Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.
DispositifاداريAssociation REVIVRE (14 - Calvados)

دومیسیلیاسون ومومئ او ملاتړ ترلاسه کړئ

د .....................سره Association REVIVRE

ASSOCIATION REVIVRE Caenد.........لخوا وړاندیز شوي ASSOCIATION REVIVRE Caen ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 mois

د FAIR پلیټ فارم په کان Caen کې د نړیوال محافظت (BPI) څخه ګټه اخیستونکو لپاره د هرکلي، لارښوني او ملاتړ ځای دی.

مهمه یادونه: دا ټیم له یو همغږي کوونکي، 3 ټولنیزو کارکوونکو او 40 رضاکارانو څخه جوړ شوی دی.

دا برنامه لاندې خدمات وړاندې کوي:

- د BPI (دکډوالۍ اسناد لرونکو) اشخاصو لپاره چې ماشومان نه لري د اداري استوګنځي برابرول،

- د ډیجټل ټکنالوژۍ یا کمپیوټر او انټرنيټ څخه د استفادې ځای،

- د استوګن شویو کسانو لپاره چې ایغیسا RSA ترلاسه کوي ټولنیز او مسلکي ملاتړ،

- قانوني مرسته،

- د ټولنیز ژبپوهنې ورکشاپونه،

- کلتوري او سپورتي فعالیتونه ...

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د استوګنې پته او ادرس لرل تاسو ته ددې فرصت برابروي چې عامه حقونو ته لاسرسی ولرئ، لکه (مدني وضعیت، ټولنیز حقونه، حقوقي مرستې، ټولنیزې ګټې، بیمه، بانکي خدمتونه، اوداسي نور). دا یو وړیا خدمت دی او د یو کال لپاره دوام کوي.

د استوګنې ادرس یا دومسیلیاسون ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید:

- د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکی اوسئ (کډوال، فرعي محافظت او بې تابعته کس)

- د باثباته او دایمي استوګنځای نه درلودل چیرته چې تاسو نه شئ کولای خپل پوستونه په ښه توګه ترلاسه کړئ.

- د 25 کلونو څخه ډیرعمر لرل

- ماشومان نه لرل چې مسوولیت یې ستاسو پرغاړه وي.

ټولنیز کارکونکي کولای شي چې له تاسو سره مرسته او ملاتړ وکړي.

د اونۍ په اوږدو کې د رضاکارانو لخوا د فرانسوي ژبې ورکشاپونه تنظمیږي، چې دا د هر کس د فرانسوي کچې ته په کتو سره ترتیب شوي (د A1 څخه تر B1 کچې).

د FAIR پلیټ فارم د مسلکيانو او رضاکارانو، فرانسويانو او کډوالو ترمنځ د ګډون ګډ ځای دی. دا د نورو خلکو سره د لیدو کتو لپاره هم یو فرصت دی.

تاسو کولی شئ په هنري تمرینونو او فعالیتونو کې برخه واخلئ، له موزیمونو او تیاترڅخه لیدنه وکړئ ...

څنګه یې وکړو ؟

یادونه: زموږ د فیسبوک پاڼې لیدل مه هیروئ !

Lieu d'accueil

Chargement de la carte...

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

xavidumxavidumاډمین
noornoorد صفحي پورته برخه
houssam kokachhoussam kokachد صفحي پورته برخه
youyouد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
sheilaoisesheilaoiseد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
denissdenissد صفحي پورته برخه
fairfairایډیټر او کره کتونکی