مهم معلومات
د.........لخوا وړاندیز شوي
په نښه شوي خلک
شرایط
دا چېرته دی ؟
په فرانسه کې د پیدیکور-پودلوګ زده کړه کول او کار کول (pédicure-podologue)
دا څه دي ؟
د یو روغتیایی مسلکی په توګه پيډیکور-پودولوګ (pédicure-podologue) د پښو او نوکانو ناروغیو پاملرنه او درملنه کوي. په پودولوژي یا د پښو درملنه کې هغه پخپله د خپلو ناروغانو لپاره ارتوپیډیک تلي ډیزاین او جوړوي.
څرنګه چې د اروپایی اتحادیې څخه بهر د پیډیکیور - پودولوګ ډیپلومونه په فرانسه کې په رسمیت نه پیژندل کیږي، نو تاسې باید په فرانسه کې د کار کولو لپاره د پیډیکیور - پوډولوژي په برخه کې د یو رسمي روزنیز انسټیټیوټ کې چې د دولتي ډیپلوم ورکولو صلاحیت لري، د دریو کلونو زده کړې وروسته فرانسوي ډیپلوم ترلاسه کړئ.
تاسو باید لږترلږه د فرانسوي ژبې B2 کچه ولرئ.
دا زده کړې وړیا ندي: دا په شخصي انسټیټیوټونو کې په کال کې د € 5,000 او 10,000 یورو ترمنځ لګښت لري، او په بوردو، تولوز او مارسی کې په دولتي انسټیټیوټونو کې € 2,000 (د موادو په ګډون). په هرصورت، د روزنې تمویل لپاره مرسته شتون لري (درېیم مرحله وګورئ).
څنګه یې وکړو ؟
روزنې ته لاسرسی انتخابي دی.
د روزنې په انسټیټیوټ کې د نوم لیکنې یا راجستر کولو لپاره تاسې ته درې اختیارونه وړاندیز کیږي:
- د پارکورسوپ (Parcoursup) له لارې نوم لیکنه او ثبت نام کول
د یاد پلیټفارم ویب پاڼه کې تاسې به د نوم لیکنې او راجستریشن نیټې په اړه معلومات ومومئ چې په جنوري کې پیل کیږي او د پروسې په اړه چې په څه ډول پرمخ یوړل شي.
- د پوهنتون د زده کړو د لومړي کال وروسته نوم لیکنه
په انسټیټیوټ پورې اړه لري، روزنې ته لاسرسی د پوهنتون د زده کړې د لومړي کال وروسته ترسره کیدی شي ( PASS ، LAS ، L1 STAPS ، L1 علوم ).
- د ځانګړي طرزالعمل له لارې نوم لیکنه او راجستر کیدل
که تاسو د پیدیکیورـپودولوګ (pédicure-podologue) زده کړو ډیپلوم یا بل سرلیک یا سند لرئ چې د پیدیکیورـپودولوګ (pédicure-podologue) مسلک کې د کار کولو اجازه درکوي او د اروپایی اتحادیې د غړيو هیوادنو څخه بهر ترلاسه شوی وي، تاسو کولی شئ د ځانګړي طرزالعمل له لارې انسټیټیوټ ته غوښتنه وکړئ او د زده کړې معافیت یا اثتثنا ترلاسه کړئ.
د دې لپاره اړینه ده:
- د خپلې خوښې انسټيټیوټونو ته غوښتنلیک وسپارئ. تاسو به دلته په کلیک کولو سره د غوښتل شویو او اړینو اسنادو لیست ومومئ.
- د وړتیا ازموینه ورکړئ چې پکې د کلینیکي قضیې مطالعې سره لیکلي او نامعلومه ازموینه شامله ده.
- د داخلې ازموینه ترسره کړئ (که تاسو د جیوري لخوا وړ اعلان شوي یاست) چې پکې شفاهي ازموینه او عملي امتحان شامل دی.
تاسو به دلته د ازموینو توضیحات ومومئ.
په انسټیټیوټ کې د داخلیدو وروسته به تاسې وکولی شئ د راتلونکي تعلیمي کال څخه روزنه پیل کړئ (کوم چې د سپتمبر د دوهمې اونۍ څخه وروسته پیل کیږي).
د 3 کلونو روزنې په جریان کې، 2028 ساعته نظري زده کړې، 2202 ساعته عملي زده کړې او 1170 ساعته ستاجونه یا عملي کار ترسره کړئ. روزنه تاسې ته اجازه درکوي چې د 180 ECTS او د جواز کچه ترلاسه کړئ.
تمویل:
روزنه ګرانه ده، ولې د زده کړې د تمویل لپاره یو شمیر بورسونه شتون لري:
- د محلي ماموریت څخه د بورس غوښتنه کیدی شي که تاسې د 25 کلونو څخه کم عمر لرئ.
- که تاسو دمخه کار کړی وي، تاسو کولی شئ د کارموندنې مرکز Pôle emploi څخه مرسته ترلاسه کړئ.
- د ایل-دی-فرانس ولایت یا ادرې هم کولی شي د پیرامیډیکل مسلکونو لپاره میاشتنۍ مرستې تمویل کړي.
او ورپسې څه وکړو؟
د پیدیکورـ پودولوګ ډیپلوم ترلاسه کولو وروسته ډیری امکانات شتون لري. تاسې کولی شئ په مستقیم ډول د پیدیکورـ پودولوګ (pédicure-podologue) په توګه کار وکړئ.
ډیری پیدیکورـ پودولوګ (pédicure-podologue) په ازاده یا خصوصي کلنیکونو کې کار کوي (لومړی د یو پیدیکورـ پودولوګ (pédicure-podologue) سره د هغوی په کلنیکونو کې د همکار یا مرستال په توګه کار کوي)، ولې دا هم امکان لري چې په روغتون، روغتیا مرکزونو یا د متقاعدونو لپاره مرکزونو کې کار وکړئ.
دا ممکنه ده چې په پوهنتون کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کوولو لپاره زده کړې له سره پیل کړئ (عامه روغتیا، بایو میخانیک، تعلیمي علوم، ارګونومي، او نور) یا د پوهنتون څځه یو تخصصي ډیپلوم (مختلف ديپلومونه DU: سپورت، شکر ناروغۍ، معالجې زده کړې، او نور...).
هغه پیدیکورـ پودولوګو (pédicure-podologue) چې د روغتون په چاپیریال کې کار کوي او د 4 کلونو څخه یې ډیر کار کړی يي، دا ممکنه ده چې د روغتیا په برخه کې د متخصص یا کدر ډیپلوم لپاره چمتوالی ونیسي ترڅو روزونکی شي یا د مدیریت او اجرایوي پوستونو کې کار وکړي. روزنه یو کال دوام کوي.
> د Réfugiés.info پاڼې دا معلوماتي فایلونه هم ولولئ: "په فرانسه کې نرس کیدل" او "په فرانسه کې فزیوتراپیست کیدل".
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي