مهم معلومات
د .....................سره Arobase FLE
د.........لخوا وړاندیز شويGroupe SOS Solidarités Nord Pas-de-Calais Picardie
په نښه شوي خلک
خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2, B1
ځانګړي خلکښځې, ځوانان, مشران, جنډراقلیتونه
قیمت
وړيا
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د ژمنې مودهلږ تر لږه 3 میاشت
د ګډون کچهلږ تر لږه 3 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېسه شنبه, چهارشنبه, جمعه
شرایط
د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي
دا چېرته دی ؟
د کار موندلو، ساتلو یا بدلولو لپاره فرانسوي ژبه زده کړئ
دا څه دي ؟
د یوې بهرنۍ ژبې په توګه د فرانسوي ژبې کورسونه ستاسې د مسلکي ژوند اسانه کولو لپاره : یوه نوې دنده موندل، په خپل شرکت کې اړیکه نیول، د یوې روزنې لټول.
مهمه یادونه : د دې روزنې بشپړولو لپاره، تاسو باید:
- د کډوال، بې وطنه یا اپارتاید شخص وضعیت لرل، یا د فرعي محافظت حیثیت لرل، یا په فرانسه کې د 5 کلونو څخه کمې مودې څخه ژوند کول او یا د اروپایي اتحادیې څخه بهر د یو هیواد تبع یاست.
- د اوفي OFII سره د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) لاسلیک کړی وي
- په فرانسوي کې په لنډو، ساده جملو کې په شفاهي او لیکلي ډول د خبرو کولو وړ اوسئ (لږترلږه د A1 کچه)
- موجود اوسئ او د روزنې په ورځو کې د حاضریدو ژمنه وکړئ (لږ تر لږه په اونۍ کې 3 ساعته، لږترلږه د 3 میاشتو لپاره)
- د کډوال، بې وطنه یا اپارتاید شخص وضعیت لرل، یا د فرعي محافظت حیثیت لرل، یا په فرانسه کې د 5 کلونو څخه کمې مودې څخه ژوند کول او یا د اروپایي اتحادیې څخه بهر د یو هیواد تبع یاست.
- د اوفي OFII سره د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) لاسلیک کړی وي
- په فرانسوي کې په لنډو، ساده جملو کې په شفاهي او لیکلي ډول د خبرو کولو وړ اوسئ (لږترلږه د A1 کچه)
- موجود اوسئ او د روزنې په ورځو کې د حاضریدو ژمنه وکړئ (لږ تر لږه په اونۍ کې 3 ساعته، لږترلږه د 3 میاشتو لپاره)
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- د معاش رسید یا فیش دی پی باندي پوهیدل
- د استخدام قراردادونو ډولونه پیژندل
- د "تاسو" یا "ته" په ښه توګه کارول...
- د شرکت ځانګړي لغتونه کارول
- د همکارانو او مدیرانو سره په اسانۍ سره اړیکه نیول...
د فرانسوي ژبې زده کړې سربیره، دلاندې موضوعاتو په اړه ورکشاپونه تنظیم کیږي:
- د کار وړاندیزونو پوهیدل
- خپله سي وي CV او یو پوښښ یا انګیزه لیک لیکل...
ټیم به ستاسې د ټولنیز کارکونکي او مسلکي مدیر سره په تماس کې وي، ترڅو تاسو سره مرسته وکړي چې تاسې خپل پرمختګ وښیې او ستاسو په اړتیاوې پوه شي.
څنګه یې وکړو ؟
- دا سند (د اړیکو فورمه) د خپل ټولنیز کارکونکي سره ډک کړئ که تاسو یې لرئ.
که تاسو یوازې یاست او ټولنیز مرستیال نه لری، تاسو کولی شئ یوازې یې بشپړ کړئ: تخلص، نوم، د تلیفون شمیره، بریښنالیک.
که تاسو په سند یا فورمه کې خپل معلومات نشئ اضافه کولای یا لیکلی، تاسې کولی شئ دې بریښنالیکونو ته یو ایمیل واستوئ،fle.lille@groupe-sos.org او gaetan.toilliez@groupe-sos.org - د فرانسوي ژبې کچې ارزونې لپاره د ملاقات وخت ټاکل او د کورسونو د معرفي کولو یا پریزنټشن لپاره مرکه ترسره کول.
- که هرڅه ومنل شي او ټول شرایط پوره شي، نو تاسو ته به د زده کړو مهالویش او کورسونو د پیل نیټه درکړل شي.
- ماري ډومونټ Marie DUMONT، د اروبیس FLE پروژې همغږي کوونکي، fle.lille@groupe-sos.org
- لورین سینټ جین Laurine SAINT JEAN، د FLE ښوونکي، prof.fle.jedemots.lelle@groupe-sos.org
- ګیتان توالیي Gaétan TOILLIEZ، د معلوماتي یا ډیجیټل ټکنالوجۍ په برخه کې مشاور، gaetan.toilliez@groupe-sos.org
- ټلیفون (ټول ټیم): 0607663844
- پته: لا مانوفاکتور (La Manufacture)، 3 rue du Docteur Huart، 59260 HELLEMMES-LILLE
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي