د دندې لټون په ښه توګه ترسره کولو لپاره په ورکشاپونو کې برخه واخلئ
سره د YOON France سره

د دندې لټون په ښه توګه ترسره کولو لپاره په ورکشاپونو کې برخه واخلئ

سره 
د YOON France سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 28 avr. 2022

دا څه شی دی؟

ستاسو د کار لټون کې د پرمختګ لپاره 4 ډله ایز ورکشاپونه، د پنجشنبې د سهار له 9 بجو څخه تر 12 بجو پورې - د نوم لیکنې په ترسره کولو سره.

  • لومړۍ ورکشاپ: د کار موندنې ستراتیژي او تنظیم. موخې => مسلکي اهداف ټاکل، د فعالیت سکټور او د غوښتل شوي مسلک مطابق څیړنه تنظیمول.
  • دوهم ورکشاپ: د کار لټون وسیلې
    موخې => په فرانسه کې د سي وي CV او پوښښ لیک اساسي مرحلې.
  • درېیم ورکشاپ: د کار مرکه
    موخې => پوه شئ چې په فرانسه کې د کار مرکه څنګه ترسره کیږي، په عملې توګه یې اجرا کول، په خپل فیزکي وضعیت کار کول او خپل پروفایل ته وده ورکول.
  • څلورم ورکشاپ: مسلکي کمونیکیشن او ډیجیټل پیژندنه
    موخې => د اړیکو او د دندې لټون لپاره نور وسایل کارول، په انټرنیټ کې غوښتنلیکونه ترسره کول.

دا د چا لپاره دی؟

موده

3ساعته

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
10
موده

3ساعته

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
10

ولې دا په زړه پورې ده؟

یوه سي وي CV جوړه ول او یو پوښښ لیک لیکل

په فرانسه کې د CV او موټیویشن لیک قواعد کوم دي؟ د غوښتنلیک یا کاندیدۍ د اسنادو یا دوسي جوړولو لپاره کوم وسایل مهم دي؟

د کار مرکې لپاره چمتوالۍ

د کار مرکې لپاره څنګه چمتوالۍ ونیسو؟ د کار د مرکې پرمهال د مهارتونو په اړه څنګه خبرې وکړو؟ استخدام کوونکی څه پوښتنې کولی شي؟

مسلکي اړیکه نیول زده کړئ

د دندې موندلو لپاره ډیجیټل وسایل کوم دي؟ په انټرنیټ کې د ځان په اړه څنګه باید خبرې وشي؟

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

یوې غونډي ته راشه

هره دوشنبه د ماسپښین له 2 بجو څخه د مازدیګر تر 5 بجو پورې په لیون اولمپیک ایشک کې په لاندې پته:

5 place du marché, 69009 Lyon (métro Valmy). (میټرو والمي).

یادونه: تاسو باید د شطرنج کلب ته ننوځئ او تالار ته لاړ شئ.

د هرې میاشتې دریمه سه شنبه، د سهار له 9 بجو څخه تر 12 بجو پورې، د نوح په کشتۍ ( l'Arche de Noé) کې په لاندې پته:

3 rue Félissent، 69007 Lyon (metro D Guillotière).

د هرې میاشتې دوهمه چهارشنبه، د سهار له 9 بجو څخه د ماسپښین تر 12 بجو پورې، په Passage 33 کې په لاندې پته:

33 Rue du 8 Mai 1945، Villeurbanne (بس C17)

د بریښنالیک له لارې

د راجسټریشن یا نوم لیکنې لپاره contact@yoonfrance.com ته بریښنالیک واستوئ.

د تلیفون له لارې

د راجسټریشن یا نوم لیکنې لپاره 07824544 شمیرې ته زنګ ووهئ.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
0 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
YOON

YOON France