روزنه ترلاسه کړئ او دنده ومومئ
سره د ځوانو جلاوطنو لپاره د ویورز مخکني روزنه Pré-Formation Weavers (مخکنی د ټسو د اونیر Tisseur d'Avenir)

روزنه ترلاسه کړئ او دنده ومومئ

سره 
د ځوانو جلاوطنو لپاره د ویورز مخکني روزنه Pré-Formation Weavers (مخکنی د ټسو د اونیر Tisseur d'Avenir)

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)16 nov. 2022

دا څه شی دی؟

د ځوان مهاجرینو او د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکو لپاره یو کورس چې عمرونه یې له 18 څخه تر 29 کلونو پورې دي:

  • فرانسوي ژبي کورسونه، ډیجیټل ټکنالوژی کورسونه، د دندې په لټه کې تخنیکونه،
  • د هوټل صنعت پورې اړوند تجارتونو زده کولو لپاره روزنه (کوټه، پخلنځی او پوړ)
  • د روزنې په پای کې دنده
  • د حرفوي زده کړو په بدل کې روزنه ورکول کیږي

روزنه 18 میاشتې دوام کوي، سره:

په ویورز Weavers کې د 30 ساعتونو مخکې روزنې 15 اونۍ

  • د کار او زده کړو له لارې (الترنناس) روزنه: د کاري مطالعې زده کونکی کار کوي او په ورته وخت کې د روزنې لپاره کورسونه ترسره کوي

په کال کې څو ناستې، لومړی په جنوري کې.

دا د چا لپاره دی؟

مهم!

د استوګنې جواز (تتخ دی سیجور) یا رسپیسي ولرئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 29 کاله
موده

18 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
0
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

مهم!

د استوګنې جواز (تتخ دی سیجور) یا رسپیسي ولرئ

هدف شوي کسان
کډوال (مهاجر)
د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 18 ته 29 کاله
موده

18 میاشتې

د فرانسوي ژبې سویه
ابتدائی
ددی قیمت څومره دی؟
په پیسو
0
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

ولې دا په زړه پورې ده؟

موږ ستاسو ملاتړ کوو

موږ له تاسوسره د هغه دندې په موندلو کې لارښوونه او رهنمای کوو چې ستاسو لپاره مناسبه وي او د ددغه ډول دندې ترسره کولو لپاره اړینې زده کړې برابره وو.

دیوې ټولنې سره یوځای شئ

ستاسو د روزنې په جریان کې، تاسو به وکولی شئ په کلتوري فعالیتونو، د شرکتنو څخه لیدنو او ورکشاپونو کې برخه واخلئ. تاسو به وکولی شئ چې د ویویر (Weavers) ټولنې سره لیدنه هم ترسره کړئ.

یو پروګرام له نورو اړونده اړخونو سره په شراکت کې

موږ د دې پروګرام لپاره د څلورو(4) نورو جوړښتونو یا سیکتورنو سره په ګډه کار کوو، چې ستاسو په روزنه کې برخه اخلي او له تاسو سره به خپلې تجربې او معلومات شریک کوي:

  • Maison de l'Apprendre
  • Awayke
  • Webforce3
  • Le Centsept

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

موږ سره اړیکه ونیسئ

تاسو کولی شئ زموږ په ودانۍ کې راشئ او وګورئ یا موږ سره اړیکه ونیسئ:

  • د بریښنالیک له لارې: aurelie@weaversfrance.org
  • د تلیفون له لارې: 0426184765
  • زموږ په ویب پاڼه کې: https://www.weaversfrance.org
یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
3 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
11دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Weavers

Weavers France