یو رضاکار شئ
سره له Causons سره

یو رضاکار شئ

سره 
له Causons سره

په لنډ ډول
وروستی او تازه معلومات (اپډیت)23 janv. 2023

دا څه شی دی؟

په کوزون (Causons) کې د رضاکار کیدو معنی دا ده چې د یوې ټولني په روزمره فعالیتونو کې برخه اخیستل او په يوه لویه کورنۍ کې ګډون کول دي، چیرې چې د هر چا ریښتیني ارزښت ته احترام کیږی.

د رضاکار کیدو سره به تاسو وکوالی شئ:

- د فرهنګي پروګرامونو همغږی کول

- زموږ د یوه ښوونکې سره همکاري کول

- د ټولني داخلي او بهرني اړیکو کې برخه اخستل

برسېره پر دې، د افکارو تبادلې د ودې او د اړیکو د جوړولو لپاره په منظمه توګه کلتوري فعالیتونه تنظیم کیږي.

کوزون یوه داسې ټولنه ده چې د ژبني او فرهنګي تبادلې له لارې د مهاجرینو په ټولنیز او مسلکي ادغام کي ملاتړ کوي. مهاجرین او کډوال پدې توګه د دوی د مورنۍ ژبې ښوونکي کیږي. د ترکي ، عربي، فارسي، روسي او انګلیسي کورسونه اوس په پاریس او لیون کې ورکول کیږي.

سربیره پردې، فرهنګي فعالیتونه په منظم ډول تنظیم کیږی، ترڅو د افاکاروتبادله او اړیکو جوړول ممکن شي.

راځئ چې د ژبو په کارولو سره کلتورونه وصل کړو!

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان
هرڅوک
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

هدف شوي کسان
هرڅوک
ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

کلتوري تبادله

کوزون یو فرصت دی چې تاسو په خپل او د نورو په کلتور څان خبر او پوه کړئ. تاسو به وکولی شئ په دې غونډو کې برخه واخلئ او دهغوی په جوړولو کې برخه واخلئ ترڅو په پورژه کې د شریکو کډوالو فرهنګونه او هیوادونو په هکله معلومات او رڼاواچوئ اوهمدارنګه، تاسو به له ډیرو نویو کسانو سره لیدنې او کتنې وکړئ.

ځان ګټوراحساس کول

د کوزون Causons سره په فعالیت او دخیل کیدو تاسو همداسي د مهاجرینو سره کار کوي. د کوزون ټولې پروژې د کډوالو او کوربه ټولنې لخوا په ګډه جوړې شوې دي.

د مهارتونو لاسته راوړنه

د کوزون په مرسته تاسو کولی شئ ژر تر ژره په ټولو برخو لکه غونډو، اړیکو، او نورو مواردو کې مهارتونه ترلاسه کړئ. تاسو به تل د ټیم لخوا نظارت او ملاتړ کیږئ.

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

دغه فرمه ډکه کړئ

کوزون کې شامل شئ

 بریښنالیک: bonjour@causons.org

انټرنټ پاڼه: causons.org

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
3 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
12دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Causons

Causons