خپل تجارتي شرکت او شخصي کار پیل کول (اوتوانترپرونور کیدل)
د.........لخوا وړاندیز شوي Comité de la Démarche Accessible ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un anیو ازاد متشبث (auto-entrepreneur) هغه شخص دی چې یو انفرادي سوداګرۍ یا شرکت رامینځته کوي چې د "مایکرو شرکت" په نوم یادیږي، ترڅو سوداګریز، هنري یا ازاد فعالیت ترسره کړي.
د دې حالت یا اوتو انترپرنور ګټې:
- د ټولو لپاره خلاص او د لاس رسي وړ دی (کارمند، بیکار، زده کونکی، او نور)
- د پانګې لرلو ته اړتیا نشته یعنی تاسو اړتیا نلرئ د سوداګرۍ فعالیت پیل کولو لپاره پیسې ولرئ
- د ټولنیزو ونډو محاسبه او تادیه ساده ده (دا په عایداتو یو ثابته فیصدي د مالي ورکولو ده چې تاسو باید د تضمین لپاره پیسې ورکړئ، لکه د روغتیا بیمې ونډې یا د تقاعد ونډې)
- که تاسو پیسې نه ترلاسه کوئ، تاسو مالیه یا ټولنیزې مرستې نه ورکوئ
- محاسبه ساده ده (هره میاشت د نغدو پیسو ثبتول)
- تاسو اړتیا نلرئ TVA (د ارزښت اضافه مالیه) ترهغه وخته چې یو محدود عاید ونلری
- تاسو کولی شئ د شرکت یا اتوانترپرونور رامینځته کولو او یا بیرته کار پیل کولو لپاره د اکر(ACRE) له لارې مرسته ترلاسه کړئ، ددې کار په ترسره کولو سره تاسو په لمړیو کلنوکې ټيته فیصدي مالیه ورکوی.
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ : د اتوماتیک متشبث یا اتو انترپرونور په توګه کارکول له لارې کلنی عاید (د بیلګې په توګه په 1 کال کې ګتل شوي پیسې) باید د لاندې اندازې څخه تجاوز ونکړي:
د هنري یا لیبرال یا ازاده توګهخدماتو فعالیتونو لپاره €77,700 (مثال: ژباړه، لوریزون، مشوره ورکونکي خدمات، او نور). ;
د سوداګریزو فعالیتونو لپاره €188,700 (د بیلګې په توګه: د محصولاتو پیرود او پلور، خواړه، او نور).
که تاسو د یاد مقدار یا حد څخه زیات عاید ترلاسه کړئ، تاسو مکلف یاست چې د شرکت حالت بدل کړئ.
د خپل فعالیت ډول پوهیدو لپاره، دلته کلیک وکړئ.
د دې حالت زیانونه:
- محدود ټولنیز خوندیتوب (د ناروغۍ، کاري حادثې، او داسې نورو په صورت کې نغدي پیسې نشته)
- د شرایطو لاندې بیکارۍ
- د ټولنیز یا شخصي کور موندلو کې ستونزې (ځکه چې هره میاشت ترلاسه شوي پیسې نه دي ټاکل شوي او د کورنو مالکین عموما د کار قرارداد او د معاشونو ثبوتونه یا سلیپونو غوښتنه کوي) sous conditions
- د بیکارۍ په مقابل کې د خسارې یا پیسو ترلاسه کول د ځینې شرایطو لاندې
- محدود عاید
دا اړینه ده چې یو بانکي حساب په ځانګړي ډول د ځان ګمارنې لپاره رامینځته کړئ، یعني تاسو باید له خپل بانکي مشاور څخه وغواړئ چې جلا حساب خلاص کړي. دا د دې نوي حساب RIB دی چې تاسو باید خپلو پیرودونکو ته ورکړئ.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
15 مرسته کونکي فعالیت کوي
a mugnier
andressa bittencourt
houssam kokachد صفحي پورته برخه
omar kokachد صفحي پورته برخه
noorد صفحي پورته برخه
olga b.د صفحي پورته برخه
marina bondarenkoد صفحي پورته برخه
rohullah expertد صفحي پورته برخه
aman expertد صفحي پورته برخه
marianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunayد صفحي پورته برخه