په ټولنیز سکتور کې د دندو لپاره فرانسوي زده کړئ
سره د ASLC سره

په ټولنیز سکتور کې د دندو لپاره فرانسوي زده کړئ

سره 
د ASLC سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)19 mai 2022

دا څه شی دی؟

د وړو ماشومانو یا افرادو ته د خدماتو وړاندې کولو اړوند مسلکونو کې د کار کولو په موخه د ګروپ او انفرادي ملاتړ سره روزنه.

یادونه: په اونۍ کې 30 ساعته د 6 اونیو لپاره: په مجموع کې 180 ساعته روزنه. دوشنبه تر جمعې د سهار له 9:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې، د ماسپښین له 1:30 بجي څخه تر 4:30 بجو پورې

6 موضوعي برخې:

  • ښه راغلاست - د ارزونې او ادغام کورس (10h)
  • د مسلکي هدف سره د فرانسوي ژبي زده کړه او د اړونده کسب په اړه معلومات (120h)
  • د ډیجیټل ټکنالوژۍ په برخه کې ورکشاپونه او حقونو ته لاسرسی - بنسټیز مهارتونه (30h)
  • د مسلکي پروژې جوړول او د کارموندنې په برخه کې ملاتړ (20h)

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
موده

6 اونۍ

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
موده

6 اونۍ

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

خپلې فرانسوي ژبې ته وده ورکړئ

د روزنې له لارې، تاسو کولی شئ د A2 کچې، یا له دې نه لوړې کچې ته پرمختګ وکړئ.

اداري چارې یا طرزالعملونه ترسره کړئ او کمپیوټر وکاروئ

د روزنې په جریان کې، تاسو زده کوئ چې څنګه خپلو حقونو ته لاسرسی ومومئ (ټولنیزې مرستې، وکیل ...).

ډیجیټل یا د کمپیوټر زده کړه او اداري ملاتړ هم وړاندیز کیږي، ترڅو وکوالی شئ خپلې اداري چارې په مخ یوسئ او کمپیوټر وکاروي.

په یوه سکټور کې دنده ومومئ چې د استخدام یا کارمندني چانس په کې زیات وي

روزنه تاسو سره په لاندې برخو کې مرسته کوي:

  • د ورځني او مسلکي ژوند لپاره لومړني لغتونه زده کول
  • د وړو ماشومانو سره د کار کولو په برخه او انفرادې اشخاصو ته د خدماتو وړاندې کولو برخه کې تخنیکي مهارتونو زده کړئ، لکه (خوندیتوب، پاملرنه، حفظ الصحه، مقررات، او نور)
  • په دې سکټور کې د دندې یا وړتیا زده کړې ومومئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

دلازیاتو معلوماتو او توضیحاتو غوښتنه وکړئ او د بریښنالیک له لارې مونږ ته خپل غوښتنلیک واستوئ

aslc@aslc-paris.org

د تلیفون له لارې

01 88 32 11 27

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
2 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

ASLC - Assistance Scolaire, Linguistique et Culturelle