د زراعت او کرنې په برخه کې کار کول
سره www.lagriculture-recrute.org

د زراعت او کرنې په برخه کې کار کول

سره 
www.lagriculture-recrute.org

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)3 mai 2022

دا څه شی دی؟

ایا تاسو غواړئ په کرنه یا زراعت په برخه کې کار وکړئ، یا دا چې تاسو دمخه پدې برخه کې مسلکي تجربه لرئ، یا دا چې تاسو په طبیعت کې کار کول خوښوئ؟

ستاسو لپاره یوه ویب پاڼه جوړه شوې ده: www.lagriculture-recrute.org

دا خورا ساده دی: یوازې د کاندید په توګه یو حساب جوړ کړئ! ستاسو د پروفایل تصدیق کولو وروسته، تاسو به وکولی شئ د دندې وړاندیزونو لپاره غوښتنه وکړئ.

کرنه یا د زراعت په برخه کې ډیری مسلکونو وړاندیز شوی، لکه څنګه چې مختلف دي همدارنګه دوی په زړه پوري هم دي.

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

هدف شوي کسان
Réfugié
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

ټوله فرانسه

ولې دا په زړه پورې ده؟

د فصلونو په جریان کې د کرنې سوداګرۍ ومومئ

کرنه په موسمونو کې ډیری دندې وړاندې کوي، په ځانګړې توګه د مارچ څخه تر سپتمبر پورې.

د موسمي دندې موندل کیدای شي د کرنې یا زراعت په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو یوه لاره ده، په ځینو دندو کې، لږ تجربې ته اړتیا وي او د دې لومړۍ دندې وروسته، په CDD یا CDI کې د دندې موندلو امکان پیدا کولی شي.

د ANEFA له لارې ملاتړ

د ANEFA څخه یو کس به خپله هڅه وکړي ترڅو تاسو د یو شرکت لخوا په کار وګمارل شئ. تاسو کولی شئ موږ سره اړیکه ونیسئ ترڅو ستاسو د استخدام امکانات زیات کړئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

په www.lagriculture-recrute.org کې د "کانديد" حساب جوړ کړئ

یوځل زموږ په ویب پاڼه کې ، په "کونکشن" "Connexion" کلیک وکړئ ، بیا "یو حساب جوړ کړئ" "Créer un compte" باندې کلیک وکړئ.

تاسو به اړتیا ولرئ خپل بریښنالیک آدرس مشخص کړئ او د خپل "کانديد" حساب جوړولو لپاره پاسورډ ایجاد کړئ.

د دې مرحلې وروسته، مختلف معلومات باید په دې اړه واستول شي:

- ستاسو مسلکي سابقه او معلومات،

- ستاسو مسلکي تجربه،

- د غوښتل شوي قرارداد ډول،

- په کوم برخه او د فعالیت کوم سکتورونو کې تاسو په لټه کې یاست چې دنده ومومئ.

وروسته له دې چې ستاسو "کانديد" حساب جوړ شو، د ANEFA څخه یو مسوول به ستاسو پروفایل تایید کړي او له هغه ورسته کولا شئ د هغو دندو لپاره غوښتنه وکړئ چې تاسو ورسره علاقه لری.

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
2 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
13دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Association Nationale pour l'Emploi et la Formation en Agriculture ANEFA