Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د معلولیت په حالت کې د معلولینو لپاره د ایم ډي پي ایچ (MDPH) ادارې څخه د مرستي غوښتنه وکړئ.

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

د معلولیت لرونکو خلکو څانګه ( MDPH ) په هره څانګه یا ډیپارټمنټ کې د معلولیت لرونکو خلکو لپاره د معلوماتو او مالتړ ځای دی. دا د معلولینو لپاره دهغوی حالت ته په کتو ځانګړي مرستې وړاندې کوي.

څنګه یې وکړو ؟

د معلولیت لرونکو خلکو لپاره په هره څانګه کې شته مرکز ډیری مرستې، ملاتړ او مالي مرستې وړاندې کوي:

  • د خوځښت کارت (CMI)
  • د معلولیت لرونکو لویانو لپاره مالي تخصیص (AAH)
  • د معلولیت لرونکو ماشومانو د زده کړې لپاره مالي تخصیص (AEEH)
  • یوه طبي-ټولنیز تاسیس یا خدمت ته راجع کول (ESMS)
  • د معلولیت له کبله تعویضیات (PCH)
  • د انفرادي زده کړې پروژه (PPS)
  • حرفوي لارښوونې / حرفوي زده کړې
  • د تعویضاتو مرستو نوې کول (ACTP/ACFP)
  • په کور کې د والدینو لپاره د زاړه عمر بیمې سره وړیا تړاو (AVPF)
  • د معلولیت لرونکي کارګر حالت پیژندنه (RQTH) ...

تاسو کولی شئ د مرستې په اړه د نورو معلوماتو لپاره پدې لینک کلیک وکړئ.

د دې لپاره چې وګورئ چې تاسو د مالي مرستې مستحق یاست، تاسو کولی شئ په Mesdroitssociaux.gouv.fr کې سمیلټر ترسره کړئ او معلومه کړئ چې تاسو مستحق یاست او که نه.

مهمه یادونه: که تاسو غواړئ چې تاسو ته نږدې MDPH مرکز سره اړیکه ونیسئ، ستاسو په څانګه کې د MDPH د اړیکو توضیحاتو لپاره دلته کلیک وکړئ .

که تاسو د یو یا ډیرو مالي مرستو مستحق یاست، نو تاسو باید بیا د بریښنالیک یا انټرنیټ له لارې د خپلې غوښتنې وړاندې کولو لپاره یوه دوسیه واستوئ (درېیم ګام وګورئ).

د پوست له لارې د غوښتنې کولو لپاره، تاسو باید لومړۍ دا (15692*01) شمیره لرونکي فورمه ډکه کړئ، ددې فرمې د ډاونلوډ کولو لپاره دلته کلیک وکړئ او پرنټ یې کړئ، یا یې د خپل MDPH، ښاروالۍ یا CCAS (د ټولنیزو فعالیتونو لپاره د ښاروالۍ مرکز) څخه ترلاسه کړئ.

مهمه یادونه: که معیوب کس د 18 کلونو څخه کم وي، نو د نوموړي مور او پلار باید یاده فورمه ډکه کړي. که چیرې معیوب شخص د 18 کلنو څخه پورته وي، نو دا مشوره ورکول کیږي چې د هغه سرپرست یا "مسؤول" (هغه څوک چې د دوی د ساتنې مسؤل دی) د غوښتنې په وخت کې له هغه سره مل وي.

تاسو باید دا اسناد هم د خپلې فورمې سره ضمیمه کړئ:

  • د هویت ثبوت یوه فوتوکاپي چې دواړه طرفونه د سند پکې وي (په فرانسه کې د استوګنې معتبر جواز یا رسید)؛
  • د 3 میاشتو څخه کمې مودې د پتې ثبوت یوه کاپي (د هغو کسانو لپاره چې استوګن شوي وي، دشهادت لیک یا د استوګن شوي کس یا ادارې لخوا ثبوت ته اړتیا ده)؛
  • د یو کال څخه کم طبي سند ترلاسه کول، په ځانګړې توګه د MDPH غوښتنو لپاره چمتو شوی سند، د نیټې او ستاسو د ډاکټر لاسلیک سره. د دې سند په بشپړولو کې د مرستې لپاره دلته په کلیک کولو سره توضیحي معلومات وګورئ.
  • په قانوني خوندیتوب کې د محکمي د پریکړي سند (که تاسو وړ یاست).

ستاسو د وضعیت په پام کې نیولو سره د نورو ملاتړکونکو اسنادو غوښتنه کیدی شي.

مهمه یادونه: دا مشوره ورکول کیږي چې د لیږلو دمخه د بشپړشوي فورمي او طبي سند یوه کاپي واخلئ او له ځان سره یې وساتئ.

ټول اسناد (فورمه او ملاتړي اسناد) باید ستاسو د څانګې MDPH ته د ثبت شوي پوست له لارې د رسید تصدیق ترلاسه کولو سره واستول شي.

که تاسو وغواړئ چې په انلاین بڼه خپله غوښتنه وکړئ، تاسو باید لومړی د اړینو اسنادو ډیجیټل یا سکین شوي نسخه چمتو کړئ چې په 2 ګام کې لیست شوي.

دا هم ولولئ: د Refugees.info پاڼه کې "د سند سکین کول" معلوماتي فایل هم ولولئ.

بیا د MDPH آنلاین (MDPH en ligne) سایټ ته لاړ شئ ترڅو خپله غوښتنه پیل کړئ.

مهمه یادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا آنلاین خدمت لاهم په ټولو څانګو کې شتون نلري. که تاسو ستونزې لرئ، تاسو کولی شئ په مستقیم ډول د خپل MDPH په استقبالیه کې د مرستې غوښتنه وکړئ.
  • په خپله څانګه کلیک وکړئ (د تیر یا شمیرې سره بیا په "لټون" کلیک وکړئ ترڅو خپله اړونده څانګه پیدا کړئ).
  • بیا په "راجستر / ننوتل" کلیک وکړئ.
  • که تاسو حساب نلرئ، "زما حساب جوړول" “créer mon compte” باندې کلیک وکړئ.
  • که تاسو دمخه حساب لرئ، خپل بریښنالیک آدرس او پټنوم یا پاسورډ ولیکئ، او په "وصل" کلیک وکړئ.
مهمه یادونه: تاسو کولی شئ د خپل FranceConnect حساب سره هم د ایم دی پی ایچ پاڼي ته دننه شئ.
> د لوستلو لپاره: د Refugees.info پاڼه کې "فرانس کنیکټ سره د سایټ سره وصل کیدل" معلوماتي پاڼه هم ولولئ.

فورمه ډکه کړئ او اسناد واستوئ.

هرڅومره ژر چې MDPH ستاسو دوسیه ترلاسه کړي، تاسو به د دوسیې د رسید تصدیق ترلاسه کړئ.

که ستاسو دوسیه نیمګړی وي او اسناد بشپړه نوې لیږل شوي، MDPH به تاسو ته بریښنالیک واستوي ترڅو له تاسو څخه د اضافي معلوماتو غوښتنه وکړي.

په هر MDPH کې، ډیری مسلکیان (ډاکټران، ارواپوهان، او نور) د اړوند کس وضعیت ارزوي ترڅو د نوموړې کس ستونزې په بشپړه توګه درک کړي، او د مناسب ځواب وړاندیز ورته وکړي.

تاسو به د 4 میاشتو دننه ستاسو غوښتنې ته ځواب ترلاسه کړئ، د پوستې له لارې یا مستقیم ستاسو په شخصي حساب یا اکونټ کې د MDPH ویب پاڼه کې.

که تاسو د خپلې دوسیې لیږلو څخه 4 میاشتې وروسته ځواب ترلاسه نکړئ، ستاسو غوښتنه "رد شوي" ګڼل کیږي، پدې معنی چې رد شوی.

مهمه یادونه: MDPH ستاسو دوسیه نورو ادارو ته د لیږلو مسولیت لري، لکه کاف CAF.

او ورپسې څه وکړو؟

د مرستو نوي کول باید د پای نیټې څخه 6 میاشتې دمخه اعظمي غوښتنه وشي، دا پدې مانا ده چې د مالي مرستې پای نیټه ده.

تاسو باید د لومړۍ غوښتنې په څیر ورته فورمه ډکه کړئ او "زه غواړم خپل حقونه نوي کړم" “Je souhaite le renouvellement de mes droits” برخه غوره کړئ. تاسو باید د لومړي غوښتنلیک په څیر ورته اسناد واستوئ (دوهمه مرحله وګورئ) او که ستاسو وضعیت کې تغییر راغلی وي نو په دې هکله معلومات ورکړئ.

که تاسو د پریکړې سره موافق نه یاست، تاسو کولی شئ:

  • پخلاینه یا تسویه: یو مسلکي کس پریکړه تقاضا کونکي کس ته تشریح کوي.

تاسو د ځواب ترلاسه کولو وروسته 2 میاشتې وخت لرئ چې د پخلاینې یا تسویې غوښتنه وکړئ. تاسو باید MDPH ته د پخلاینې لپاره د غوښتنې د رسیدلو تایید سره یو راجستر یا ثبت شوی لیک واستوئ.

مصالحه یا تسویه کوونکی کس د پریکړې تشریح کولو لپاره یوه غونډه تنظیموي. له هغې وروسته، که تاسو لاهم د پریکړې سره موافق نه یاست، تاسو د اداري اپیل یا شکایت ثبتولو اختیار لرئ.

  • اداري استیناف: MDPH غوښتنه بیا څیړي.

تاسو باید د ځواب ترلاسه کولو څخه 2 میاشتې وروسته د معلولیت لرونکو اشخاصو د حقونو او خپلواکۍ (CDAPH) د کمیسیون رییس ته د رسید تصدیق سره راجستریا ثبت شوی لیک (courrier recommandé avec accusé de réception) د پوست له لارې واستوئ. بیا CDAPH تاسو ته د ځواب ورکولو لپاره 2 میاشتې لري. د ادارې لخوا د ځواب نه ورکولو په صورت کې، مخکنی پریکړه تایید کیږی، دا پدې معنی چې لومړی پریکړه درسته ده او ستاسو شکایت نه دی منل شوی.

  • محکمې ته د استیناف کولو لپاره مراجعه کول: اداري یا قضایي محکمه د غوښتنې په اړه قضاوت کوي.

د اداري استیناف څخه وروسته، که تاسو د CDAPH له پریکړې سره موافق نه یاست، تاسو کولی شئ د 2 میاشتو په اوږدو کې محکمي ته اپیل وکړئ.

تاسو باید باصلاحیته محکمې (ستاسو د ادعا لپاره مسؤله محکمه) ته د رسید د تصدیق سره یو راجستر یا ثبت شوی لیک د پوست له لارې واستوئ او د نوموړي پریکړي چې تاسو یې په مقابل کې د ایستناف غوښتنکي یاست د خپلو اسناد سره ولیږئ.

مسؤله محکمه د هغه مرستې چې تاسو یې غوښتنکي یاست فرق کوي:

- اداري محکمه : RQTH، حرفوي لارښود، د CMI پارکینګ.

- قضایي محکمه : لومړیتوب CMI، د معلولیت CMI، AAH او CPR، AEEH او د هغې ضمیمې، ACTP/ACFP، په کور کې د والدینو لپاره د زوړ عمر بیمه، PCH، د معلولیت لرونکو زده کونکو د زده کړې پورې اړوند اقدامات، تاسیساتو ته معرفی کیدل او روغتیایی او ټولنیز خدمات،

د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
fatma bouhejbafatma bouhejbaاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
hichamhichamد صفحي پورته برخه
utilisateur_2134382utilisateur_2134382ایډیټر او کره کتونکی
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه