په فرانسوې ژبه کې تر A2 کچې زده کړه ترسره کړئ
سره له le Dispositif de Formation Linguistique (DFL) سره

په فرانسوې ژبه کې تر A2 کچې زده کړه ترسره کړئ

سره 
له le Dispositif de Formation Linguistique (DFL) سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت)29 sept. 2021

دا څه شی دی؟

د ژبې د زده کړې روزنېزه برنامه (DFL) چې د سیمېزې ادارې لخوا تمویل کیږي او په بشپړ ډول وړیا ده.

موږ د کوټ داوغ (Côte d'Or) په لاندې ساحو کې د فرانسوي ژبې کورسونه وړاندې کوو لکه (ډیجون ، چینیو ، کویتیني ، بیون ، سینټ ژان ډی لوسن ، مونتباغ ، سیمور - این آوکسوا ، شاتلون سر سیین ، او داسې نور.)

(Dijon, Chenôve, Quetigny, Beaune, St. Jean de Losne, Montbard, Semur-en-Auxois, Châtillon-sur-Seine, etc.)

هدف دا دی چې د CEFR A2 کچه ترلاسه کړئ او بیا وروسته په کوټ داوغ کې د ادغام په بخش کې زموږ د بیلا بیلو شریکو اطرافو په برکت تاسو روزنې او تحصیل ته لاس رسی پیدا کړئ او یا هم مستقیما دنده شروع کړئ.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

هدف شوي کسان
هرڅوک
موده

اعظمي 600 ساعته

د فرانسوي ژبې سویه

600 ساعته

ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

21 - Côte-d'Or

هدف شوي کسان
هرڅوک
موده

اعظمي 600 ساعته

د فرانسوي ژبې سویه

600 ساعته

ددی قیمت څومره دی؟
وړيا

ولې دا په زړه پورې ده؟

د خپلې فرانسوي ژبې کچه بهتره کړئ

تاسو کولای شئ په تحریری او شفوی ډول خپله فرانسوي ژبه د A2 کچه کې پیاوړې کړئ.

د خپلې کچې مطابق کورسونه تعقیب کړئ

A1.1 / A1 / A2 :دغه کچې په روزنه کې شاملي دي

په ګروپي یا انفرادي ډول کار وکړئ

د زده کړو ګروپونه اته (8) او دولس (12) زده کونکي مني.

د روزنې مختلف ماډلونه د هر زده کونکي د اړتیاو مطابق اماده شوي. روزونکي د مختلفو پیداګوژکو او تعلیمي شرایطو مطابق تربیه شوي او دلته به د هرې کچې ګروپونه شتون ولري.

یو سند ترلاسه کړئ

د DFL زده کونکو ته وړاندیز کیږي چې د TEF (د فرانسوي دارزونې ازموینه) د خپل کورس په پای کې ورکړئ چې دغه سند له دوی سره په فرانسه کې د اوسیدنې کارت ، د فرانسي تابعت او یا په فرانسه کې د لوړو زده کړو په زمینه کې مرسته کوي.

د یو زده کونکي لخوا ملاتړ کیدل

تعلیمي لارښود کس له زده کونکې سره دهغه د تعلیمي دورې په مهمو وختونو کې مرسته کوي او له هغه سره په هر مرحله کې د هغه فعالیتونو په ارزونه او بهبود کې همکاري کوي. همدارنګه د هرې اروزونې پر مهال هریوه زده کونکي ته د یوه لارښود پیشنهاد کیږې.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

زه ثبت نام کوم

تاسو کولی شئ په (Pôle Emploi, Mission Locale, Cap Emploi) کې د خپل مشاور یا کوم بل سازمان څخه چې د مهاجرینو ملاتړ کوي د شاتړ فورمه ډکولو غوښتنه وکړئ او بیایې لاندې بریښنالیک (ایمیل) ته ولیږئ: dflbfc2019@gmail.com

موږ ته زنګ ووهئ

د ملاقات لپاره 09 80 77 60 68 شمیرې ته زنګ ووهئ.

یو تعلیمي مشاور به تاسو ته ښه راغلاست ووایی او ستاسو د وضعیت په هکله د نورو معلوماتو او په برنامه کې د ګډون لپاره د ملاقات د نیټې وړاندیز وکړي.

راشئ او له مونږسره مستقیم وګورئ

تاسو کولی شئ په مستقیم ډول زمونږ دفترته په لاندې ادرس د ملاقات د اخستلو لپاره راشئ:

20 rue de l'Egalité, 21000 DIJON

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
8 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
LBFC

Ligue de L'Enseignement BFC