مهم معلومات
د .....................سره Programme One Step
د.........لخوا وړاندیز شويeach One
په نښه شوي خلک
خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2, B1
قیمت
وړيا
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د ژمنې مودهد 10 او 12 اونۍ ترمنځ
د ګډون کچهتقریبا 18 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, پنجشنبه, جمعه
دا چېرته دی ؟
د فرانسوي ژبې زده کړه کې پرمختګ وکړئ او د DELF ازموینه ترسره کړئ
دا څه دي ؟
د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونو، بین الکلتوري ورکشاپونو، غونډو او مسلکي ورځو سره روزنه:
- په فرانسوي ژبه کې پرمختګ کول
- په خپل ځان باور لوړول، خپل مسلکي او شخصي مهارتونو ته وده روکول،
- خپله مسلکي پروژه جوړه ول.
یادونه: روزنه په مختلفو نیټو او مختلفو ښارونو کې شتون لري، تاسو باید د جزیاتو او لازیاتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ویبپاڼه وګورئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- ستاسې د کچې سره سم په هره اونۍ کې 15 ساعته د فرانسوي ژبې زده کړې، ترڅو په شخصي او مسلکي شرایطو کې ښه اړیکه ونیسئ
- د ازموینې په یو مرکز کې د دیلف DELF (A1، A2، B1 او B2) ازموینه ترسره کول.
- د فرانسوي زده کونکو سره ناستې، په اونۍ کې نږدې 3 ساعته
- د یوې کلتوري موضوع په اړه د خلکو مخکې خبرې کول او معلومات ورکول
- د فرانسوي کلتور د یوې برخې په اړه پوهای او معلومات ترلاسه کول (د فرانسوي ټولنې بنسټونه، ارزښتونه او دودونه)
- خپل قوتونه او استعدادونه پیژندل،
- یوه مناسبه مسلکي پروژه جوړه ول،
- د فرانسوي شرکتونو د وضعیت او ځانګړتیاو په اړه پوهاوی ترلاسه کول،
- د دندې لټون کولو په اړه ځان خبرول،
- خپله سي وي CV په ښه توګه لیکلو په اړه معلومات ترلاسه کول
- ستاسو د اړتیاو پوره کولو لپاره د شریک جوړښتونو او ادارو لخوا ملاتړ (اداري چاري، کور، روغتیا، د موټر چلولو جواز، او نور)
- په فرانسه کې د کار بازار کې کارول کیدونکي معلوماتي ټکنالوجۍ (IT) وسایلو کارول زده کول (ورډ، ایکسل، جی میل، پی ډی ایف، او نور)
څنګه یې وکړو ؟
- د راتلونکو روزنیزو کورسونو نیټې موندلو او نوم لیکنې لپاره، دلته کلیک وکړئ.
- د نورو معلوماتو لپاره د ایچ ون (each One) سره د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ:
- info-formation@eachone.co
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
فرانسویمسلکي روزنهمسلکي مرستهد کار کولو لباره فرانسوې ژبه زده کول یو رسمي دیپلوم ترسره کول فرانسوي کلتور زده کولکورسونه ترسره کول په فرانسوي ژبه کې فعالیتونه ترسره کول د یوې روزنې د موندول په موخه ملاتړ کیدلد یوې دندې مندلو کې مرسته ترلاسه کول چمتوکول : سي وي، مرکه او داسي نورد کمپیوټر کارول زده کول
12 مرسته کونکي فعالیت کوي