Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره ISEAH Formation

ISEAH
د.........لخوا وړاندیز شويISEAH

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, B2, C1, C2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهد 6 او 18 میاشت ترمنځ
د ګډون کچهتقریبا 35 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېهره ورځ

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

د سوداګرۍ او پلور دندو کې روزنه ترلاسه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي місяць тому

دا څه دي ؟

دا یوه مسلکي روزنه ده چې تاسې د سوداګرۍ ، پلور او لویو توزیع کونکو اړوند دندو لپاره چمتو کوي.

مهمه یادونه: روزنه د کال په هر وخت کې پیل کیدی شي.
د روزنې پیل کولو لپاره په یادو مسلکونو یا برخه کې ډیپلوم یا ځانګړې تجربې ته اړتیا نشته.

وړاندیز شوي روزنه د کار او زده کړې (الترنانس) برنامي له لارې ترسره کیږي. هره اونۍ د 1 څخه تر 2 ورځو پورې روزنه ترسره کیږي (د کور یا انټرنیټ له لارې ویډیويي کنفرانسونه) او پاتې اونۍ به تاسې په پلورنځي کې کار کوئ.

روزنه تاسو د څو مسلکونو لپاره چمتو کوي:

  • د ازادو خدماتو کارمند
  • کیشیر (د یو تجارتي مرکز کې د کیشییر په توګه کار کول) یا د مشتریانو استقبال کونکی
  • د مشتریانو امر یا کمانډ ترلاسه کونکی او چمتوکونکی
  • د پلور څو اړخیز کارمند ( کیشیر / د توکوچمتوکونکی او ترتیبونکی)
  • د تازه محصولاتو پلورونکی ( قصابي، د کبانو پلورنځی، د لبنیاتو پلورنځی، بیکری یا نانوايي)
  • د غیر خوراکي محصولاتو پلورونکی (د اغوستو لپاره چمتو توکي یا لباس، د کور وسایل، د ترمیم وسایل، سپورتي وسایل)
  • قصابي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د شرکت یا کاري نړۍ په اړه خپلې پوهې ته وده ورکړئ
  • پوه شئ چې څنګه د کاري وضعیت چاپیریال سره ځان بلد کړئ
  • د شرکتونو څخه لیدنې وکړئ ...

تاسو کولی شئ یو کسب یا شغل زده کړئ او په ورته وخت کې په پلورنځي کې کار وکړئ. د روزنې په پای کې به تاسې د CQP (مسلکي وړتیا سند) تایید او ترلاسه کړئ.

تاسو معاش لرئ چې د SMIC سلنې (لږترلږه معاش) سره مطابقت لري.

دا ستاسو د عمر او په روزنه کې ستاسو پرمختګ پورې اړه لري:

  • د 16 څخه تر 25 کلنو پورې، تاسو ته د لږ تر لږه معاش د فیصدي په توګه تادیه کیږي
  • د 26 کلنۍ څخه، تاسو ته د لږترلږه معاش 100 فیصده تادیه کیږي.

څنګه یې وکړو ؟

  • تاسو کولی شئ دلته آنلاین د انټرنیټ له لارې د ملاقات وخت واخلئ
  • کله تاسې د تلیفون له لارې مرکې ترسره کولو لپاره شتون لرئ، نیټه او وخت وټاکئ،
  • خپل شخصي معلومات ولیکئ (تخلص، نوم، پته، د تلیفون شمیره، بریښنالیک پته) او تایید کړئ.
  • ورسته به تاسې یو بریښنالیک ترلاسه کړئ چې د ملاقات تصدیق کوي
  • ویډیو وګورئ چې روزنه وړاندې کوي
  • خپله سي ويCV د بریښنالیک له لارې recrut@iseah.fr ته واستوئ
  • همدا رنګه خپل د فرانس تخوی یا پولي امپولوا پیژندونکی واستوئ که تاسو د پولي امپولوا Pôle emploi سره راجستر او ثتب شوي یاست.
د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
xavidumxavidumاډمین
iseah formationiseah formationایډیټر او کره کتونکی
niknameniknameد صفحي پورته برخه
ghannamghannamد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه