Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د اسنادو رسمي ژباړه ترسره کول

د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي місяць тому

په ډیری فرانسوي اداري طرزالعملونو او پرسیجرونو کې، ستاسو د اسنادو چې په نورو بهرینو ژبو لیکل شوې وي "تصدیق شوي" یا "مجاز او رسمیت لرونکي" ژباړه لازمي ده.

دا یوه رسمي ژباړه ده چې د نړۍ په هر ځای کې قانوني ارزښت لري.

  • دا تل د رسمي یا مجاز لرونکي اخیستونکي ژباړونکي لخوا ترسره کیږي (د " تصدیق شوي ژباړونکي" په نوم هم یادیږي) او د لاندې رسمي اسنادو لپاره د دوی لخوا ترسره شوي ژباړه غوښتل کیږي:
  • د مدني حالت اسناد : د هویت کارت، د کورنۍ ریکارډ کتابچه، د زیږون سند، او داسې نور.
  • د نوتار له لورې صادرشوي اسناد : وصیت نامه، د ملیکت یا نورو وسایلو اخیستني سند، د پلور سند، او داسې نور.
  • د قانوني ارزښت لرونکي اسناد : جرمي ریکارډ، د طلاق پریکړه، د ضمانت سند، او داسې نور.
  • سوداګریز او مسلکي اسناد : د کار قرارداد، د پلور عمومي شرایط، د شرکت وضعیت، او نور.
  • اداري اسناد او رسمي سندونه: د موټر چلولو جواز، ډیپلوم، او نور.
مهمه یادونه: په فرانسه کې، سوګند اخیستونکي یا قانوني جواز لرونکي ژباړونکي د حقوقي تجربه لرونکو په توګه په یو رسمي لیست کې ثبت شوي.

پاملرنه، رسمي ژباړه باید تادیه شي: د ژباړي قیمت د سند ډول او د ژباړې لپاره د کلمو د شمیر سره سم بدلیږي.

څنګه یې وکړو ؟

لومړی تاسو اړتیا لرئ معلومه کړئ چې ایا ستاسو د سند ژباړه باید په رسمي توګه ترسره شي یا نه.

ستاسو په ترسره کیدونکو چارو او اداري پروسیجرونو پورې اړه لري، هغه داچې تاسو باید د خپلې دوسیې سره ضمیمه شوې اسناد په ښه توګه کتنه وکړئ: که ستاسو څخه په لیکلي ډول د "رسمي ژباړي" یا "د تصدیق شوي متخصص ژباړونکي ژباړه" غوښتل شوې وي، نو تاسو رسمي ژباړې ته اړتیا لرئ.

مهمه یادونه: ځینې اسنادونه چې د اروپایی اتحادیې لخوا صادر شوي وي، نو هغه ژباړلو ته اړتیا نلري. د نورو معلوماتو لپاره د e-justice سایټ ته لاړ شئ.

د تصدیق شویو او رسمي جواز لرونکو ژباړونکو لیست ملي دی، یعنې په ټول هیواد کې خپوردی.

ددې لپاره چې تاسو یو ژباړونکی په خپله منطقه کې پیدا کړئ، نو تاسو باید اول دا معلومه کړئ چې تاسو د کومې استیناف محکمې سره تړاو لری. ددې لپاره تاسو باید لاندې لارښود ته مراجعه وکړئ:

  • تاسو باید په فرانسه کې د استیناف محکمو لارښود ته لاړشئ، ترڅو تاسو ته نږدې د استیناف محکمه ومومئ. پورته لینک کلیک کړئ،
  • خپل د اوسیدني ښار نوم او پوستي کوډ ولیکئ،
  • په «لټون» "Rechercher" کلیک کړئ،
  • په لست کې د ایستناف محکمه ومومئ او بیا معلومه کړئ چې په کوم ښار کې موقعیت لري.

بیا دې پاڼې ته لاړ شئ او ستاسو د استیناف محکمې ښار کې "د استیناف محکمې ویب پاڼې د متخصصینو پاڼې ته لاسرسی…" باندې کلیک وکړئ.

  • ورسته، تاسو کولی شئ د تصدیق شویو یا جواز لرونکو متخصصینو ژباړونکو لارښود ډاونلوډ کړئ: دا د ټولو مسلکي کسانو لیست دی چې د فرانسوي عدالت لخوا مجاز پیژندل شوي.
  • په لنډیز کې ستاسو د ضرورت وړ برخي د لټون لپاره، د "H - ترجمه - ژباړه" برخه کلیک کړئ یا په (Ctrl + F) کلیک وکړئ، او په اسانۍ سره د برخې موندلو لپاره "ژباړه" ولیکئ)
  • د منځپانګې په جدول کې ښودل شوي پاڼې ته لاړ شئ.
  • ژباړونکي د ژبې له مخې لیست شوي دي.

تاسو کولی شئ د لیست څخه د خپلې ژبې لپاره ژباړونکی وټاکئ او د ملاقات لپاره ورسره اړیکه ونیسئ.

تاسو باید ژباړونکي ته د ژباړې لپاره د سند اصلي سند واستوئ یا یې ورکړئ ترڅو د سند اعتبار او تصدیق ترسره شي.

مهمه یادونه: دا مه هیروئ چې د ژباړې قیمت او نیټې غوښتنه وکړئ (څومره وخت کې به ژباړه چمتو شي). د سند اوږدوالی پورې اړه لري ، معمولا له دریو څخه تر لسو ورځو پورې انتظار ته اړتیا ده.

او ورپسې څه وکړو؟

د رسمي ژباړې سربیره، په بهر کې ترلاسه شوي سند قانوني یا تصدیق کول ممکن په فرانسه کې د یو طرزالعمل ترسره کولو لپاره غوښتنه وشي. د مثال په توګه، د فرانسوي تابعیت غوښتنه کول.

دا د فرانسې یوې ادارې ته د بهرنیو اسنادو د سپارلو په اړه ده. د دې لپاره چې ومومئ چې ایا یو سند باید قانوني بڼه غوره او تصدیق شي، د هیواد له مخې د مقرراتو لنډیز جدول ته مراجعه وکړئ.

د قانوني یا تصدیق کولو پروسه دا ممکنه کوي چې ځینې معلومات تایید کړي (د لاسلیک اعتبار، د لاسلیک کونکي فعالیت، او نور) او تضمین کړي چې دا د قانون سره مطابقت لري (چې سند "قانوني" حیثت لري).

په پای کې، د رسمي مهر له لارې سند قانوني بڼه غوره کوي.

مهمه یادونه: د قانوني حیثت یا اعتبار ترلاسه کولو لپاره مهمه ده چې سند په فرانسوي ژبه ولیکل شي. له همدې امله د رسمي یا تصدیق شوي ژباړونکي لخوا ژباړه باید د سند قانوني کیدوغوښتنې کولو دمخه ترسره شي.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • a mugnierاډمین
  • andressa bittencourtاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • aman expertد صفحي پورته برخه
  • fatma bouhejbaد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه

Liens utiles