Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Arobase FLE

Groupe SOS Solidarités Nord Pas-de-Calais Picardie
د.........لخوا وړاندیز شويGroupe SOS Solidarités Nord Pas-de-Calais Picardie

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهسواد زده کونکي, A1
ځانګړي خلکجنډراقلیتونه, مشران, ځوانان, ښځې, کورنۍ او ماشومان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهلږ تر لږه 3 میاشت
د ګډون کچهتقریبا 3 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېپنجشنبه, جمعه

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي

دا چېرته دی ؟

په ښه توګه د اړیکو نیولو لپاره فرانسوي ژبه زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 5 jours

دا څه دي ؟

د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه چې ستاسو په ورځني ژوند کې د لا زیات خپلواک کیدو لپاره له تاسې سره په لاندې موضوعاتو کوې مرسرته کوي:

  • لوستل، لیکل، حساب کول
  • په ورځني او مسلکي ژوند کې ښه اړیکه نیول
  • په دې پوهیدل چې څنګه خپلې اداري چارې ترسره کړئ او څوک کولی شي تاسو سره د اداري طرزالعملونو په ترسره کولو کې مرسته کولای شي
  • د کار لټون.
مهمه یادونه: د دې روزنې بشپړولو لپاره، تاسو باید:
- د کډوال، بې وطنه یا اپارتاید شخص وضعیت ولری، یا د فرعي محافظت حیثیت ولری، یا په فرانسه کې د 5 کلونو څخه کمې مودې راهیسې ژوند کوی او د اروپایي اتحادیې څخه بهر د یو هیواد څخه راغلی یاست.
- د اوفي OFII سره د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) لاسلیک کړی وي
- په فرانسوي ژبه په لنډو، ساده جملو کې په شفاهي او لیکلي ډول د خبرو کولو وړ اوسئ
- موجود اوسئ او د روزنې په ورځو کې د حاضریدو ژمنه وکړئ (د پنجشنبې او جمعې په ورځ شاوخوا 3 ساعته، لږترلږه د 3 میاشتو لپاره).

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • لومړني مهارتونه تقویه کول: لوستل، لیکل، شمیرل
  • په فرانسه کې د قواعدو، قوانیونو او ژوند کولو په عادتونو پوهیدل
  • دا پيژندل او پوهیدل چې فرانسوي ادارې څنګه کار کوي ( ښاروالۍ، د مالیې اداره، پریفیکتور، ښوونځي، کاف CAF، روغتیا بیمه، او نور).
  • په شرکت کې عملي کیدونکي مسلکي کوډونه پیژندل او عملي کول
  • د خپلې دندې موندلو او ساتلو لپاره خپلې فرانسوي ژبې ته وده ورکول.

د ټولګیو او زده کړو په جریان کې د خلکو سره لیدل، مختلف تلفظونه اوریدل، یو له بل سره مرسته کول...

څنګه یې وکړو ؟

  • دا سند (د اړیکو فورمه) د خپل ټولنیز کارکونکي سره ډک کړئ که تاسو يې لرئ.
    که تاسو یوازې یاست او ټولنیز مرستیال نه لری، تاسو کولی شئ یوازې يې بشپړ کړئ: نوم، لومړی نوم، د تلیفون شمیره، بریښنالیک.
    که تاسو په سند کې اضافه نشئ کولای، کولای شئ چې دې بریښنالیکونو ته یو ایمیل واستوئ،fle.lille@groupe-sos.org او gaetan.toilliez@groupe-sos.org
  • د فرانسوي کچې د ارزونې لپاره د ملاقات وخت اخیستل او د کورسونو د معرفي کولو یا پریزنټشن لپاره یوه مرکه ترسره کول.
  • که هرڅه ومنل شي او ټول شرایط پوره شي، د زده کړو مهالویش او د زده کړو د پيل نیټه به تاسې ته درکړای شي.
  • ماري ډومونټ Marie DUMONT، د اروبیس FLE پروژې همغږي کوونکی، fle.lille@groupe-sos.org
  • لورین سینټ جین Laurine SAINT JEAN، د FLE ښوونکی، prof.fle.jedemots.lelle@groupe-sos.org
  • ګیتان توالي Gaétan TOILLIEZ، د معلوماتي ټکنالوجۍ یا ډیجیټل مشاور، gaetan.toilliez@groupe-sos.org
  • تلیفون (ټول ټیم): 0607663844
  • پته: لا مانوفیکتور (La Manufacture)، 3 rue du Docteur Huart، 59260 HELLEMMES-LILLE
د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
jeux de motsjeux de motsایډیټر او کره کتونکی
gitorogitoroد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
nounouد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه