د شخصي روزنې حساب (CPF) کارول

د شخصي روزنې حساب (CPF) یو حساب دی چې یو مقدار پیسې پکې شتون لري چې تاسو ته اجازه درکوي د روزنې ترسره کولو لپار ورڅخه ګټه پورته کړئ. په ټول کال کې ډیری روزنیز کورسونه شتون لري، په ډیری موضوعاتو کې، چې د یو سند یا ډیپلوم په ترلاسه کولو سره پای ته رسیږي. موخه دا ده چې د دندې پرمختګ یا بدلولو لپاره نوي مسلکي مهارتونه زده کړئ.
د شخصي روزنې حساب (CPF) د لاندې موخو لپاره دی:
- په خصوصي او کرهنیز سکتور کې کارمندان
- په ځان ګمارل شوي یا ازاد کار لرونکي (اتوانترپرونور) کارګران ( ځان ګمارل شوي ، کارګران، سوداګر، او نور)
- د عامه سکتور استازي (ملکي کارمندان او قراردادي کارکونکي) د 18 کلونو څخه ډیر عمر لرونکي.
یادونه: که تاسو کوچنی یا زیریسن یاست، تاسو د CPF مستحق یاست:
- د 16 کلنۍ څخه که تاسو مسلکي فعالیت لرئ
- د 15 کلنۍ څخه که تاسو د زده کړې تړون کې یاست.
که تاسو وزګار یاست، تاسو د خپل CPF حساب کارولو امکان لرئ، که تاسو دمخه پدې کې پیسې لرئ.
- د 16 کلنۍ څخه که تاسو مسلکي فعالیت لرئ
- د 15 کلنۍ څخه که تاسو د زده کړې تړون کې یاست.
که تاسو وزګار یاست، تاسو د خپل CPF حساب کارولو امکان لرئ، که تاسو دمخه پدې کې پیسې لرئ.
مهمه یادونه: د خپل CPF حساب کارولو لپاره، تاسو باید د FranceConnect+ له لارې خپل حساب ته داخل شئ او خپل لا پوسټ (Identité Numérique La Poste) ډیجیټل شناخت تصدیق کړئ، دا ستاسو د هویت تصدیق کولو او د درغلۍ څخه مخنیوي لپاره یو خوندي میتود دی (مرحلې 2 او 3 وګورئ).
هیڅکله خپل شخصي معلومات په تلیفون کې چا ته مه ورکوئ. که تاسو فکر کوئ چې تاسو په خپل CPF کې د درغلۍ قرباني یاست، د دې پاڼې په پای کې وروستی ګام وګورئ.
هیڅکله خپل شخصي معلومات په تلیفون کې چا ته مه ورکوئ. که تاسو فکر کوئ چې تاسو په خپل CPF کې د درغلۍ قرباني یاست، د دې پاڼې په پای کې وروستی ګام وګورئ.
ستاسو د مسلکي وضعیت پورې اړه لري، تاسو هر کال د خپل CPF څخه پیسې ترلاسه کوئ (پرته له هغه ملکي کارمندانو چې په ساعتونو کې CPF لري). څومره چې تاسو کار کوئ، په CPF کې ډیرې پیسې لرئ. بیا تاسو کولی شئ د روزنې کورس وټاکئ او د دې پیسو په کارولو سره د هغې لپاره پیسې ورکړئ (د 4 او 5 مرحلې وګورئ).
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
13 مرسته کونکي فعالیت کوي












