د کمپیوټر کارول زده کړئ
سره د F@ce au Numérique سره

د کمپیوټر کارول زده کړئ

سره 
د F@ce au Numérique سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 14 févr. 2022

دا څه شی دی؟

کلب فاس دو ګراند بیسانسون Club FACE du Grand Besançon د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ډیجیټل روزنه وړاندې کوي، د روزنه د کډوالو د اړتیاو مطابق ډیزاین شوي ده.

د دې روزنې موخې دا دي:

- د کمپیوټر کارول زده کول ( اویا یو ټابلیټ)

- د اداري پروسیجرونو او اجراآتو په انلاین بڼه ترسره کولو کې مهارت ترلاسه کول ترڅو وکولای شئ چې په مکمله خپلواکی سره دغه ډول انلاین اجراآت ترسره کړئ.

یادونه: د دې ورکشاپونو سره موازي، ګټه اخیستونکي به وکولی شي د فرانسوي درسونو څخه هم ګټه پورته کړي.

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

د استوګنې اجازه لرل، اویا د CRI یا CAI لاسلیک کوونکی

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

6 مياشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

25 - Doubs

مهم!

د استوګنې اجازه لرل، اویا د CRI یا CAI لاسلیک کوونکی

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
له دی زیات 18 کاله
موده

6 مياشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

25 - Doubs

ولې دا په زړه پورې ده؟

د ډیجیټل ټکنالوجۍ وسایلو کې مهارت ترلاسه کول

د دې برنامي له لارې به تاسو د کمپیوټرکارول، اسناد سکین کول، بریښنالیکونه استول زده کړی...

په کم قیمت یو ټابلیټ ترلاسه کړئ

د پروژې په جریان کې هر ګټه اخیستونکي ته به یو ګرځنده ټابلیټ (د 4G اتصال سره) ورکړل شي، ترڅو دوی په هر حالت کې ترینه کار واخیستلای شي. د پروژې یا تعلیمي برنامې په پای کې به Club FACE du Grand Besançon ګټه اخیستونکو ته ورکړشوي ټابلیټونه د یوې یورو سمبولیک قیمت په مقابل کې د تل لپاره ترلاسه کولو اختیار وړاندې کړي.

انفرادي ملاتړ ولرئ

هر کډوال به په انفرادي ډول د دوی په پرمختګ کې ملاتړ کیږي.

په آنلاین بڼه خپل اجراآت ترسره کول زده کړئ

کډوال به په دې ورکشاپونه کې ګډون کوي، ترڅو دوی وکولا شي د انټرنیټ په اساساتو کې مهارت ترلاسه کړي، اداري پروسیجرونه یا اجراآت په آنلاین بڼه ترسره کړي، خپل بانکي حساب په انلاین بڼه تعقیب کړای شي، د بریښنالیک له لارې اړیکه نیودل زده کړي، یا هم په ښه توګه د کار لټون ترسره کړي ...

د ډیجیټل ټکنالوجۍ په یوه پروژه کار وکړئ

هر ګټه اخیستونکی به فرصت ولري چې د ډیجیټل ټکنالوجۍ په برخه کې په یوه پروژه کار وکړي، کوم چې به د دوی لاسته راوړنې روښانه کوي او د ډیجیټل ټکنالوجۍ زده کونکي په توګه د دوی تجربه ښیي.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

موږ سره اړیکه ونیسئ!

میډم باریک Madame M'Barek :
c.mbarek@fondationface.org / 06 15 32 55 32

ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
3 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
13دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Face

Fondation FACE