مهم معلومات
د .....................سره KOLONE
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د DELF B1 ازموینې لپاره ځان چمتوکول
دا څه دي ؟
د DELF B1 ازموینې لپاره د چمتووالي ورکشاپونه:
- په اونۍ کې 3 ځله (دوشنبه، سه شنبه، پنجشنبه)
- په هره ناسته کې 2h30 .
- د 2024 کال اپریل 22 څخه تر می 30، پورې .
د کولون (Kolone) اتحادیه کې راجسټریشن د اپریل په میاشت کې د کچې ازموینې ترسره کولو وروسته کیږي.
په دې روزنه کې د ګډون لپاره، تاسو باید د B1 کچه بشپړه کړې وي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د 2 میاشتو لپاره په هره اونۍ کې د اونیمو (7.5) ساعتونو چمتو کولو سره، تاسو کولی شئ په بشپړ ډول د ازموینې د چمتوالي لپاره تمرکز وکړئ.
ورکشاپونه د ټولو خلکو لپاره خلاص دي چې د B1 کچه یې ترلاسه کړې وي.
د DELF B1 ترسره کول په ځانګړي توګه په پوهنتون کې د DU پاسیریل ډیپلوم ترسره کولو او د فرانسوي تابعیت د دوسیې لپاره اړین دی.
د چمتووالي غونډو سربیره، تاسو کولی شئ په لاندې فعالیتونو کې برخه واخلئ:
- ډیجیټل ورکشاپونه (د کمپیوټر کارول)
- د انګلیسي زده کړه،
- کلتوري لیدنې،
- روغتیایی ورکشاپونه
- د بهرنیانو د حقونو په اړه ورکشاپونه...
څنګه یې وکړو ؟
- په سایټ یا محل کې: 7Boulevard d'Algérie, 75019 Paris
- د تلیفون له لارې: 0987160681
- د بریښنالیک له لارې: ines.kolone@gmail.com
د پایلې او ستاسو پروفایل یا شرایطو پورې اړه لري، تاسې بیا کولی شئ د اتحادیې سره نوم لیکنه وکړئ او راجستر شئ او د ازموینې لپاره چمتووالی پیل کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي