Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Formation STEP

Kabubu Paris
د.........لخوا وړاندیز شويKabubu Paris

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 16 میاشت
د ګډون کچهپه دقیق ډول 7 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

د سپورت په برخه کې د تسهیل کونکي کیدو لپاره روزنه ترلاسه کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 20 jours

دا څه دي ؟

کابوبو (Kabubu) تاسو ته STEP وړاندې کوي، دا یو روزنیز پروګرام دی چې د UCPA روزنې سره د "BPJEPS APT" ډیپلوم ترسره کولو لپاره ستاسې چمتو کول او د سپورت په برخه کې د تسهیل کونکی یا انیماتور کیدل !

یادونه: دا روزنه د فرانسې په خاوره کې د نويو خلکو او د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکو لپاره ده.

د STEP پروګرام دوه روزنیز کورسونه لري :

  • لومړی، د 2023 کال د 11 دسمبر څخه د 2024 کال د مارچ تر 26 مې نیټې پورې، موخه دا ده چې تاسو د BPJEPS روزنې کې د ادغام او ګډون لپاره اړین مسلکي مهارتونه ترلاسه کړئ. په پروګرام کې دا مطالب شامل دي: فرانسوي کورسونه د B1 کچې ته د رسیدو لپاره او د سپورت او انیمیشن یا تسهیل کونکي رشتي اړوند لغتونه زده کول، د کمپیوټر روزنه، د سپورت او انیمیشن مسلکونو زده کړې سره د نظري تیوري کورسونه او د سپورت په یو جوړښت یا سازمان کې د 5 ورځو ستاج یا عملي کار.
  • دوهم، د 2024 کال د اپریل میاشتي څخه د 2025 کال تر اپریل میاشتي پورې : د TEP (لومړني اړتیا ازموینې) ترسره کولو وروسته، تاسو به د BPJEPS روزنه د UCPA روزنې کې مدغم یا شامل شئ ترڅو د سپورت په برخه کې اسانګر یا تسهیل کونکی شي. دا روزنه د کار او زده کړې (الترنانس) له لارې ترسره کیږي: تاسو نیم وخت په ټولګي کې یاست، نیم وخت د سپورت په یو جوړښت یا سازمان لخوا استخدام کیږی او هلته عملي کار زده کوی.

د پروګرام اړوند ټول معلومات په دې لینک یا لارښود کې موندلای شئ: https://www.kabubu.fr/fr/step-devenir-anime-sportif-lyon?modal_page=pdf-detail&modal_detail_id=106374-flyer-step-lyon

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د روزنې په پای کې به تاسو د BPJEPS APT ډیپلوم (د ځوانانو، مشهور تعلیم او سپورت کې مسلکي سند، د ټولو لپاره فزیکي فعالیتونه) ترلاسه کړئ، کوم چې تاسو ته اجازه درکوي د سپورت تسهیل کونکي یا انیماتور په توګه کار وکړئ!

د لومړیو 4 میاشتو په جریان کې به تاسو ته د پولي امپولا Pôle Emploi لخوا مالي مرسته درکول کیږي.

د BPJEPS کار او زده کړې (الترنانس) کلنۍ روزنې په جریان کې به تاسو د کار او زده کړې معاش یا مالي مرسته ترلاسه کوئ.

د لومړیو 4 میاشتو په جریان کې، تاسو د سپورت په برخه کې زده کړې ترسره کوئ چې د دندې موندنې کورسونو سره تړاو لري او تاسو د سپورت په یو جوړښت یا سازمان کې د 5 ورځو ستاج یا انټرنشپ ترسره کوئ.

د BPJEPS کالنۍ روزنې په جریان کې به تاسو د کار او زده کړې په اساس ګډون کوئ، دا پدې معنی دی چې تاسو به په اونۍ کې یوه ورځ د یو کارمند په توګه د سپورت یو جوړښت یا سازمان لپاره کار کوئ.

څنګه یې وکړو ؟

که تاسو علاقه لرئ، دا آنلاین غوښتنلیک ډک کړئ: https://airtable.com/appWYVTVNlMsAUdmJ/shrJ32UdT124xdHk9

که تاسو کومه پوښتنه لرئ، تاسو کولی شئ موږ سره اړیکه ونیسئ:

  • د بریښنالیک له لارې: lyon@kabubu.fr
  • د تلیفون له لارې: 0766612658
د پاڼې سر
په همکاري د

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
alix de kabubualix de kabubuایډیټر او کره کتونکی
kabubukabubuایډیټر او کره کتونکی
mohamed sayed shokrimohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
bissobissoد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
utilisateur_628083utilisateur_628083ایډیټر او کره کتونکی
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه