مهم معلومات
د .....................سره Kabubu
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
د اوبو حوضونو کې د ژغورنکي او ساتونکي روزنه وکړئ
دا څه دي ؟
د سپلاش (Splash) پروګرام په دریو مرحلو کې د اوبو حوضونو ژغورنکي یا ساتونکي کیدو لپاره د ډیپلوم سره د روزنې کورس دی:
- د 2023 کال د سپتمبر څخه تر نومبر پوري : په برنامه کې د ګډون لپاره د لامبو وهلو او فرانسوي ازموینې اخیستل کیږي.
- د 2023 کال د اکتوبر څخه تر نومبر پوري : د یو لامبووهونکي ښوونکي لخوا په اونۍ کې څلور ځله د لامبو وهول کورسونه او په پروګرام کې د شاملیدو ازموینې لپاره د چمتو کیدو په موخه دلامبو وهولو سیشنونو یا تمرینونه ترسره کیږي.
- د 2023 کال د دسمبر له 11 مې څخه د 2024 کال د مارچ تر 28 پورې : بشپړ وخت روزنه (په اونۍ کې 35 ساعته)، وړیا او د فرانس تخوی لخوا تادیه کیږي.
د دې پروګرام هدف بیا د ملي اوبو یا حوضونو خوندیتوب او ژغورنې سند (BNSSA) ترسره کړئ، ترڅو د حوضونو ژوند ساتونکي شي او د عامه یا خصوصي ساحلونو ، شخصي لامبو حوضونو نظارت کولو توان ولرئ، او د عامه لامبو حوضونو نظارت کې د ژوند ساتونکي لامبووهونکي سره مرسته وکړي.
په فرانسوي ژبه خبرې نه کونکي ګډون کونکي به د اپریل او می ترمینځ د DELF ډیپلوم (A2 یا B1) هم ترسره کړي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د اوبو ژوند یا حوضونو ساتونکي مسلک نن ورځ په فرانسه کې د استخدام کونکو یا په کار ګمارونکو لخوا یې لټون کیږي او په کار ګمارل کیږي، نو د دې ډیپلوما سره د دندې موندل اسانه او ګړندي کیږي.
- یو نوی مسلک زده کړئ
- په فرانسوي کې پرمختګ وکړئ او د DELF ډیپلوم پاس کړئ
- نوي مسلکي مهارتونو ته وده ورکول
- ټولنیز-مسلکي، انفرادي او ډله ایز ملاتړ ولرئ.
دا پروګرام د مهاجرینو، د فرعي محافظت ګټه اخیستونکو، بې تابیعته اشخاصو، د لنډمهاله محافظت ګټه اخیستونکو او نوي راغلو لپاره خلاص دی، همدارنګه د فرانسوي وګړو لپاره هم.
دا مسلکي روزنه تاسو ته اجازه درکوي ټولنیزې اړیکې رامینځته کړئ او د نوي خلکو سره لیدنه وکړئ.
څنګه یې وکړو ؟
- که تاسې په پروګرام کې علاقه او لیولتیا لرئ، تاسې کولی شئ دا غوښتنلیک دلته ډک کړئ.
- که تاسې کومه پوښتنه لرئ، تاسو کولی شئ ددې ادرس ته یو بریښنالیک واستوئ: formation@kabubu.fr
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي