په مارسی (Marseille)ښار کې دفرانسوي ژبې کورسونه ومومئ
سره د PASEO (CRI) سره

په مارسی (Marseille)ښار کې دفرانسوي ژبې کورسونه ومومئ

سره 
د PASEO (CRI) سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)22 mars 2022

دا څه شی دی؟

د مارسی ښار (PASEO) چې د هرکلي، څارنې، ارزونې او لارښووني د شراکت پلیټ فارم دی تاسو ته د لاندې خدماتو وړاندیز کوي:

  • په فرانسوي ژبه کې ستاسو د کچې ارزونه
  • د تر ټولو مناسبې روزنې ته ستاسو معرفي کول.

ګډونکونکي کسان په انفرادي مرکو کې ګډون کوي او د خپل وضعیت په اړه معلومات شریکه وي او بیا د فرانسوي ژبې ازموینه ترسره کوي. ورسته هر کس د ژبې ترټولو مناسبې روزنې په اړه معلومات ترلاسه کوي. ددې لپاره چې معلومه کړي چې هرڅه په ښه توګه په مخ ځي د څارني او تعقیب خدمات ځای په ځای شوي.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

13 - Bouches-du-Rhône

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
موده

ستاسو د اړتیاو سره سم

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

13 - Bouches-du-Rhône

هدف شوي کسان
هرڅوک
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 16 کاله
موده

ستاسو د اړتیاو سره سم

د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا

ولې دا په زړه پورې ده؟

د فرانسوي ژبې کورسونه ومومئ

د PASEO پلیټ فارم د فرانسوي ژبې د زده کړو یوه مرجع ده چې په مارسی ښار کې فعالیت کوي. دلته مسلکي کسان له تاسو سره مرسته کوي چې په فرانسوي ژبه کې ترټولو غوره او مناسبه روزنه ستاسو لپاره ومومئ.

په فرانسوي ژبه کې خپله کچه معلومه کړئ

ارزونه وړیا ده؛ دا به تاسو ته ددې فرصت برابر کړي چې دخپلې سوې سره سم یو مناسب کورس ومومئ او شخصي مشورې ترلاسه کړئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د لیدنې له پاره وخت واخلئ!

  • دې شمیرې ته 04 91 50 22 07 زنګ ووهئ
  • دې ایمیل ته یو بریښنالیک واستوئ: paseo@illettrisme.org
  • زمونږ مرکز ته په لاندې پته راشئ:
  • Centre Ressources Illettrisme, 3 cours Joseph Thierry, 13001 Marseille (métro 1 /tram 2, arrêt "Réformés").
  • د PASEO پلیټ فارم کارې ځای په لومړي پوړ کې دی.

له خپل ارتباطي یا مسوول کس سره خبرې وکړئ

تاسو کولی شئ د PASEO پلیټ فارم په اړه له خپل مسوول یا ارتباطي مرجع سره خبرې وکړئ، لکه (د کارمندني مرکز Pôle Emploi، ټولنیز کارمند، محلي ماموریت، اوفي OFII، اتحادیه، کار ګمارونکی، او داسي نور).

هغه به د پلیټفارم سره اړیکه ونیسي یا به پلیټ فارم له هغه سره اړیکه ټینګه کړي.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
3 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par

Centre Ressources Illettrisme PACA