Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Diplôme Universitaire DIALOGUES - Médiation, interprétariat et migration

Orspere-Samdarra
د.........لخوا وړاندیز شويOrspere-Samdarra

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهB2

قیمت

1500€ په کال کې

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 1 année

دا چېرته دی ؟

د منځګړی ژباړونکي په توګه روزنه

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un an

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوما (DU) ډیالوګ - منځګړیتوب، ژباړه او مهاجرت:

  • د مهاجرت له امله د اغیزمنو خلکو د ملاتړ په موخه د ژباړې یا مترجم او منځګړیتوب مسلکونو لپاره چمتوالی
  • د ټولنیز، روغتیا، پناه غوښتنې او قانون په برخو کې پوهه ترلاسه کول
  • د مسلکي وضعیت او د فرانسوي کچې په اړه مهارتونو ته وده ورکول
  • تشریح او معلومات ترلاسه کول چې څنګه د منځګړیتوب ژباړونکي په توګه د کار په برخه کې د بین الکلتوري اصول د پیچلو حالتونو او غلط فهمیو (ژبني، کلتوري، مذهبي، جندر، نمایندګۍ، او نور) حل کولو لپاره وکاروی.
مهمه یادونه: روزنه د Lumière Lyon 2 پوهنتون سره په ملګرتیا کې وړاندې کیږي.
دا د اکتوبر څخه تر جولای پورې 10 میاشتې دوام کوي.
په ټوله کې 165 ساعته درسونه دي، په میاشت کې 3 ورځې (جمعه - شنبه).

دا روزنه د لاندې سابقه لرونکو کسانو لپار ده:

- کاري ژباړونکي چې ډیپلوم ولري یا نه، د ټولنیز، طبي یا حقوقي برخه کې د ژباړونکي په توګه کار کوي

- رضاکار ژباړونکي یا منځګړیتوب کونکي چې په مختلفو جوړښتونو یا اتحادیو کې کار کوي

- د ټولنیزو او طبي جوړښتونو مسلکي کسان چې ژباړونکي یا منځګړیتوب کوي

- هغه خلک چې د کډوالۍ قانوني دریځ یې ترلاسه کړی وي، په یوه یا څو بهرنیو ژبو خبرې کوي، د ژباړونکي یا منځګړیتوب کونکي په توګه کار کوي (رضاکاران یا مسلکي)

- نوي راغلي (په فرانسه کې د 5 کلونو څخه کم)، په یوه یا ډیرو بهرنیو ژبو خبرې کول، پرته له ځانګړي مسلکي تجربې

- هغه خلک چې د کار په لټه کې دي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د روزنې لګښت د بورس یا سکالرشپ لخوا پوښل کیدی شي.

مهمه یادونه: که تاسو د بورس یا سکالرشپ لپاره غوښتنه کوئ، نو کله چې تاسو خپل غوښتنلیک استوی، د بورس غوښتنې یادونه په خپله دوسیه کې مه هیروئ .
  • 1 ماډل: د مهاجرت تګ لاره، مسلکي حالتونه، د منځګړیتوب تمرینونه
  • 2 ماډل: رواني روغتیا، سوماتیکه روغتیا
  • 3 ماډل: ټولنیز، حقوقي معلومات
  • 4 ماډل: د ژباړي یا ترجماني کولو تخنیکونه، عملي کای یا ستاج

تاسو کولی شئ 3 یا 4 ماډلونه غوره کړئ.

بشپړ پروګرام دلته شتون لري.

که تاسو اړتیا لرئ خپله فرانسوي ژبه په (لیکلي او شفاهي) ډول وده ورکړئ، دا ممکنه ده چې د اصلي کورس ترسره کولو دمخه، یا په ورته وخت کې د یوې بهرنۍ ژبې په توګه په فرانسوي ژبه کې اضافي روزنه ترلاسه کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د درخواست کولو لپاره، په خپله سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیک کې لاندې موارد مشخص کړئ:

- ستاسو روزنه او مسلکي تجربه،
- ستاسو هڅونه یا انګیزه،
- هغه ژبې چې خبرې پرې کوی،
- د فرانسوي ژبې کچه.

مهمه یادونه : دا اړینه نده چې د فرانسوي کچې رسمي سند واستوئ، لکه DELF یا TCF، که تاسو یې نه لرئ. یو ثبوت یا سند کیدای شي کافي وي.

تاسو باید دا هم مشخص کړئ چې ایا تاسو غواړئ بشپړ کورس ترسره کړئ (4 ماډلونه) یا اختیاري (3 ماډلونه)، او ایا تاسو غواړئ فرانسوي د بهرنۍ ژبې کورسونو په توګه په خپلو زده کړو کې اضافه کړئ.

ټول اسناد د لاندې لارو وسپارئ:

که تاسو کومه پوښتنه لرئ، تاسو کولی شئ د اړیکو فورمه دلته بشپړه کړئ.


مهمه یادونه: د لومړۍ دورې لپاره د غوښتنلیک یا درخواست وروستۍ نیټه: د جون 24، 2023.
د دویمې دورې لپاره د غوښتنلیک وروستۍ نیټه: د سپتمبر 08، 2023.
ټولګي یا روزنه د اکتوبر په میاشت کې پیل کیږي.
د پاڼې سر
په همکاري د

10 مرسته کونکي فعالیت کوي

claudia mclaudia mاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
utilisateur_14587093utilisateur_14587093ایډیټر او کره کتونکی
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
ada-luz duqueada-luz duqueایډیټر او کره کتونکی
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه