مهم معلومات
د .....................سره Programme FIER
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
د سپورت په برخه کې د کار کولو لپاره تادیه شوي روزنه ترسره کول
دا څه دي ؟
فیر FIER (فوټبال شمولیت کار نوي راغلي کسان) یو روزنیز پروګرام دی چې تاسې ته د سپورت یا لوبو په یو کلب کې د هرکلي یا ریسپشن مسؤول دندې لپاره چمتو کوي.
برنامه په 2 مرحلو کې ده:
- د سپتمبر له 4 څخه تر دسمبر 22، 2023 پورې، بشپړ وخت کورسونه او زده کړې (په اونۍ کې 35 ساعته)، په فرانسوي او ډیجیټل ټکنالوژۍ برخه کې نویو مهارتونو زده کول او د سپورت په یو کلب کې د مسلکي ژوند لپاره ستاسې چمتو کول. دا روزنه د 4 میاشتو مودي لپاره تادیه کیږي.
- د جنورۍ څخه تر جون 2024 پورې، د سپورت یو کلب کې د 6 میاشتنۍ کار او زده کړې یا عملي کار دوره ترسره کول، ددې لپاره چې د اداري او هرکلي کارمندانو مسلکي ډیپلوم ترلاسه کړئ چې د سپورت او تفریح سکتور سره سمون لري. د روزنې دوهمه مرحله یوازي هغو کسانو لپاره د لاسرسي وړ ده چې د کار او زده کړې (الترنانس) ترسره کولو لپاره د سپورت کلب ومومئ.
- د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکی اوسئ (د کډوال وضعیت او اسناد لرل یا د فرعي خوندیتوب څخه ګټه اخیستوکي یا بې تابعیته (اپارتاید) شخص)، لنډمهاله محافظت، یا نوی راغلی اوسئ (په فرانسه کې له 5 کلونو څخه کم وخت تیر کړی او د استوګنې جواز ولرئ)
- لږترلږه په فرانسوي کې د تایید شوي A2 کچه ولرئ
- د 18 او 29 کلونو ترمنځ عمر ولرئ او په لیون میټروپول (Métropole de Lyon) کې ژوند کوئ
- د کار غوښتونکي اوسئ او د کار موندنې مرکز Pôle Emploi سره راجستر شوې یاست (یا وړ) یاست
- د سپورت سره مینه ولرئ، په ځانګړې توګه د فوټبال لوبي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- د انیمیشن کورسونه
- د فرانسوي ژبې مسلکي کورسونه
- د ډیجیټل ټکنالوژۍ کورسونه (د کمپیوټر، ورډ، ایکسل پروګرامونو کارول او داسي نور)
- کورسونه او روزنې چې کولی شي تاسې ددې وړ وګرځوي چې په یوازې توګه اداري طرزالعملونه او پروسیجرونه ترسره کړئ او د فرانسوي ټولنیز سیسټم باندې ښه پوه شي.
د روزنې لومړۍ برخه د اولمپیک لیونیس (فوټبال کلب) په دفترونو کې د کورسونو سره تنظیم کیږي، ترڅو تاسې پدې برخه کې د دندې موندلو لپاره چمتو کړي.
همدارنګه تاسې ته د سپورت په یو سیکتور کې د 4 ورځو شملویت او ګډون وړاندیز هم کیږي.
تاسې ورسته ددې امکانات هم لرئ چې د اداري او هرکلي کارمند مسلکي ډیپلوم ترسره کړئ (د CAP کچې ډیپلوم)، د سپورت سکتور اړوند یوه شرکت کې د کار او زده کړې (الترنانس) پرګرام له لاري.
څنګه یې وکړو ؟
- د تلیفون له لارې: 0766612658
- د بریښنالیک له لارې: lyon@kabubu.fr
- د نوم لیکنې یا ثبت نام دوسیه په ویبپاڼه کې ومومئ:
- https://www.kabubu.fr/fr/pdf-detail/99750-flyer-fier-2023
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي