مهم معلومات
د .....................سره Programme One Network
د.........لخوا وړاندیز شويeach One
په نښه شوي خلک
خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهB1, B2
قیمت
وړيا
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د ژمنې مودهتقریبا 3 میاشت
د ګډون کچهتقریبا 6 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه
مسلکي شبکې ته وده ورکړئ او دنده ومومئ
دا څه دي ؟
مسلکي نړۍ ته د داخلیدو په موخه د چمتو کولو لپاره روزنه:
- یوه مسلکي پروژه رامینځته کول چې ستاسو د مهارتونو او اهدافو سره سمون ولري
- تخنیکونه زده کول ترڅو ځان په یوه شرکت کې په اعتماد سره وړاندې کړئ
- مسلکي شبکه جوړه ول
- د اوږدې مودې لپاره د دې شبکې ساتل او پراخول زده کول.
یادونه: د روزنې لومړۍ برخه 3 اونۍ دوام کوي، بیا د مسلکي ادغام یو مشاور سره د 2 میاشتو لپاره انفرادي څارنه او تعقیب ترسره کیږي.
دا روزنه د مهاجرینو، د فرعي او موقتي محافظت څخه ګټه اخیستونکو، بې تابیعیته خلکو او نوي راغلو کسانو لپاره چې (فرانسه کې د 5 کلونو څخه کمې مودې څخه اوسیدونکو) لپاره پرانيستې ده چې د BAC + 2 یا مساوي یا لږ تر لږه 3 کلونو مسلکي تجربې سره زیاته وړتیا ولري.
دا روزنه د مهاجرینو، د فرعي او موقتي محافظت څخه ګټه اخیستونکو، بې تابیعیته خلکو او نوي راغلو کسانو لپاره چې (فرانسه کې د 5 کلونو څخه کمې مودې څخه اوسیدونکو) لپاره پرانيستې ده چې د BAC + 2 یا مساوي یا لږ تر لږه 3 کلونو مسلکي تجربې سره زیاته وړتیا ولري.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- څنګه په ځان باور ترلاسه کړو
- خپل قوتونه، وړتیاوې او مهارتونه پیژندل
- خپلو مهارتونو ته وده ورکول
- په فرانسه کې په شرکتونو کې د سازمان دهي او کاري چارو په اړه پوهیدل
- د کار د مرکې ترسره کولو لپاره په خپل مسلکي حالت کې کار کول
- د فشار اداره کول زده کول.
- یوه ځانګړې مسلکي پروژه رامینځته کول
- د دندې په لټون کې ګامونه په ګوته کول او پیژندل
- سی وي CV جوړه ول او پوښښ یا انګیزه لیکل
- د استخدام کونکو لپاره پوښتنې او ځوابونه چمتو کول
- د فرانسې د لوړو زده کړو او مسلکي نړۍ سیستم په اړه پوهاوی ترلاسه کول.
- د خبرو کولو مهارتونو باندې کار کول او خپله وینا تنظیم کول
- د مسلکي، همکارانو، زده کونکو د لیدونکو په وړاندې په اعتماد سره خبرې کول
- د روزنې په پای کې پریزنټشن چمتو کول
- د تیاتر تمرینونه ترسره کول.
- د خپلې شبکې د پراختیا لپاره روښانه او تعریف شوې ستراتیژي جوړه ول (د فعالیت کوم سکتورونه، کوم مسلکیان، څنګه ورسره اړیکه ونیسئ، او نور)
- د مسلکي وسایلو په کارولو سره اړیکې رامینځته کول (LinkedIn)
- یو اغیزمن LinkedIn پروفایل جوړول
- مسلکي ویزیت کارتونه جوړول
- مسلکي فرانسوي: د کاري نړۍ لغتونه زده کول، مسلکي لیکلي اسناد
- د روزنې وروسته پرمختګ ته دوام ورکولو لپاره کاري میتودونه.
د مسلکي ادغام مشاور له تاسې سره په لاندې برخو کې مرسته کوي:
- د کار لټون تنظیمول،
- د راتلونکو کاري مرکو لپاره چمتو کول،
- په یوه ډله کې په مؤثره توګه کار کول زده کول،
- د شبکې رامینځته کولو غوڼډو په جریان کې د نورو مسلکيانو سره لیدنې کول،
- په فرانسه کې د کار قانون په اړه پوهاوی ترلاسه کول،
- ستاسو پوښتنو ته ځواب ویل.
څنګه یې وکړو ؟
- د راتلونکو روزنیزو کورسونو نیټې موندلو او نوم لیکنې یا راجستر کولو لپاره، دلته کلیک وکړئ .
- د اضافي معلوماتو لپاره، د ایچ ون (each One) سره د لاندې بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ:
- info-formation@eachone.co
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
14 مرسته کونکي فعالیت کوي