د نکاح خط وثیقه ترلاسه کول

د نکاح خط وثیقه ترلاسه کول

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)12 avr. 2021

دا څه شی دی؟

د نکاح خط یو مستنده وثیقه ده چې د دوو کسانو ترمینځ د نکاح کولو تصدیق کوي. ددې وثیقي غوښتنه ممکن د ځینې اداري اجراآتو پرمهال له تاسو نه وشي او همدارنګه د کورنۍ ثبت کتاب ، طلاق او داسی نورو اسنادو غوښتنه هم وشي.

د "مدني حالت" اړونده اسنادو څخه دا یو سند دی چې د OFPRA لخوا صاردیږي، یوځل چې تاسو د مهاجرت اسناد ترلاسه کړئ. د نکاح خط سربیره نور اسناد هم ترلاسه کولای شئ، د مثال په توګه د میرمن د زیږون سند یا د مړینې سند.

(=> د زیږون یا ولادت سند په اړه د ریفیوجي.انفو refugies.info فایل ولولئ )

تاسو کولی شئ د ځان لپاره یا د خپلې کورنۍ دیو غړي لپاره د نکاح خط وثیقې غوښتنه وکړئ (ستاسو د میرمنې، مور او پلار یا نیکه، خپلو ماشومانو یا لمسیانو لپاره).

ښه پوهیدل: د اجراآتو د پیل څخه دمخه دا اړینه ده چې د خپلې دوسي شمیره ومومئ. دغه شمیره د آفپرا (OFPRA) دفتر لخوا په صادر شویو هر یو سند کې موندلی شئ.

د نکاح خط د وثیقي لپاره تاسو کولای شئ په آنلاین بڼه خپله غوښتنه دلته وکړئ: د OFPRA ویب پا ڼه.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله

څنګه وکړو؟

1

دخپلې دوسې شمیره ومومئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

ستاسو د دوسي ځانګړي شمیره د هر هغه سند په پورتنۍ برخه کې موندلای شئ چې د OFPRA لخوا تاسو ته لیږل شوی.

د لاندې پروسیجرونو لپاره دا ځانګړي شمیره لیکل ضروري دي.

2

د OFPRA ویب پا ڼې ته لاړشئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

تاسو باید د آفپرا (OFPRA) ویب پاڼې یا انټرنټي صفحې ته لاړشئ او "آنلاین پروسیژرونو" “démarches en ligne” خانه باندې کلیک وکړئ. ورسته بیا په "د نکاح خط غوښتنه" “demander un acte de mariage” خانه باندې کلیک وکړئ.

تاسو کولی شئ دلته هم کلیک وکړئ.

3

فورمه ډکه کړئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

په فورمه کې باید لاندې اړین معلومات ورکړئ:

  • تر هرڅه دمخه تاسو باید ددې معلومات ورکړئ چې د چا لپاره نکاح خط ترلاسه کول غواړئ، څو نسخې ددغه سند غواړئ او د واده نیټه؛
  • بیا د خپل آفپرا د دوسې شمیره چې نهه (9) ګڼې لري او خپل شخصي معلومات داخل کړئ، همدا ډول د خپلې میرمنې؛
  • د خپل تلیفون شمیره او بریښنالیک پته لیکل مه هیروئ: دا به د دوسې د پرمختګ په اړه له آفپرا (OFPRA) سره ستاسو رابطه کول اسانه کړي.
4

خپله غوښتنه ثبت او راجسټر کړئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

کله چې فرمه بشپړه کړئ نو تاسو باید خپله غوښتنه ثبت کړئ.

ښه پوهیدل: یوځل چې غوښتنه ثبت شوه د تعقیب کولو شمیره به تاسو ته واستول شي: دا باید وساتل شي ترڅو وکولای شئ د خپلې دوسې د ارزونې څارنه وکړي.

او وروسته؟

خپله غوښتنه تعقیب کړئ

د مدني حالت د اسنادو جوړیدل وخت اخلي.

د غوښتنې پروسس یا ارزونې د تعقیب لپاره تاسو باید دلته کلیک کړئ او د تعقیب شمیره په لاندې خانه کې ولیکئ :

" د ځانګړې شمیرې په ورکولو سره خپله دوسیه تعقیب کړئ"

“suivre une demande en indiquant son numéro”

ښه پوهیدل: د مدني حالت د سندونو د اعتبارموده هیڅ محدودیت نلري.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
6 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
CDA

Comité de la Démarche Accessible