د زیږون یا تولد سند ترلاسه کړئ

د زیږون یا تولد سند ترلاسه کړئ

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)28 déc. 2022

دا څه شی دی؟

د زیږون سند یو رسمي سند دی چې ستاسو د زیږیدو نیټه او د زیږون ځای تصدیق کوي.

دا د "مدني حالت" له اسنادو څخه یو دی چې د OFPRA لخوا ورکول کیږي، یوځل چې تاسو د کډوال په توګه وپیژندل شئ. د زیږون سند سربیره، د واده سند یا نکاح خط ، د کورنۍ د ثبت کتابچه یا د میرمنې د مړینې سند هم کولای شئ تر لاسه کړئ.

ښه پوهیدل: د زیږون سند چې د OFPRA لخوا صاریږې وړیا دی . دا یو مستند او رسمي سند دی او همیشه د اعتبار وړ دی او ستاسو د ټولو پروسیجرونو او اجراآتو لپاره اړین دي.

دا د چا لپاره دی؟

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موقع

ټوله فرانسه

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موقع

ټوله فرانسه

څنګه وکړو؟

1

اوفپرا OFPRA ستاسو د زیږون سند صادروي

یوځل چې تاسو د کډوال حیثیت او د مهاجرت اسناد ترلاسه کړئ (یا فرعي محافظت) OFPRA به له تاسو نه وغواړي چې د زیږیدنې سند ترلاسه کولو لپاره یوه فرمه ډکه کړئ او دوی ته یې ورولیږئ.

ښه پوهیدل: ستاسو د زیږون سند جوړیدل کیدای شي وخت ونیسي. دا ډیر ګټور ندی چې آوفپرا ته لاړشئ ترڅو دا لومړني سندونه وخت له مخکي او ژر ترلاسه کړئ.

دا سند ستاسو د اصلي هیواد د اداري اسنادو او یا ستاسو د پناه غوښتنې د غوښتنې پرمهال ستاسو د معلوماتو پر اساس جوړیږي که تاسو په هغه وخت کې کوم اسناد دخپل هیواد نه وې ورکړي.

2

د اړتیا په وخت کې آنلاین یوه کاپي د خپل زیږون سند وغواړئ

یوځل چې ستاسو د زیږون سند د OFPRA لخوا جوړشي، نو تاسو کولی شئ د وقف شوي فارم په کارولو سره په مستقیم ډول دلاندې ویب پاڼي له لارې د کاپيانو غوښتنه وکړئ.

  • د دې کار ترسره کولو لپاره تاسو باید لومړی د خپل اوفپرا فایل نمبر ولرئ. دا شمیره نهه ډیجیټونه لري او د آوفپرا لخوا صادر شويو ټولو اسنادو کې لیکل شوي.
  • یوځل چې تاسو د خپل فایل شمیره پیدا کړئ، تاسو باید په لاندې لینک کې آنلاین فورمه ډکه کړئ

https://www.ofpra.gouv.fr/fr/detail/acte/acteNaissance/edit.html

ښه پوهیدل: که تاسو د آنلاین فارم ډکولو کې ستونزه لرئ ، اوفپرا تاسو ته پدې لینک کې د مرستې لپاره ویډیو وړاندې کوي.

د زیږون سند درې ډوله وپیژنئ:

  • بشپړ کاپي (له بشپړمعلوماتو سره)
  • له ځانګړو معلوماتو( خاص معلومات) سره. د شخص په اړه له ځیني ځانګړو معلوماتو سره دغه سند صادریږی لکه (نوم ، تخلص، د زیږون نیټه او ځای) او د هغه د مور او پلار په اړه معلومات پکي ذکرشوې وي.
  • د ځانګړیو معلوماتو پرته: یوازې د شخص په اړه معلومات پکې ذکرشوې وي.

او وروسته؟

د زیږون یا ولادت په سند کې د ورکړشویو معلوماتو په اړه شکایت درج کول

که د زیږون په سند کې کومه غلطي شوې وي او یا هم د اوفپرا OFPRA لخوا کوم معولومات نه وې ذکر شوي، او تاسوغواړئ چې شکایت وکړئ د معلوماتو د تصحیح په موخه، نو تاسوباید اوفپرا ته خپله غوښتنه په لاندې پوست ادرس د لیک له لارې ورولیږئ:

OFPRA

201 rue Carnot

94136 Fontenay-sous-Bois Cedex

  • د بلې هرې موضوع په اړه خپل شکایت باید په لاندې پته د پاریس محکمې ته واستوئ:

Tribunal de PARIS

Parvis du tribunal

Section AC1 - Etat civil

75 859 PARIS CEDEX 17

د زیږون په سند کې د شخړو معلومات

که ستاسو د زیږون په سند کې کومه تېروتنه یا نیمګړتیا شتون ولري، تاسو کولی شئ د معلوماتو سره شخړه وکړئ (ووایه چې تاسو موافق نه یاست).

تاسو باید لاندې پتې ته د تیروتني یا غلطي او د کومو مالوماتو د هیریدو په صورت کې د وضاحت سره یو لیک واستوئ:

OFPRA
201 rue Carnot
94136 Fontenay-sous-Bois Cedex

یادونه: تاسو باید په هر لیک کې د خپل OFPRA دوسيې شمیره ولیکئ.

د باقي موضوعاتو اړوند د شکایت لپاره، تاسو باید به لاندې پته د پاریس محکمې ته یو لیک واستوئ:

د پاریس محکمه

Tribunal de PARIS
Parvis du tribunal
Section AC1 - Etat civil
75 859 PARIS CEDEX 17

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
183 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
14دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Comité de la Démarche Accessible

Comité de la Démarche Accessible