Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Contrat d'engagement jeune (CEJ)

Mission Locale du Nord Mosellan
د.........لخوا وړاندیز شويMission Locale du Nord Mosellan

په نښه شوي خلک

خلکبې وطنه کسان, پناه غوښتونکي, فرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان
ځانګړي خلکځوانان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهد 6 او 18 میاشت ترمنځ
د ګډون کچهلږ تر لږه 15 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
بانکي حساب لرل

دا چېرته دی ؟

په مسلکي پروژه او اداري چارو کې ملاتړ ترلاسه کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي 9 годин тому

دا څه دي ؟

یو بشپړه انفرادي روزنیزه دوره چې د 16 څخه تر 25 کلنو ځوانانو او د 30 کلنو څخه د کم عمرو معلولیت لرونکو کسانو لپاره د 6 څخه تر 18 میاشتو پورې دوام کولی شي.

دا ژور ملاتړ په لاندې موضوعاتو کې له تاسو سره مرسته کوي:

  • ورځني کارونه ترسره کول
  • خپله مسلکي پروژه جوړه ول
  • روزنه یا دنده موندل.

هدف دا دی چې ستاسو په ورځني او مسلکي ژوند کې د امکان تر حده خپلواک شئ.

دا ممکنه ده چې هره میاشت د ځانګړو شرایطو لاندې مالي مرستې هم ترلاسه کړئ.

مهمه یادونه: د ځوانانو د ښکیلتیا تړون (CEJ) لاسلیک کولو لپاره، تاسو باید:
- د 16 څخه تر 25 کلونو پورې عمر ولري، یا د 30 کلونو څخه کم عمر ولری که تاسې د معلولیت لرونکي کارګر (RQTH) په توګه پیژندل شوي یاست،
- تاسې باید روزنه، زده کړو، یا مسلکي فعالیت کې اوسمهال نه اوسئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

ځايي ماموریت تاسو سره په لاندې مواردو کې مرسته کوي:

  • د اداري طرزالعملونو ترسره کول (د استوګنې کارت، د هویت اسناد، او نور)
  • د روغتیا او کور لپاره ستاسې حقونو ته لاس رسی (د ټولنیز کور غوښتنه، د ټولنیز امنیت سند، او نور)
یادونه: اونیزې ناستې په دې موخه تنظیمیږي چې ستاسې وضعیت پکې وڅیړل شي او ستاسو سره مرسته وشي که تاسو له ستونزو سره مخ یاست.

تاسو باید په بیلابیلو فعالیتونو کې برخه واخلئ ترڅو له مسلکيانو سره وګورئ او خپلو مهارتونو ته وده ورکړئ، د بیلګې په توګه:

  • د لارښوونې ورکشاپ تاسو سره د دندې / روزنې موندلو کې مرسته کوي
  • د فرانسوي زده کړې لپاره ورکشاپ
  • د ریاضی ورکشاپ
  • د کار مرکې لپاره چمتو کولو ورکشاپ
  • د وګړیتوب او بهرنیانو د حقونو په اړه ورکشاپ
  • په یوه شرکت کې لیدنه او ستاج...

که تاسو په ټولو فعالیتونو کې د حاضریدو ژمنې ته درناوی وکړئ (په اونۍ کې د 15 ساعتونو څخه تر 20 ساعتونو پورې) او په اونۍ کې په غونډو کې ګډون وکړئ، تاسو کولی شئ، ستاسو د وضعیت پورې اړه لري، مالي مرستې ترلاسه کړئ:

  • د لویانو لپاره هره میاشت 528 یورو
  • د کوچنيانو یا زیرسنانو لپاره 211.20 یورو.

څنګه یې وکړو ؟

  • د تلیفون له لارې : 0382828515
  • د بریښنالیک له لارې : contact.thionville@mlnm.fr
  • په مستقیم ډول په سایټ یا مرکز کې په لاندې پته : مرکزي دفتر - د نورد موسلان ځای ماموریت: Locaux de l'AFPA, Bâtiment, 12 Rte d'Illange, 57970 Yutz
د پاڼې سر

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
xavidumxavidumاډمین
léaléaایډیټر او کره کتونکی
gitorogitoroد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
bissobissoد صفحي پورته برخه
lili24lili24د صفحي پورته برخه
ceceliaceceliaد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه