مهم معلومات
د .....................سره Programme LIA (Langue, Inclusion, Animation)
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
د انمیشن (animation) په برخه کې د کار کولو لپاره فرانسوي ژبه زده کړئ
دا څه دي ؟
د دې روزنه موخه داده چې ستاسې د لیکلو او خبرې کولو فرانسوي کچې ته وده ورکړي او ستاسې په کار کې خپلواک کول دي.
دا پروګرام د هغو خلکو لپاره دی چې غواړي د انمیشن (تسهیل کولو) ټولنیزو او سپورتي مسلکونو او فعالیتونو کې کار وکړي.
برنامه لاندې خدمات وړاندیز کوي:
- د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه او د انیمیشن (تسهیل کولو) لغتونو زده کړه
- د شرکتونو او سپورتونو او انیمیشن (تسهیل کولو) متخصصینو سره ناستې
- ټولنیز او اداري ملاتړ
- سپورتي فعالیتونه.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
فرانسوي کورسونه (180 ساعته) ستاسې د کچې سره سم تنظیم شوي، ترڅو په لیکلي او شفاهي توګه د لاندې روزنې له لارې پرمختګ وکړئ:
- د زده کړې او معلوماتو له سره کتنه او تکرارول (لوستل، لیکل) او B1 کچه ترلاسه کول
- د انیمیشن (تسهیل کولو) مسلکونو یا دندو پورې اړوند تخنیکي لغتونه زده کول.
د روزنې په پای کې، تاسو به په فرانسوي ژبه کې د زده کړو ډیپلوم (DELF) B1 ترسره کړئ.
تاسې کولی شئ د انمیشین او سپورت اړوند مسلکونه یا دندې پیژندل او پدې برخه کې خپله مسلکي پروژه جوړه ول.
- د سي وي CV جوړه ول او د لټون تمرینونو ترسره کول، خپلې تجربې ته وده ورکول، د مرکې لپاره چمتوالی...
- دا زده کول چې څنګه کمپیوټر وکاروئ او انټرنیټ وکاروئ.
څنګه یې وکړو ؟
که تاسې د پروګرام سره علاقه لرئ، تاسو کولی شئ پدېلینک کلیک کولو سره آنلاین نوم لیکنه وکړئ.
د هرې پوښتنې لپاره، تاسو کولی شئ دې بریښنالیک ته یو ایمیل ولیکئ: formation@kabubu.fr
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي