Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.
مراحلکارد کار قانون په اړه مالومات او پوهاوی ترلاسه کول

مهم معلومات

د.........لخوا وړاندیز شوي

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, فرانسوي اتباع

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د کار قانون په اړه مالومات او پوهاوی ترلاسه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 6 jours

د کار قانون په فرانسه کې د کارګرانو حقونه او دندې پوښي.

دا د متنونو یوه ټولګه ده چې لاندې مطالب تشریح کوي:

  • د کار مختلف قراردادونه
  • د استخدام او کار قرارداد لاسلیک کولو شرایط
  • د کار قرارداد د فسخ کولو شرایط
  • د کارګر او کار ورکوونکي ترمنځ قوانین
  • د کار ساعتونو، معاش، رخصتۍ، تقاعد او نورو اړونده موضوعاتو په اړه قوانین.
تاسو کولی شئ دلته د کار قانون په انټرنیټ کې وړیا ولولئ.
دا سایټ ستاسو د وضعیت پر بنسټ قانوني متنونه، مثالونه او ځوابونه وړاندې کوي.

څنګه یې وکړو ؟

  • معاش : په 2025 کال کې، لږ تر لږه معاش ( SMIC ) په میاشت کې 1424،30 یورو خالص (1801،80 یورو ناخالص) او په ساعت کې 9،40 یورو خالص (11،88 یورو ناخالص) دی. دا ممکن د مسلکي حالت او قرارداد سره سم فرق وکړي.
  • د کار ساعتونه : قانوني کاري اونۍ 35 ساعته ده. د اضافي کار هر ساعت باید تادیه شي.
    ځینې قراردادونه په اونۍ کې 39 ساعته دي. پدې حالت کې، کارګر د نیمې ورځې یا RTT ورځو (د کار وخت کمولو) مستحق دی.
  • د تقاعد عمر : د 62 او 67 کلونو ترمنځ دی، دا د زیږون کال او د کار کولو کلونو شمیر پورې اړه لري.
  • له معاش سره رخصتي : په یوه کاري میاشت کې قانوني رخصتی دوه نیمې (2.5) کاري ورځې دي، په کال کې 5 اونۍ رخصتي. هر شرکت د رخصتیو لپاره یو ځانګړي طریقه لري (سپارښتنه شوي دورې، تړل شوي دفترونه، د زیات فعالیت میاشت، ټیمونه، او نور). د تادیه شوي رخصتیو اخیستلو شرایط د مسلکي حالت او کار ورکوونکو سره سم فرق کوي.
  • د کار ساعتونه : د کار ساعتونه عموما د کار په قرارداد کې لیکل شوي وي او باید درناوی یې وشي. که تاسو غیر حاضر کوئ، نو تاسو باید ثبوت وړاندې کړئ، او که تاسو ناروغه یاست، نو تاسو باید طبي سند وړاندې کړئ.
  • د معاش سندونه : دا مهمه ده چې د خپل معاش ټول سندونه وساتئ ترڅو ستاسو د مسلکي فعالیت ثبوت ولرئ او ستاسو د تقاعد محاسبه وکړئ.
یادونه: د کارځای کې تبعیض منع دی: د استخدام پرمهال او د شرکت دننه، د مدیرانو، همکارانو، پیرودونکو او نورو لخوا.
تبعیض هغه عمل یا پریکړه ده چې د یو کس سره د هغه د نوم، پوستکي رنګ، عمر، یا معلولیت له امله ورسره منفي چلند ترسره شي، د مثال په توګه. د تبعیض لپاره بېلا بیل دلایل شتون لري چې د قانون له مخې منع دي.

په فرانسه کې د کارګرانو بېلا بیلي کټګورۍ شتون لري او مقررات ممکن توپیر ولري (د استخدام قرارداد، د کارمندانو او په کار ګمارونکو یا صاحب د کار حقوق او مسؤولیتونه).

  • زده کونکي: دوی په یو وخت کې هم زده کونکي او کارکونکی دي، دوی د CFA (د زده کونکو لپاره د روزنې مرکز) دوی ځیني اونۍ په یو شرکت کار کوي او ځیني اونۍ په روزنه کې ترسره کوي. دوی د کار قرارداد (د زده کړې قرارداد) او معاش لري.
  • کسبګر : دوی یو لاسي دنده ترسره کوي او د خپل کار خپله خاوندان وي (د بیلګې په توګه: نانوایي، رنګمال، موچي، سلمان). د کار کولو لپاره، وړ کسبګر باید CAP (یا مساوي ډیپلوما) ولري یا لږترلږه په خپله ساحه کې 3 کلنه مسلکي تجربه ولري.
  • سوداګر : دوی باید د خپل سوداګرۍ د تنظیم کولو لپاره ځای ولري (دوکان، په بازار کې پلورنځی، د خپل کاري نقلي وسیلي یا موټر لپاره د ځای لرل، او داسې نور). دوی کولی شي د یوې پیژندل شوي سوداګریزې یا شرکت لپاره کار وکړي؛ په دې حالت کې، دوی باید یو فرنچائز یا نمایندګي (franchise) واخلي.
  • بزګران : دوی ځمکه (میوه، سبزیجات، غله جات، او نور) کري یا څاروي (غواګانې، وزې، او نور) روزي او خپل شخصي کاروبار په مخ وړي (دوی د خپل کار مالکان وي او ممکن کارمندان ولري). دوی خپلې ځمکې او څاروي لري یا یې کرایه کوي.
  • ملکي مامورین : دوی په دولتي ملکي خدماتو (پریفیکتور، ښوونځي، پولیس، او نور)، سیمه ایزو ادارو (ښاروالۍ، ټولنیز مرکز، او نور) یا روغتون (روغتون، طبي-ټولنیز مرکز، او نور) کې دندې ترسره کوي. دوی عموما د سیالۍ یا کانکور ازموینو له لارې استخدام کیږي او په 3 کټګوریو کې تنظیم شوي: A کټګورۍ (بکلوریا +3 کچه)، B کټګورۍ (د لیسانس کچه)، او C کټګورۍ (د CAP کچه). دوی د کار قرارداد نلري، مګر دوی باید ژمنو، مقرراتو او قوانینو ته درناوی وکړي.
یادونه: د ملکي مامور کیدو لپاره تاسو باید فرانسوي یا اروپایي تابعیت ولرئ، مګر دا ممکنه ده چې د "قراردادي" حیثیت سره د اعتبار وړ استوګنې جواز سره استخدام شئ چې تاسو ته په فرانسه کې د کار کولو اجازه درکوي.
مثال: د Réfugiés.info پاڼه "په عامه سکتور کې د قراردادي ښوونکي کیدل"
  • معاش لرونکي کارمندان : دوی د یو خصوصي کار ورکوونکي (شرکت، اتحادیې) لپاره کار کوي. دوی د کار ورکوونکي سره د کار قرارداد لري چې د دوی دندې، معاش، کاري ساعتونه، او نور په کې تشریح شوي وي.
  • لنډمهاله کارګران : دوی د لنډمهاله کارموندنې ادارې (د لنډمهاله کارموندنې ادارې) لپاره کار کوي او په شرکتونو کې لنډمهاله دندې ترسره کوي، د غیر حاضر کارمند ځای نیسي یا د شرکت څخه بیړنۍ غوښتنې ته ځواب ورکوي. دوی د لنډمهاله کارموندنې ادارې سره د کار قرارداد او معاش لري.
  • موسمي کارګران : دوی د اعظمي حد 8 میاشتو لپاره قرارداد لري. د مثال په توګه: د انګورو د حاصلاتو پرمهال د انګورو راټولونکی، په یوه سیاحتي سیمه کې په یو رستورانت کې ویټر، د غرونو لارښود، د سکي روزونکی، د سمندر په غاړه د ژوند ساتونکی، او داسې نور.
  • ستاج کوونکي : دوی د کوربه ادارې (شرکت، اتحادیې) او تعلیمي ادارې (ښوونځي، پوهنتون) سره یو تړون لري. که چیرې ستاج د 2 میاشتو څخه اوږد وي (پرله پسې یا د ورته کال په اوږدو کې)، نو دا ممکنه ده چې میاشتنی معاش ترلاسه کړئ .
  • رضاکاران : دوی خپل وخت او مهارتونه بل کس یا سازمان ته ورکوي. دوی معاش نه ترلاسه کوي، مګر دا ممکنه ده چې د ځینو لګښتونو (د ترانسپورت ټکټونه، تجهیزات، او نور) پیسې بیرته ترلاسه کړي. رضاکاران د عامه ګټو د ماموریت ترسره کولو لپاره بشپړ وخت قرارداد لري او معاش ورکول کیږي.

د کار قرارداد د مسلکي فعالیت ثبوت او د حقونو تضمین لپاره اړین دی. دا د شرکت دندې، حقونه او مسؤلیتونه تشریح کوي.

یادونه: د کار قرارداد باید په فرانسوي ژبه ولیکل شي، ولې تاسو کولی شئ په خپله ژبه کې یې د ژباړې غوښتنه وکړئ ترڅو په سمه توګه ورباندې پوه شئ.

د کار قرارداد څو ډولونه لري:

  • د زده کړې یا مسلکي کیدو قرارداد : په ښوونځي یا روزنیز مرکز کې د روزنې او په شرکت کې د کار کولو ترمنځ بدیل. دا یو ثابت (سي دی دی) یا دایمي (سي دی اي) قرارداد کیدی شي.
  • د واحد ادغام قرارداد (CUI ): په عمده توګه د هغو خلکو لپاره چې د کار موندلو کې ستونزه لري، معلول دي یا د اوږدې مودې لپاره بې کاره دي.
  • د لنډمهاله کار قرارداد (CTT) یا لنډمهاله : د لنډمهاله کارموندنې ادارې سره د دندې لپاره یو قرارداد. بل قرارداد د لنډمهاله کارموندنې ادارې او هغه شرکت ترمنځ لاسلیک کیږي چیرې چې لنډمهاله کارګر کار کوي. د هرې نوې دندې لپاره یو نوی قرارداد شتون لري.
  • د ثابتې مودې قرارداد (CDD) : اعظمي حد یې 18 میاشتې دی، د پای نیټې سره. دا نوي کیدی شي، ولې ټوله موده یې له 36 میاشتو څخه زیاته نشي.
  • د موسمي کار قرارداد : د یوې ټاکلی مودې قرارداد دی چې هر کال ترسره کیدونکي دندې په ورته وخت کې تکرار کیږي. د مثال په توګه، دا ممکنه ده چې یو موسمي قرارداد په دوبي کې او بل په ژمي کې ولرئ.
  • دایمي ساختماني یا عملیاتي قرارداد : د یوې ځانګړې ساختماني ساحې یا پروژې لپاره لاسلیک شوی، دا د کار ورکوونکي لخوا د دندې بشپړیدو وروسته لغوه کیدی شي. کارمند ممکن د جلا کیدو معاش ترلاسه کړي که چیرې دوی شرایط پوره کړي.
  • د کار وقفې قرارداد (CDII یا CD2I) : په ځینو سکتورونو (نندارتون، سیاحت، او نور) کې یو دایمي قرارداد چې په فعالیت کې د پام وړ بدلونونه سره. دا کارمندانو ته اجازه ورکوي چې د فعالیت دورې او د کار نه کولو دورې ترمنځ توقف وکړي او بیرته کار پیل کړي.
  • دایمي قرارداد (CDI ): د پای نیټې پرته، دا خورا باثباته دی.

او ورپسې څه وکړو؟

د کار قرارداد د لغوه کولو لپاره مختلفې لارې شتون لري (دې ته د تړون ختمول ویل کیږي).

  • که چیرې د تړون لغوه کول د کار ورکوونکي لخوا غوښتنه وشي، دې ته له کار څخه ګوښه کول ویل کیږي : د اقتصادي یا شخصي دلایلو په صورت کې، کارمند ته تاوان ورکول کیږي (کوم چې د لوړ رتبه، معاش، د وتلو په ورځ د کارمند حالت، او د کار قرارداد پورې اړه لري). د انضباطي دلایلو په صورت کې (د کارمند ناوړه چلند، د قرارداد سره سم عمل نه کول)، کارمند ته تاوان نه ورکول کیږي.
  • که چیرې د کارمند لخوا د کار پریښودو غوښتنه وشي، نو دې ته استعفا ویل کیږي: هغه پریکړه کوي چې شرکت پریږدي او باید د خبرتیا دورې ته درناوی وکړي. کارمند معاش نه ترلاسه کوي، مګر کار ورکوونکی باید هغه ته د هغه وروستۍ معاش، د ټولو حسابونو بیلانس، د رخصتۍ تادیه شوي خساره او د خبرتیا دورې په پای کې هر ډول بونس ورکړي.
یادونه: د خبرتیا موده د استعفا یا ګوښه کولو او د وتلو د مؤثرې نیټې ترمنځ موده ده، شرایط یې په قرارداد کې تشریح شوي.
په دې موده کې، کارمند باید کار ته دوام ورکړي او خپلې دندې ترسره کړي. که چیرې صاحب د کار نوموړۍ کارمند د هغه د خبرتیا دورې کار کولو څخه معاف کړي (پریکړه وکړي چې دوی اړتیا نلري کار وکړي)، کارمند د خبرتیا په بدل کې خساره ترلاسه کوي.
د آزموینې دورې په جریان کې (د دایمي قرارداد، د ټاکلې مودې قرارداد، لنډمهاله کارموندنې قرارداد یا د زده کړې پیل)، کارمند او کار ورکوونکی د خبرتیا پرته د کارموندنې قرارداد پای ته رسولو لپاره آزاد دي.
  • که چیرې کارمند او کار ورکوونکی د دوه اړخیزې موافقې له مخې د کار ختمولو پریکړه وکړي، نو دې ته د تړون دوه اړخیزه پای ته رسول وایي : دوی په ګډه د شرایطو (نیټه، د خبرتیا موده، او نور) په اړه پریکړه کوي. کارمند د شرایطو سره سم خساره ترلاسه کوي.
  • که چیرې د قرارداد پای نیټه راورسیده یا ماموریت یا فصل پای ته ورسید ، نو دا د قرارداد لغوه کولو په معنی نه ده.

د هر قرارداد په پای کې ، کارګر لاندې اسناد ترلاسه کوي:
- د کار سند
- د فرانس تخوی لپاره یو سند (پخوانی پولی ایمپلوی)
- د ټولو حسابونو بیلانس .

یادونه: که تاسو په ورته شرکت کې خپل مسلکي حالت بدل کړئ، د مثال په توګه، تاسو یو شاګرد یا زده کونکی وئ او تاسو کارمند شئ، نو تاسو باید یو نوی قرارداد لاسلیک کړئ.
که تاسو کومه ستونزه لرئ یا قانوني مشورې ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ په وړیا توګه د وکیل سره مشوره وکړئ.
د پاڼې سر

22 مرسته کونکي فعالیت کوي

a mugniera mugnierاډمین
claudia mclaudia mاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
khedrakikhedrakiد صفحي پورته برخه
utilisateur_50685950utilisateur_50685950ایډیټر او کره کتونکی
utilisateur_91411775utilisateur_91411775ایډیټر او کره کتونکی
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
valentynavalentynaد صفحي پورته برخه
utilisateur_61623907utilisateur_61623907ایډیټر او کره کتونکی
utilisateur_35099322utilisateur_35099322ایډیټر او کره کتونکی
aman expertaman expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
utilisateur_93887086utilisateur_93887086ایډیټر او کره کتونکی
utilisateur_2134382utilisateur_2134382ایډیټر او کره کتونکی
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
anastasiaanastasiaد صفحي پورته برخه
mariamariaد صفحي پورته برخه
relorefrelorefایډیټر او کره کتونکی
nalothmannalothmanد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه