په ډیجون (Dijon) کې وړیا روغتیايي ازموینې ترسره کړئ
د .....................سره د l'Assurance maladie سره

د ډیجون (Dijon) د روغتیا یا صحي ازموینې مرکز ستاسو د روغتیایي بیمې حقونو او روغتیا یي وضعیت په اړه د یوې تفصیلي ناستي او ازموینو وړاندیز کوي.
تاسو کولی شئ بیلا بیلي ازمویني ترسره کړئ:
- د وینې معاینه ،
- د وینې فشار ،
- د سترګو او غوږ ازموینه ،
- د زړه د ضربان معاینه ،
- خولې او غاښونو معاینه او داسې نور
په بشپړ ډول وړیا، دا ازموینې په انفرادې ډول ترسره کیږې او د هر کس د عمر، جنس، شخصي او کورنۍ شالید له مخې تنظیم شوې.
د روغتیا متخصصین شتون لري چې ستاسو مشکلاتو په اړه له تاسو سره مشوره کوي او ستاسو د روغتیا د ستونزو په اړه مشوره درکوي.
تاسو باید په خالي معده ازموینو ته راشئ ، د دې معنی دا ده چې تاسو باید له ازمینو ته د راتلو دمخه په سهار کې خواړه ونه خورئ.
مهمه یادونه: د ازموینو یا معایناتو ترسره کولو لپاره تاسو باید کارت ویتال یا د بیمې سند ولرئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
څنګه یې وکړو ؟
Lieu d'accueil
Chargement de la carte...
13 مرسته کونکي فعالیت کوي












