مهم معلومات
د .....................سره Préformation Nouveau Départ - Grenoble

د.........لخوا وړاندیز شويWeavers France
په نښه شوي خلک
خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2
قیمت
وړيا
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د ژمنې مودهپه دقیق ډول 15 اونۍ
د ګډون کچهلږ تر لږه 28 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, پنجشنبه, جمعه
شرایط
د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
دا چېرته دی ؟
خپله فرانسوي ژبه ښه کول
د لاندې خدماتو سره د مسلکي پروژې د جوړولو لپاره د 15 اونیو پروګرام او د دندې موندلو لپاره د ملاتړ ترلاسه کول :
- فرانسوي د بهرنۍ ژبې په توګه کورسونه او د DELF A1 یا A2 لپاره چمتووالی
- د ډیجیټل ټیکنالوجۍ ابتدایي زده کړه
- د دندې موندلو په اړه مشور ې (د مسلکي نړۍ په اړه پوهاوی، او داسې نور)
- په خپلو انساني ځانګړتیاوو او د خپلو مسلکي ځانګړتیاوو یا مهارتونو په پراختیا کار کول.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- اساسي پوهه پیاوړې کول
- په شفاهي او لیکلي ډول ښه اړیکه نیول: ټیلیفون، د متن پیغامونه یا ایس ایم ایس، ادارې، او داسې نور.
- په ورځنيو کلمو او اصطلاحاتو باندې پوهیدل او کارول: پیرود، خواړه، کور، او داسې نور.
- د ځان معرفي کولو، په تیرو زمانو کې د خبرو کولو یا بل چا معرفي کولو څرنګوالي پوهیدل
- خپل چاپیریال پیژندل او د خپل نقل او حرکت په اړه زده کول: ډاکټر سره کتل، محفل ته تلل، او داسې نور.
- فرانسه ښه پیژندل
- د راتلونکي په اړه فکر کول
- د DELF A1 یا A2 ازموینې لپاره تمرینونه ترسره کول او چمتووالی نیول.
- خپلو مهارتونو او ځانګړتیاوو ته وده ورکول
- د خپل وخت او فشار اداره کول
- په ټیم کې د اړیکو او کار کول زده کول
- د عامو خلګو مخکي ښې خبرې کول.
- د کار او سوداګرۍ نړۍ په اړه زده کول
- په ځان باور ترلاسه کول او د هر حالت سره سم مسلکي چلند غوره کول
- خپله مسلکي پروژې جوړول
- د دندې لټون لپاره انفرادي ملاتړ: د غوښتنلیک لپاره چمتووالی، تمثیلي مرکې، او داسې نور.
- د شرکت څخه لیدنې او دخلکو شهادتونه اوریدل.
- د سمارټ فون او کمپیوټر کارول زده کول
- د ګوګل ورک سپیس (Google Workspace) اپلیکیشنونه کارول: جی میل، ګوګل جنتري، ګوګل ډاک، ګوګل ډرایو...
- د ډیجیټل اپلیکیشنونو له لارې د ټرانسپورټ او خوځښت نیویګیټ کولو وړتیا ترلاسه کول
- د دندو وړاندیزونه آنلاین کتل او دې وړاندیزونو ته درخواست ورکول زده کول.
څنګه یې وکړو ؟
- په دې فورمه کې نوم لیکنه د ټول کال په اوږدو کې شتون لري
- د معلوماتو ګروپي غونډې (په فورمه کې نوم لیکنه)
- د موقعیت ازموینه
- د انفرادي هڅونې د اعتبار مرکې.
د پاڼې سر
12 مرسته کونکي فعالیت کوي











