسو د اوسیدو صلاحیت لرونکي جواز یا تتخ دی سیجور
- د کډوالو لپاره د سفر سند یا پاسپورټ.
- د پتې ثبوت (EDF رسيد، د ګرځنده تليفون بل، او داسې نور) يا د استوګنې سند چې د اسنادو له ختميدو دمخه د 3 مياشتو لپاره اعتبار لري.
- یو شخصي اقرار لیک په کوم کې چې به تاسو ددې اقرار کوی چې پریفکتور تاسو ته د خپل اصلي هیواد ته د بیرته ستنیدو په صورت کې د پیښودونکو خطرونو ارزونه کړي او خبرداری درکړی.
- 3 عدد د پیژندنې عکسونه (مخ او سر)
- د سند اخیستو لپاره د فیس ټکت Les timbres fiscaux .
که تاسو کوچنی یا زیریسن یاست، تاسو اړتیا لرئ چې لاندي اسناد چمتو کړئ:
- یو پوښښ لیک چې د سفرسند او جازت لیک غوښتنه او پلان شوي سفر دلایل مشخص کوي. تاسو کولی شئ د سفر توجیه کولو لپاره لازم اسناد باید ضمیمه کړئ (د مړینې سند، د روغتون تصدیق لیکونه ، او نور) ، ستاسو د الوتکې ټکټونو کاپي، د استوګنې ځایونه، او نور. تاسو کولی شئ د سفر په جریان کې ټرانزیټ هیوادونه مشخص کړئ.
- د دواړو والدینو د اوسیدو کارتونه یا تتخ دی سیجور.
- د ماشوم د کډوالی سفر سند یا پاسپورټ.
- د هویت کارتسند (TIR) یا د خوځښت سند (DCEM) که يې ولري.
- د پتې ثبوت (EDF رسيد، د ګرځنده تليفون بل، او داسې نور) يا د استوګنې سند چې د اسنادو له ختميدو دمخه د 3 مياشتو لپاره اعتبار لري.
- یو شخصي اقرار لیک په کوم کې چې به تاسو ددې اقرار کوی چې پریفکتور تاسو ته د خپل اصلي هیواد ته د بیرته ستنیدو په صورت کې د پیښودونکو خطرونو ارزونه کړي او خبرداری درکړی.
- د ماشوم وروستی د زیږون بشپړ سند.
- د آفپرا OFPRA اداري سند.
- 3 عدد د پیژندنې عکسونه (مخ او سر)
- د سند اخیستو لپاره د فیس ټکت Les timbres fiscaux .
ستاسو د اسنادو د سپارلو وروسته (د پوښښ لیک، د سفرکولو دلایلو په اړه اسناد، اقرار لیک، د سند اخیستنې فیس او د پیژندنې عکسونه). د پریفکتور لومړني خدماتو څانګه د اسنادو د ارزونې او څیړنې لپاره لیږ تر لیږه یوه میاشت وخت اخلي.
که ستاسو غوښتنه تایید او منل شي، نو تاسو به وکولی شئ د خوندي سفر سند ترلاسه کولو لپاره د استوګنې کارت یا تتخ دی سیجور، TIR / DCEM او د سفر اسناد تبادله کړئ.
د دې کار ترسره کولو لپاره تاسو باید په شخصي ډول (کوچنی یا زیرسین باید له د دواړو والدینو سره یوځای) پریفکتور ته لاړشئ. نور توضیحات به تاسو ته د پریفکتور لخوا درکړل شي.
او ورپسې څه وکړو؟
فرانسې ته ستاسو د راستنیدو په وخت، تاسو کولی شئ د خپل خوندي سفر کولو اجازت نامي (sauf-conduit) کاپي سره پریفکټور ته لاړ شئ ترڅوخپل د استوګنې جواز یا تتخ دی سیجور او نور تسلیم کړي اسناد بیرته ترلاسه کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
14 مرسته کونکي فعالیت کوي