د دندې لټون کې ملاتړ او مرسته ترلاسه کړئ
سره د DUO for a JOB (Marseille) سره

د دندې لټون کې ملاتړ او مرسته ترلاسه کړئ

سره 
د DUO for a JOB (Marseille) سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)31 mars 2022

دا څه شی دی؟

ایا تاسو د کار په لټه کې یاست؟ تاسو نه پوهیږئ چې دا څنګه ترسره کړئ او تاسو غواړئ دیوه تجربه لرونکي کس له مشورې څخه ګټه پورته کړئ؟

د دندې JOB لپاره DUO کولی شي تاسو سره د روزنې برنامې کې مرسته وکړي:

  • تاسو د یو ښوونکي سره چې زیاته مسلکي تجربه لري ګورئ
  • تاسو د خپلې دندې لټون یا روزنې په اړه یوځای کار کوی
  • تاسو هره اونۍ د 2 ساعتونو لپاره د 6 میاشتو لپاره وخت لرئ

دا وړیا، اغیزمن او انفرادي دي.

دا د چا لپاره دی؟

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
مهم!

د استوګنې جواز ته اړتیا ده

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 33 کاله
موده

6 مياشتې

ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

13 - Bouches-du-Rhône

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
مهم!

د استوګنې جواز ته اړتیا ده

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 33 کاله
موده

6 مياشتې

ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

13 - Bouches-du-Rhône

ولې دا په زړه پورې ده؟

خپل مسلکي پروژه تعریف کړئ

ستاسو ښوونکی یا لارښود کولی شي تاسو سره مرسته وکړي چې د هر څه په اړه ښه معلومات ترلاسه کړئ، لکه: یوه روزنه؟ یوه دنده ؟ په کومه برخه کې غواړئ کار وکړئ؟

دا به تاسو سره ستاسو د اهدافو په ټاکلو او ترلاسه کولو کې مرسته وکړي!

د کار موندلو لټون په اړه زده کړئ

ستاسو ښوونکی یا لارښونکۍ کولی شي تاسو ته د سي وي CV، پوښښ لیک او د مرکو لپاره چمتو کولو څرنګوالی در زده کړي. تاسو به له هغه سره نوي مهارتونه زده کړئ، لکه: چیرته د کار مندني اعلاناتو لټون وکړی، خپلې ارتباطاتو شبکي ته څنګه وده ورکړئ، کلتوري کوډونو په اړه معلومات ترلاسه کول، او داسې نور.

باور ترلاسه کړئ او خپلواک شئ

ستاسو ښوونکی کولی شي ستاسو سره د مهارتونو پیژندلو کې مرسته وکړي.

هغه به له ستاسو سره په کړنو او اجراآتو کې مرسته کوي ترڅو تاسو په خپله وکولای شئ چې د کار لټون په خپلواکه توګه ترسره کړئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د معلوماتي ناستې لپاره نوم لیکنه وکړئ

په ویب پاڼه کې د معلوماتي ناستې لپاره نوم لیکنه وکړئ.

دا بې له کومي ژمنتیا ترسره کولای شئ

موږ ته زنګ ووهئ

ستاسو د ټولو پوښتنو لپاره مونږ ته په لاندې شمیرې زنګ ووهئ:

0752089938

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
1 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

DUO for a JOB (Marseille)