Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU Passerelle (niveau A2) / Université Paris Dauphine - PSL

Université Paris Dauphine-PSL
د.........لخوا وړاندیز شويUniversité Paris Dauphine-PSL

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2

قیمت

وړيا

د پاریس (۱۶) پوهنتون کې فرانسوي زده کړه

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 12 jours

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل (Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوالو او اپرتاید ( بې تابعیته) اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړئ.

دا روزنه لاندې موارد وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه
  • فعالیتونه (تفریحي سفرونه، مختلف ورکشاپونه)
  • په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه دوه سمسترونه (8 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر دسمبر او بیا د جنوري څخه تر مارچ پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د پاریس داوفین په پوهنتون کې روزنه وړاندې کوي - PSL (Université Paris Dauphine - PSL).

د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د پاریس داوفین پوهنتون پاسیرل (PSL DU Passerelle) پروګرام کې د فرانسوي ژبې زده کړې 240 درسې ساعتونه شتون لري. تاسو به په اونۍ کې 10 ساعته درسونه ولرئ، د دوشنبې څخه تر چهارشنبې پورې.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ. په ځانګړې توګه، تاسو به د هر سمستر په پای کې د ټي سي ایف TCF ازموینه ترسره کړئ (یو ځل په دسمبر کې، یو ځل د مارچ په پای کې). موخه دا ده چې د روزنې په پای کې د B1 کچه تایید کړي.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکي یاست یا د لنډمهاله محافظت ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ د مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس بورسونه) او د کال لپاره د استوګنې لپاره غوښتنه وکړئ.

د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ومومئ: په فرانسه کې د زده کونکی په حیث ژوند کول څه معنی لري، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول او امتحانونو ته تیاری نیول...

ستاسو د زده کړې پروژې جوړول وخت او ژمنتیا ته اړتیا لري.

د روزنې په جریان کې، د DU ټیم غړی او د پوهنتون یو زده کونکی په انفرادي ډول د هر زده کونکي سره د هغه د اکادمیک او مسلکي پروژې په رامینځته کولو کې مرسته او ملاتړ کوي. ورسته به د ملاتړ ډول د کال په اوږدو کې د زده کونکي پرمختګ پورې اړه ولري:

  • هغه زده کونکي چې د کال په پای کې د B1 کچه ترلاسه کړي، هغوی کولی شي چې د لوړې کچې پاسیریل روزنې (هدف B2) لپاره په خپلو غوښتنلیکونو کې ملاتړ ترلاسه کړي.
  • هغه زده کونکي چې د کال په پای کې د B1 کچه نه وې ترلاسه کړي، هغوی ته به بلنه ورکړل شي چې د پاسیریل روزنې کورسونو لپاره په ورته کچه کې د شاملیدو غوښتنه وکړي، کومه چې دوی بشپړ کړي وي.

د عمومي کچې او د زده کونکو هیلو پورې اړه لري، د ډله ایزې لارښوونې ورکشاپونه کولای شي انفرادي تعقیب بشپړ کړي، لکه (په فرانسه کې د لوړو زده کړو معرفي کول، د مختلفو غوښتنلیک پلیټ فارمونو سره آشنا کول، سي وي CV او د پوښښ یا انګیزه لیک ورکشاپونه، او نور)

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • کلتوري سفرونه
  • د پوډکاسټ تولید
  • د تیاتر ورکشاپ د زده کونکو لخوا لیکل شوي صحنو فلم کولو سره
  • د لیکلو او خبرو اترو ورکشاپونه
  • د پوهنتون کتابتون سرچینو او د PSL سپورت اسانتیاوو ته وړیا لاسرسی

څنګه یې وکړو ؟

  • څنګه درخواست یا نوم لیکنه وکړئ: د دې پاڼې له لارې د لاسرسي وړ فورمه ډکه کړئ .
  • د غوښتنلیک نیټه: د اپریل میاشتي له 15مې نیټې څخه د جون تر 21مې نیټې پوري
  • د بریښنالیک اړیکه: exil@dauphine.psl.eu

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسې دوسیه یا فایل ومنل شي، تاسو به د فرانسوي ژبې ازموینې ترسره کولو لپاره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ. که تاسو د فرانسوي ازموینې وروسته غوره شوی، نو تاسو به د داخلي مرکې لپاره بلنه ترلاسه کړئ.

فرانسوي ازموینه: د جون 17 یا 18 نیټه

مرکې: د جون د 24 او 28 نیټې ترمنځ

د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

claudia mclaudia mاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
ammar bazzaziammar bazzaziد صفحي پورته برخه
utilisateur_14587093utilisateur_14587093ایډیټر او کره کتونکی
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
parisdauphinepslparisdauphinepslایډیټر او کره کتونکی
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه