د A2 کچې پورې فرانسوي زده کول
د .....................سره THOT - Transmettre un Horizon à Tous

توت (Thot) د فرانسوي ژبه کې رسمي او ډیپلوم ورکونکی ښوونځی دی چې په جلاوطنۍ کې د خلکو، مهاجرینو او پناه غوښتونکو لپاره چې لږ یا هیڅ زده کړې یې نه وې ترسره کړي، او هغه کسان چې هیڅکله په خپل اصلي هیواد کې یې کوم تعلیمي ډیپلوم نه وې ترلاسه کړی.
- 160 ساعته فرانسوي ژبې دسونه،
- د فرانسوي ژبې یو مسلکي ښوونکی د بهرنۍ ژبې په توګه د 15 زده کونکو لپاره په هر ه ټولګي کې،
- 10 ساعته هنري ورکشاپونه ،
- 16 ساعته کاري ورکشاپونه
- د رواني، ټولنیزو او حقوقي مرستو درې مرکزونه،
- د راتلونکي لپاره د چمتو کولو په موخه د مسلکي لارښووني یو مرکز
- کلتوري او دوستانه سفرونه
- د زده کړو په پای کې د ټول وخت لپاره د اعتبار وړ دولتي ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره یوه ازموینه ترسره کول: DILF، DELF A1، یا DELF A2.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
څنګه یې وکړو ؟
12 مرسته کونکي فعالیت کوي











