فرانسوي زده کړئ
د .....................سره د L'Oiseau Lire سره

دا ټولنه یا اسوسیشن ټولو هغو کسانو ته چې د 16 کلنو څخه یې عمر لوړ وي د زده کړې کورسونه وړاندې کوي، چا چې د ښوونځي سیسټم پریښوي او د فرانسوي ژبې زده کړه کې او یا اساسي او ابتدایي زده کړوکې ستونزي ولري، لکه: لوستل، لیکل، حساب، د ډیجیټل ټیکنالوژۍ کارول.
ټولګي د 6 څخه تر 8 کسانو په ګروپونو کې تنظیم شوي، په اونۍ کې له 4 څخه تر 6 ساعتونو پورې، د ورځني ژوند په موضوعاتو کې.
د میډوک په یو شمیر ښارونو کې کورسونه شتون لري: د درسونو ورځې او وختونه په هر ښار کې توپیر لري.
Castelnau de Médoc, Hourtin, Lacanau, Lesparre, Listrac Médoc, Macau, Margaux-Cantenac, Pauillac, Saint-Laurent et Saint-Vivien.
د کورسونو او زده کړو ورځي او وختونه په هر ښار کې توپیر لري.
مخکې له دې چې درسونه پیل کړئ، تاسو باید د ملاقات وخت ونیسئ (ممکنه ده چې یوسوک درسره مل وي)، خپل ځان معرفي کړئ او د خپلو اړتیاو په اړه وغږیږئ. ټولنه به تاسو ته نږدې ښار کې د کورس مهالویش وړاندې کړي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
څنګه یې وکړو ؟
Lieu d'accueil
21 مرسته کونکي فعالیت کوي




















