مهم معلومات
د .....................سره Association Revivre
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
په پاریس کې د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه ترسره کړئ
دا څه دي ؟
دا په پاریس کې د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه دي چې د A1.1 ، A1، A2 یا B1 کچو لپاره خلاص دي.
هره ورځ 3 ساعته زده کړې ترسره کیږي: دوشنبه، سه شنبه، پنجشنبه او جمعه (په ټوله کې په اونۍ کې 12 ساعته زده کړي). ټولګي په سهار یا ماسپښین کې ترسره کیږي، په ګروپ پورې اړه لري.
راتلونکې نیټې : د 2023 کال د اکتوبر له 2مې نیټې څخه د فبروري تر پيل پورې چې د ښوونځي رخصتۍ پیل کیږي (15 اونۍ)، بیا د فبروري له پای څخه تر 30 جون، 2024 (16 اونۍ).
دا ولي په زړه پورې دي ؟
موخه داده چې په فرانسوي ژبه کې پرمختګ وکړئ، په فرانسه کې خپل ژوند تنظیم کړئ، له نورو سره اړیکه ونیسئ او خپلواک اوسئ (ورځنی ژوند اسانه کړئ، د ټرانسپورټ څخه د استفادي په اړه پوهاوی، روغتیايي یا اداري ملاقات وخت اخیستل زده کړئ).
د Revivre ټولنه د فرانسوي تاریخ او تمدن په اړه د زده کړې لپاره موزیمونو او نورو کلتوري ځایونو ته سفرونه تنظیموي.
د فرانسوي کورسونو سربیره د Revivre ټولنه تاسې ته په لاندې مواردو کې هراړخیز ملاتړ هم وړاندې کوي:
- د اداري پروسیجرونو او د استوګنې موندلو کې مرسته (د Réfugiés.info فایل وګورئ) ،
- یو کار یا روزنه موندل (د Réfugiés.info فایل وګورئ).
څنګه یې وکړو ؟
د ګډون یا درخواست کولو لپاره، تاسو باید په لاندې لینک کې ورکړل شوي آنلاین د نوم لیکنې فورمه ډکه کړئ: https://airtable.com/shrOu3J2UXsUrn1qD
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
14 مرسته کونکي فعالیت کوي