مهم معلومات
د .....................سره Ecole Gustave - Habitat et Humanisme - Langues plurielles
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
خپل فرانسوي ژبې ته وده ورکړئ او د ساختماني مسلکونو کې روزنه وکړئ
دا څه دي ؟
دا د فرانسوي ژبې کورسونه دي چې ستاسې د کچې او روزنې سره د ساختماني سکتور (BTP) سره تطابق شوي دي.
تاسو به وکولی شئ د پلمبر یا نلدوان، برقي یا چت جوړونکي (د بام د پوښلو کارګر) مسلکونه زده کړئ.
پروګرام :
- ژور د فرانسوي ژبې ژور یا انټنسو کورسونه
- ستاسې د مسلکي ادغام لپاره د چمتوالي ورکشاپونه
- د ګوستاو (Gustave) ښوونځي په ودانۍ کې د ډیپلوم ترسره کول.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
تاسې کولی شئ فرانسوي د یوې بهرنۍ ژبې (FLE) په توګه 140 ساعته د فرانسوي ژبې زده کړې ترسره کړئ:
- مسلکي لغتونه زده کړئ
- د کار په حالت کې د خبرو اترو وړتیا.
- خپله مسلکي پروژه تعریف او جوړه ول
- سي وي CV او یو پوښښ یا انګیزه لیک جوړه ول، د لټون تمرینونه ترسره کول، خپلې تجربې ته وده ورکول، د مرکې لپاره ځان چمتو کول ...
تاسو فرصت لرئ چې د ګوستاو (Gustave) ښوونځي کې وړیا او تادیه شوي روزنې کې برخه اخیستو سره نلدوان یا پلمبر، برقي یا چت جوړونکی شئ.
څنګه یې وکړو ؟
روزنه د 2023 کال د سپتمبر په 18 مه نیټه پیل کیږي .
تاسو کولی شئ په لاندې بریښنالیکونو اړیکه ونیسئ:
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي