مهم معلومات
د .....................سره YOON France

په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د دندې موندلو لپاره شخصي مشوره ترلاسه کول
دا څه دي ؟
ستاسو د دندې لټون کې د مرستې او لارښوونې ترلاسه کولو لپاره د مشورې او معلوماتو خدمات.
تاسو ته به په یو ښه چاپیریال کې ښه راغلاست وویل شي او په فرانسه کې د کار دلټون په اړه به تاسې ته شخصي مشورو درکړل شي.
لومړی به تاسو تشریح کړئ چې تاسو دمخه د دندې موندلو لپاره څه کړي
ورسته به تاسو په لاندې برخو کې معلومات او مشورې ترلاسه کړئ:
- ستاسو د کار لټون وسیلې او امکانات
- ستاسو د کار هدف او ستاسو مسلکي غوښتنې
- د خپلو تجربو او مهارتونو روښانه کول او ابرازول
- دخپلې شبکې پراختیا او کارول
- په فرانسه کې د کارګمارونکو فعالیتونه او مسلکي قواعدو اړوند معلومات.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- زه څنګه کولی شم خپله سي وي CV ښه کړم؟
- زه څنګه کولی شم خپل مهارتونه او تجربې روښانه او وده ورکړم؟
- زه څنګه د خپلې دندې د لټون لپاره کاري پلان جوړکړم؟
- زما د کاري تجربې په سکټور کې د اړیکې نیولو لپاره کوم جوړښتونه یا بنسټونه شتون لري؟
- زما د کار د لټون ستراتیژۍ کې کومې ستونزې شتون لري؟
- زه څنګه کولی شم خپل امکانات بهتره او ښه کړم؟
- څوک کولی شي ماته زما د کار تجربې اړوند سکتور یا زما د دندې په اړه معلومات راکړي؟
- زه څنګه خپله مسلکي شبکه پراخه کړم؟
- ایا تاسو د کور ستونزې لرئ؟
- ایا تاسو غواړئ د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه ترسره کړئ؟
څنګه یې وکړو ؟
- د تلیفون له لارې: 0782454406
- د بریښنالیک له لارې: contact@yoonfrance.com
هره سه شنبه د سهار له 9:30 بجو څخه تر 11:30 بجو پورې د لیون اولمپیک شطرنج په لاندې پته: Lyon Olympique Échecs, 5 place du marché, 69009 Lyon (métro D Valmy). (میټرو ډی والمي).
هره سه شنبه د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 4 بجو پورې، په لاندې پته:
l'Arche de Noé، 3 rue Félissent، 69007 Lyon (metro D Guillotière).
هره چهارشنبه د سهار له 9:30 بجو څخه تر 11:30 بجو پورې په لا کانټینا کې په لاندې پته:
La Cantina, 172 rue Anatole France, 69100 Villeurbanne (میټرو A فلاچیټ)
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
12 مرسته کونکي فعالیت کوي