CDAD 21 - له یو قانون پوه مشاور سره وګورئ - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

له یو قانون پوه مشاور سره وګورئ

د .....................سره CDAD 21

د.........لخوا وړاندیز شوي Conseil Départemental d'Accès au Droit ...میاشي کیږي چې نوي شوي 5 років тому

نوټر یا قانون پوه (notaire) یو عامه افسر دی، چې د قانون په ټولو برخو کې مداخله کوي، لکه: کورنۍ ، املاک ، میراث ، شرکتونه ...

هغه د عدلیې وزارت لخوا ټاکل شوی او د دولت په استازیتوب فعالیت کوي. یو حقوقي متخصص ، نوټري "چاري" او قراردادونه لیکي، لکه ( د اپارتمان پلورلو ژمنه ، د واده تړون ، اوداسي نور) او دا "تصدیق" کوي. په بل عبارت، دا دغه ډول اسنادو ته قانوني ارزښت ورکوي.

قانون ته دلاس رسي سمیزه شورا(CDAD) له لارې تاسو د Dijon ښار او ولایت کې کولای شئ د یو قانون پوه یا نوټري سره په کارې وختونو کې په وړیا توګه وګورئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

قانون ته لاسرسی د ټولو خلګو حق دی، که هغه د کور ادرس ولري او یا پرته له ادرس نه، که هغه ځوان وي یا زوړ.

قانون ته د لاسرسي مراکز د خلکو لپاره وړیا خلاص دي.

قانون ته د لاسرسي ځایونه او مراکز د کوټ-اور (Côte-d’Or) په ټوله سیمه کې د لاسرسي وړ دي (د شیټ یا معلوماتي پاڼي په پای کې ورکړې نقشه وګورئ).

نوټري یا قانوني مشارو "د مسلکي محرمیت او راز ساتني تابع دی"، یعنی هغه نشي کولی هغه څه څرګند کړي چې تاسو یې ورته وایاست. هرڅه چې تاسو د مشورې په جریان وایاست او شریکه وی له همدې امله به محرم پاتې شي (پټ).

مشورې د مسلکي نوټریانو یا قانون پوهانو لخوا ترسره کیږي.

څنګه یې وکړو ؟

د قانوني مرستي مراکزو ته د ورتګ لپاره له اړونده مرکزنو سره تماس ونیسي، ترڅو معلومه کړئ چې کله او په څه ډول کولای شئ لاس رسی ولرئ.

(لاندې نقشه وګورئ).

Passer la carte

Lieu d'accueil

  • 2 Avenue de Marbotte, 21000 Dijon, France
  • 03 80 67 12 21

  • 8 Rue des Clématites, 21300 Chenôve, France
  • 03 80 51 78 30
Chargement de la carte...

Liens utiles