د ښه راغلاست او ملاتړ یو ځای ومومئ
سره د L'espace (Orspere-Samdarra) سره

د ښه راغلاست او ملاتړ یو ځای ومومئ

سره 
د L'espace (Orspere-Samdarra) سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 17 mars 2022

دا څه شی دی؟

دا د هرکلي، تبادلې او بیان ځای د ټولو کډوالو لپاره خلاص او د لاس رسې وړ دی ، چې موخه یې په ټولنیزو اړیکو او رواني روغتیا کې ملاتړ کول دي.

دلته ستاسو لپاره یو مناسب او ښه چاپیریال چمتو شوی چیرې چې تاسو په ښه فضا کې خپلي تجربې شریکولای شئ، مهارتونو ته وده ورکولای شئ، فعلیتونه او پروژې رامنیځته کولای شئ، خلاقیت څرګندولای شئ، او دهغو تجاربو د هیرولو لپاره چې تاسو تجربه کړې دې وسایل او مواد موندلای شئ ترڅو ښه احساس وکړئ.

یادونه: ټیم کولی شي تاسو ته په اماریکي، انګلیسي، عربي، هسپانوي، فرانسوي، فارسي او تیگرینیايي کې ښه راغلاست ووایی.

دا د چا لپاره دی؟

د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

هدف شوي کسان
هرڅوک
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)

69 - Rhône

هدف شوي کسان
هرڅوک
د فرانسوي ژبې سویه
ټولي سطحي
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا

ولې دا په زړه پورې ده؟

له نویو خلکو سره ووینئ

له نویو خلکو سره ووینئ، له انزوا څخه راووځۍ، په یو ښه او د پاملرنې ځای او چاپیریال کې ستاسو ښه راغلاست ترسره کیږیي...

خلک کولی شي خپل ځان په فرانسوي یا په خپله ژبه کې پرته له قضاوت څخه څرګند کړي.

هغه فعالیتونه ترسره کول چې تاسو یې خوښه وئ او د نورو خلکو سره د فعالیتونو رامینځته کولو امکانات ترلاسه کړئ.

خپل مهارتونه وښایاست، نوي شیان زده کړئ، خپل کلتور شریک کړئ ...

هغه فعالیتونه چې د ټیم لخوا وړاندیز شوي: سپورت، موسیقي، په فرانسوي کې خبرې کول... ګډونکونکي کولی شي د نویو فعالیتونو د رامینځته کولو په موخه خپل نظرونه شریک کړي.

د مسلکي کسانو سره تبادله او خبرې کول

دا ټیم د یو ارواپوه، دوه منځګړیو او یو همغږي کوونکي څخه جوړ شوی دی.

استقبال یا هرکلۍ د یومسلکي لخوا ترسره کیږي چې په مختلفو ژبو خبرې کوي لکه (انګلیسي، عربي، فارسي، فرانسوي، هسپانوي او تیګرینیا).

دا ځای یوازي د مشورې یا ټولنیز ملاتړ لپاره ندی، بلکي د اړتیا په وخت کې تاسو وړ مسلکي کسانو ته راجع کیدی شئ.

په L'espace کې تاسو کولی شئ د خپلو ارآو او افکارو اظهار په آزاده توګه وکړی.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

زمونږمحل ته بې له کومه ځنده راشئ

دا ځای یا مرکز د ویلوربان Villeurbanne په 24b rue Alfred de Musset کې موقعیت لري.

مرکر په لاندې وختونو کې پرانستۍ وي :

- له وشنبې څخه تر جمعې د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 5.30 بجو پورې.

- چهارشنبه د سهار له 10 بجو څخه د ماسپښین تر 1 بجو پورې د ښځو لپاره (د ماشومانو لپاره پرانستۍ وي).

یادونه: د نوم لیکنې یا راجستریشن، وخت اخیستو او د مودې هیڅ مکلفیت نشته.

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
2 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
L'espace

L'espace (Orspere-Samdarra)