Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Volont'R

UFCV CENTRE- VAL DE LOIRE
د.........لخوا وړاندیز شويUFCV CENTRE- VAL DE LOIRE

په نښه شوي خلک

خلکبې وطنه کسان, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2
ځانګړي خلکځوانان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهد 6 او 12 میاشت ترمنځ
د ګډون کچهلږ تر لږه 24 ساعتونه هره اونۍ

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
بانکي حساب لرل

په Centre-Val de Loire کې د مدني خدمت ترسره کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 5 mois

دا څه دي ؟

په مختلفو برخو کې د ځوان کډوالو لپاره د عمومي ګټو د ملکي خدماتو ماموریتونه (پیوستون، کلتور، چاپیریال، تعلیم، حافظه، سپورت، او نور).

ماموریتونه د 16-25 کلنو عمر لرونکو کسانو لپاره خلاص دي، حتی د 30 کلنو کسانو لپاره هم د لاس رسي وړ دي که چیرې یو کس معیوبیت ولري.

یادونه: د ماموریتونو د ترسره کولو په مقابل کې تاسې ته معاش درکول کیږي. دا له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې دوام کوي، په هره اونۍ کې د 24 ساعتونو څخه تر 35 ساعتونو پورې.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

دوه وړیا او لازمي روزنیز کورسونه وړاندې کیږي:

  • PSC1 (د لومړنۍ مرستې روزنه )
  • اتباع او مدني روزنه د ډیری موضوعاتو سره چې کولای شئ غوره یې کړئ: فرانسوي کلتور، سیکولریزم، تابعیت، او نور).

د کورس په جریان کې، تاسې به د یو ښوونکي سره لخوا ملاتړ کیږی چې ستاسې په کارونو کې به له تاسې سره مرسته کوي او ستاسې په راتلونکي پروژه کې به ستاسې لارښوونه کوي.

تاسو کولی شئ د خپلې مسلکي پروژې پراساس نور روزنیز کورسونه هم تعقیب کړئ:

  • BAFA (د تسهیل کونکي دندو لپاره د وړتیا سند)
  • د بهرنۍ ژبې په توګه د فرانسوي ژبې کورسونه ستاسو د کچې سره سمون لري ...

ستاسې د قرارداد د مودې په پام کې نیولو پرته د ملکي خدمت په جریان کې به تاسې په میاشت کې 489.59 یورو مالي مرسته د دولت لخوا ترلاسه کوئ.

ستاسو کوربه جوړښت به تاسو ته د 111.35 یورو مالي مرسته هم درکړي.

  • یا د نغدو پیسو په ډول
  • یا په بله بڼه: د رستورانت ټکټونه، خواړه، کانټین، او داسې نور.
  • له خلکو سره لیده کاته او له یو بل څخه زده کول
  • خپله مسلکي شبکه جوړه ول.

څنګه یې وکړو ؟

ماری ارنولت (Marie ARNAULT) ته زنګ ووهئ، د ښکیلتیا پروګرامونو سیمه ایزه همغږي کوونکي: 0238568765 یا 0757421736.

یا راشئ موږ سره په مستقیمه توګه وګورئ (لاندې نقشه وګورئ):


UFCV
57, rue du Général de Gaulle
45650 SAINT-JEAN-LE-BLANC

د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
xavidumxavidumاډمین
ufcv cvlufcv cvlایډیټر او کره کتونکی
mariammariamد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
анастасияанастасияد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه