Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU Passerelle FLE étudiants en exil / Institut de français - Université d'Orléans

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, B2

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د اورلین په پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un an

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل (Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې تابعیته اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړئ.

دا برنامه چې " په جلاوطنۍ کې زده کونکو لپاره د فرانسوي ژبې زده کړې د پوهنتون ډیپلوم پاسیریل" په نوم یادیږي، لاندې امکانات وړاندې کوي:

  • فرانسوي کورسونه
  • په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ او مرسته
  • کلتوري او سپورتي فعالیتونه
  • د اورلین پوهنتون کې د طبي او ټولنیز ملاتړ ترلاسه کولو امکان.
مهمه یادونه: روزنه لږترلږه یو سمستر (13 اونۍ) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر دسمبر او بیا د جنوري څخه تر اپریل پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا اوسنۍ معلوماتي پاڼه د اورلین پوهنتون د فرانسوي انسټیټیوټ د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په جلاوطنۍ کې زده کونکو لپاره د فرانسوي ژبې زده کړې د پوهنتون ډیپلوم پاسیریل کې تدریسي ساعتونه د هر کس کچې سره سم په هر سمستر کې د 235 او 248 ساعتونو ترمنځ فرانسوي درسونه شتون لري.

د بیلا بېلو کچو مطابق، د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، تاسو به هره اونۍ د مازدیګر له 6 بجو څخه تر 9 بجو پورې درسي صنفونه ولرئ او همدارنګه د ستاج یا رضاکارانه کار ترسره کولو لپاره 20 ساعته په نظر کې نیول شوي.

د روزنې په پای کې، تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ، چې په فرانسه کې د ټولو پوهنتونونو لخوا منل کیږي او پیژندل شوي.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت د مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس) او روزنې ته د استوګنې غوښتنه وکړئ.

د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې د پوهنتون او تعلیمي سیستم په اړه معلومات ترلاسه کړئ: په فرانسه کې زده کونکی په څه معنی دي او څنګه ژوند لري، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، څنګه د کورسونو پرمهال نوټونه واخلئ او له رسمې زده کړو بهر مطالعه څنګه ترسره کړئ، پریزنټیشنونه څنګه جوړ کړئ، ازموینو ته ځان څنګه چمتو کړئ…

د پاسیریل برنامي ( DU Passerelle) ټول زده کونکي، هر څه چې د دوی کچه وي (B1، B2 یا C1) کولی شي په پوهنتون کې د زده کړو په موخه د فرانسوي ژبې کورسونه ترسره کړي.

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې، مسلکي کسان د هر زده کونکي سره په انفرادي ډول دهغه اکادمیک او مسلکي پروژه کې د امکان تر حده مرسته او ملاتړ کوي .

دا همکاري او ملاتړ دوه برخې لري:

  • مسلکي ورکشاپونه : د بشري سرچینو متخصصین تاسو سره د سي وي CV او پوښښ (انګیزه) لیکونو په لیکلو کې مرسته کوي، ستاسو مهارتونو ته وده ورکوي او ستاسو مسلکي اهدافو او موخو په اړه مشورې او مرسته کوي.
  • انفرادي ملاتړ : په جلاوطنۍ کې د زده کونکو مشاور ستاسو سره ستاسو د زده کړې بیا پیلولو لپاره ستاسو سره کار کوي او تاسو سره د غوښتنلیک پروسې کې مرسته کوي.

د روزنې په جریان کې، تاسو د اورلین په پوهنتون کې د زده کونکو لپاره شته ټولو فعالیتونو ته وړیا لاسرسی لرئ:

  • د SUAPSE خدماتو د یوې برخې په توګه د ډیری سپورتي فعالیتونو ترسره کول (جیم، یوګا، نڅا، هینډبال، او نور)
  • د پوهنتون کلتوري مرکز بویلون (Le Bouillon) لخوا وړاندیز شوي برنامه کې د ګډون امکان (فلمونه، کنسرتونه، غونډې - مناظرې ، ډرامې او نور)
  • د یو شمیر زده کونکو اتحادیو له لارې د فرانسوي زده کونکو سره د لیدو فرصت.

که چیرې تاسو ستونزو او مشکلاتو سره مخ کیږئ، نو د اورلین پوهنتون د نورو زده کونکو په څیر تاسو هم د شته خدماتو څخه ګټه پورته کولای شئ، د بیلګې په توګه:

  • د مرستې دفتر: په ستونزو کې د زده کونکو لپاره مرسته (ټولنیز، مالي، رواني، طبي، او نور)، بیړني اړتیاوې (د خوړو ویش، رواني ملاتړ، او نور)، د مناسبو مسلکیانو سره اړیکه
  • پور یا د کمپیوټر او بایسکل اخیستلو کې مرسته
  • د پوهنتون طبي خدمت.

څنګه یې وکړو ؟

  • د نوم لیکنې او راجستریشن کولو طریقه او څرنګوالی: د پوهنتون ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه نوم لیکنه ترسره کړئ.
  • د غوښتنلیک نیټې : سپتمبر په میاشت کې روزنه پیل کولو لپاره د می میاشتي 15مې نیټې څخه دمخه، د اکتوبر 15 څخه مخکې د جنوري په میاشت کې د روزنې پیل کولو لپاره.
  • اړیکه : scolarite.idf@univ-orleans.fr

د غوښتنلیک له لیږلو وروسته، که ستاسو دوسیه ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ، کوم چې به تدریسي او اداري ټیم ته اجازه ورکړي چې ستاسو د فرانسوي کچه معلومه کړي او ستاسو د هڅونې او علاقه مندي په اړه له تاسو سره خبرې اترې وکړي.

په اورلین پوهنتون کې د جلاوطنو زده کونکو لپاره مسؤولي نینا رینډولیک (Nina Rendulic) سره اړیکه ونیسئ:

referent.etudiants.exil@univ-orleans.fr

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

claudia mclaudia mاډمین
a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
nounouد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
debodeboد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه