قانوني او قضای برخه کې مرستې ته لاسرسی

قانوني او قضای برخه کې مرستې ته لاسرسی

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)25 oct. 2022

دا څه شی دی؟

قانوني مرسته هغه مالي ملاتړ دی چې د دولت لخوا هغه کس ته ورکول کیږي چې لږ عاید ولري. دا مرسته د قانوني او حقوقي دوسې مصارفو ټول یا یوه برخه پوښي (په ځانګړي توګه د وکیل فیس او مصارف) او دا مرسته د شخص دعایدو سرچینې پورې اړه لري.

د مرستې څخه د ګټې اخیستنې لپاره، تاسو باید درې شرایط پوره کړئ. خپل شخصي معلومات، خپلې سرچینې، قانوني دوسې په اړه معلومات. په لاندې برخه کې تاسو د لومړې مرحلي په هکله معلومات ترلاسه کولای شئ (>> «څنګه وکړئ؟» "comment faire?" .

ښه پوهیدل: د یوې استثناء په توګه، د پناه غوښتنې ملي محکمه (CNDA) کې قانوني مرسته ستاسو د سرچینوپورې مشروطه نه ده. که تاسو غواړئ CNDA ته عریضه وکړئ، تاسو باید د وخت محدودیت ته پاملرنه وکړئ چې د OFPRA د پریکړې له خبرتیا څخه ورسته د 15 ورځوموده په نظر کې ونيسئ. یعنې تاسو باید د افپرا له فیصلې څخه ورسته په 15 ورځوکې خپل شکایت په محکمه کې درج کړئ.

په دې هکله د نورو معلوماتو لپاره په لاندې لینک کلیک کړئ:

>> CNDA ته د اپیل په شرایطو کې د قانوني مرستې لپاره غوښتنې په اړه نور معلومات موندلو لپاره دا صفحه وګورئ.

تاسو کولی شئ د قانوني مرستې لپاره غوښتنه وکړئ، که ستاسو حیثیت په قانوني پروسه کې هرڅه وي لکه ( مدني طرف، شاهد ،مرسته کونکي شاهدان ، تورن ،تر نظارت لاندې، محکوم ، او داسې نور ).

تاسو کولی شئ د مختلفو قانوني اجرااتو لپاره د قانوني مرستې څخه ګټه پورته کړئ (طلاق، د بیمې د خسارې ادعا، او داسې نور). د دوسیي د ثبتولو دمخه یا د پروسې په جریان کې د قانوني مرستې غوښتنه کیدی شي. تاسو همدارنګه کولی شئ د یو پروسي له پای ته رسیدو ورسته هم د قانوني مرستې غوښتنه وکړئ (د بیلګې په توګه د محکمې پریکړه پلي کولولپاره).

یادونه: تاسو کولای شئ د عدالت او قانون مرکز(MJD) او یا قانوني حقونو ته د لاس رسي مرکز (PAD) څخه چې تاسو ته نږدې وي مرسته ترلاسه کړئ.
د عدالت او قانونې مرکز او یا د قانوني حقونو یو مرکز ته د لاسرسي د موندلو لپاره دې ویب پاڼي ته لاړشئ: www.annuaries.justice.gouv.fr پدې انټرنټي پاڼه کې د "عدالت او قانون کور (MJD)" یا "قانونې حقونو ته د لاسرسي مرکز" (PAD) د لټون په خانه کې ولیکئ او خپل د منطقي کوډ د "ساحه" « territoire » په خانه کې ولیکئ.

دا د چا لپاره دی؟

موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله

څنګه وکړو؟

1

ایا تاسو د قانوني مرستې لپاره واجد د شرایط یاست

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

د قانوني مرستې ترلاسه کولو لپاره تاسو باید یو له لاندې شرایوط ولرئ:

  • د قانوني محافظت بیمه نه لرل چې ستاسو ټول قانوني لګښتونه پوښي
  • د فرانسوي یا اروپایی تابعیت ولرئ، او یا په فرانسه کې په منظم ډول اوسیږي
  • ستاسو کلني مالیاتي عاید او د منقول او غیر منقولو شتمنیو ارزښت مو د ټاکل شوي اندازي څخه لاندي وي

یادونه: د مثال په توګه، په 2021 کې، تاسو کولی شئ یوازې په هغه صورت کې د قانوني مرستې څخه ګټه پورته کړئ که چیرې ستاسو شتمنۍ او عاید د لاندې ورکړشوې اندازي څخه زیاتې نه وي:
> عاید: €11262 (د بشپړې مرستې لپاره) یا €16,890 (د یو برخې مرستې لپاره)
> د منقولو شتمنیو ارزښت: €11262
> د املاکو د شتمنیو ارزښت: €33780

تاسو کولی شئ په دې شنه لیک کلیک کړئ او او د عدلیيي وزارت آنلاین خدماتو له لارې د قانوني مرستي اندازه معلومه کړئ.

avec ce service en ligne du ministère de la justice.

یادونه: قانون ټولو هغو پناه غوښتونکوته چې د پناه غوښتنې دوسیه یې په سیندیا (محکمه) کې ثبت کړي او څیړل کیږي قانوني مرسته ورکول کیږي. په دغه ډول قضیو کې د شخص عاید په نظر کې نه نیول کیږي.

2

د قانوني مرستې ترلاسه کولو لپاره د سرفا (Cerfa n°16146*03) فورمه ډکه کړئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

تاسو باید د Cerfa فورمه شمیره( n°16146*03) ډکه کړئ . تاسو کولی شئ دا آنلاین ډک کړئ یا خالي ډاونلوډ کړئ ترڅو دا په لاس ډک کړئ یا یې په خپله ښاروالۍ یا محکمه کې ترلاسه کړئ.

  • د آنلاین فارم ډکولو لپاره، تاسو کولی شئ په دې لینک کلیک وکړئ . دا خدمت تاسو ته اجازه درکوي په اتوماتيک ډول ستاسو د معلوماتو په داخلولو سره فورمه ډکه کړئ. بیا تاسو کولی شئ د لیږلو لپاره دمخه بشپړ شوی فارم ډاونلوډ کړئ.
  • د خالي فارم ډاونلوډ کولو لپاره (په خپل لاس یې د ډکولو لپاره)، تاسو کولی شئ دلته کلیک وکړئ. دا په کلکه سپارښتنه کیږي چې دا خبرتیا ولولئ کوم چې به تاسو سره د فورمې ډکولو کې مرسته وکړي.

یادونه: د قانوني مرستې لپاره د غوښتنې کولو پروسه کې د مرستي لپاره تاسو کولای شئ چې د 3039 له ځانګړې شمیري سره اړیکه ټنګه کړئ. له دې شمارې سره اړیکه نیودل وړیا دي او هغو به تاسو ته نږدې قانوني مرکز ته رهنمایي کړي.

3

خپله دوسیه ولیږئ

Configurez votre étape
En ligne
En physique
Par téléphone
Par courrier
Autre
Cette étape prend :
Précisez le temps nécessaire pour faire cette étape.
Délai de réponse :
Précisez le délai de réponse légal ou constaté.
Documents justificatifs :

د حقوقي مرستو ادارې صلاحیت په قضاي بخش کې ستاسو په قضاي دوسې پورې مربوط دی چې کوم قضاي بخش به یې مسولیت په غاړه لري.

که چیرته ستاسو قضیه ابتدايي یا استیناف محکمه پرمخ وړي، تاسو کولی شئ د ثبت شوی (راجسټر شوي) پوستې له لارې د رسید (AR) اخیستلو سره واستوئ او یا خپله دوسیه په خپله منطقه کې د قانوني مرستې یوه باصلاحیته دفتر ته وسپارئ.

یادونه: په دې لینک باندې کلیک کولو سر د خپلې منطقې مسؤل دفتر ومومئ (ضمیمه وګورئ 1).

که د تمیز محکمه ستاسو د قضیي مسوولیت په غاړه ولري، تاسو کولی شئ خپله دوسیه د ثبت شوې ( راجسټر شوي) پوست له لارې د رسید (AR) په اخیستلو سره لاندې پتې ته واستوئ:

Cour de cassation

5 quai de l’Horloge

TSA 70660

75055 PARIS CEDEX 01

یادونه: که تاسو غواړئ په مستقیم ډول خپله دوسیه محکمې ته وسپاری او یا غواړئ کوم بل معلومات ترلاسه کړی، نو تاسو ټول اړین معلومات او ادرسونه په دې لینک کې پیدا کولای شئ.

که د دولت شورا ستاسو د قضیې مسوولیت په غاړه ولري، نو تاسو کولی شئ خپله دوسیه د ثبت شوی (راجسټر شوي) پوست له لارې د رسید (AR) له تایید او اخیستلو سره لاندې پتې ته واستوئ:

Conseil d'État

1, place du Palais-Royal

75100 Paris cedex 01

ښه پوهیدل: که تاسو غواړئ مستقیم خپله دوسیه د ددولت شورا ته وسپاری او یا کوم بل معلومات غواړی ترلاسه کړی، نو تاسو ټول اړین معلومات او ادرسونه په دې لینک کې پیدا کولای شی.

که د پناه غوښتنې ملي محکمه (CNDA) ستاسو د قضیې مسوولیت په غاړه لري، نو تاسو کولی شئ خپله دوسیه د ثبت شوی (راجسټر شوي) پوست له لارې د رسید (AR) له تایید او اخیستلو سره لاندې پتې ته واستوئ:

Cour nationale du droit d’asile

35, rue Cuvier

93558 Montreuil Cedex

یادونه: که تاسو غواړئ په مستقیم ډول خپله دوسیه د ددولت شورا ته وسپاری او یا غواړئ کوم بل معلومات ترلاسه کړئ، نو تاسو ټول اړین معلومات او ادرسونه په دېلینک کې پیدا کولای شئ.

او وروسته؟

د قانوني مرستې لپاره د غوښتنې رد کیدو پریکړې په مقابل کې شکایت کول

د قانوني مرستې د نه ترلاسه کیدو په صورت کې، تاسو کولی شئ د قانوني مرستې د رد کیدو پریکړې په مقابل کې خپل اعتراض د ثبت شوې (راجسټر شوي) پوست له لارې د قانوني مرستې دفتر ته د رسید (AR) په اخیستلو او تایید سره واستوئ.

ښه پوهیدل: د قانوني مرستې اداره به ستاسو اعتراض يوې باصلاحیته مرجع ته واستوي ترڅو ستاسو اعتراض وڅیړي.

تاسو باید لومړی په خپله اعتراض نامه یا استیناف کې هغه دلیلونه په ګوته کړئ چې ولې مو د پریکړې په مقابل کې اعتراض کړی، د بیلګې په توګه، ستاسو د کورنۍ د اعضاو په شمیر کې اشتباه شوي او یا ستاسو د سرچینو د مقدار په هکله کومه اشتباه ترسره شوی وي). تاسو باید د شوې پریکړې یوه کاپي هم ضمیمه کړئ له خپل اعتراض سره.

ښه پوهیدل: تاسو باید د ایستیناف (اپیل) ضرب الاجل ته پاملرنه وکړئ ځکه چې د نیټې وخت کم وي. د مثال په توګه، د CNDA د قانوني مرستې د دفتر لخوا د رد شوي پریکړې له خبرتیا څخه ورسته د اعتراض ( اپیل) موده اته 8 ورځې ده.

یوځل چې اعتراض (اپیل) وڅیړل شي، تاسو ته به د پوست له لارې پریکړه ترلاسه کړئ.

که چیرته نوې پریکړه هم ستاسو په حق کې نه وي او بیا هم ستاسو غوښته رد شوی وي، نوتاسو نور د اعتراض حق نه لری، ځکه دا دوهمه پریکړه نهایی ده.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
5 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
CDA

Comité de la Démarche Accessible