د رضاکار په توګه کار کول
سره د Beneneova سره

د رضاکار په توګه کار کول

سره 
د Beneneova سره

وروستی او تازه معلومات (اپډیت) 3 févr. 2022

دا څه شی دی؟

ایا تاسو فارغ وخت لرئ او غواړ چې کوم ګتور کار وکړئ ؟
ایا تاسو غواړئ د نوي خلکو سره ملاقات وکړئ او خپله فرانسوي تمرین کړئ؟
ایا تاسو غواړئ یومسلکي سکتور په اړه ځان خبر کړئ؟
بیانو بیننووا BENENOVA کولی شي ستاسو سره مرسته وکړي چې هغه ټولني یا اسوسیشنونه چې پاریس (Paris)، نانتس (Nantes) او یا هم په لیل (Lille) ښار کې د داوطلبو په لټه کې دي ومومئ.

تاسو د لنډو داوطلب کارونو لپاره ځان ثبت وئ (د 2 ساعت او 5 ساعتونو ترمینځ)، کله چې تاسو غواړئ او کله چې فرصت ولرئ!

یادونه : که چیرته تاسود بینینوا د انټرنټ صفحي ( le site internet de Benenova) د استخدام په اړه مرستې ته اړتیا ولری او یا په کوم فعالیت کې د وڼدې اخیستو په اړه، نو تاسو کولای شی چې له ټولنې سره په تماس کې شئ او د هغوی په دفتر کې ملاقات وخت واخلئ.

مخکنی مهارتونه او یا تجربه لرل په دې بخش کې لازمي او اجباري نده او همدارنګه اړتیا نلرئ چې فرانسوي ښه ووایاست، د کار او فعالیتونو په جریان کې به ژبه هم زده او تمرین کړی :)

دا د چا لپاره دی؟

هدف شوي کسان

د بانک ګڼوڼ

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 5 ته 99 کاله
موده

له 1 څخه تر 4 ساعتونو پورې

د فرانسوي ژبې سویه

له 2 څخه تر 5 ساعتونو پورې

ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

هدف شوي کسان

د بانک ګڼوڼ

د عمر ذ کرکول ضرورې دی
د 5 ته 99 کاله
موده

له 1 څخه تر 4 ساعتونو پورې

د فرانسوي ژبې سویه

له 2 څخه تر 5 ساعتونو پورې

ددی قیمت څومره دی؟
وړيا
د عمل ساحه

منطقه یا څانګې (ډیپارټمنټس)

ولې دا په زړه پورې ده؟

خپل ځان مصروف کول او مفید کیدل

په حیث د رضاکار کار کول په دې معنی ده چې مفید فعالیت کول او پیوستون ښودل، دا کار څومره چې یو انجمن ته ګټه کوې همدومره رضاکار ته کوي.

د نوي خلکو سره لیدو لپاره

رضاکارانه کیدل تاسو ته ددې امکانات برابره وي چې له هغو کسانو سره ووینئ چې د ټولنې له ټول اقشارو څخه راغلي وي، ولې ټول د یو مشترک هدف لپاره خپل ټول قوت په لاره اچوي: لکه یوه متحد تره ، خیرخوا او عادله ټولنه!

له بیلابیلو ټولنو یا اسوسیشنونو سره په بیلا بیلو فعالیتونو کې وڼده او کار وکړئ.

د خپلې فرانسوي تمرین کولو لپاره او نوي مسلکي سکتورونه په اړه ځان خبرول

رضاکارانه کیدل تاسو ته اجازه درکوي چې فرانسوي زده کړئ او تمرین یي کړئ، همدارنګه د نوي مسلکي سکتورونه په اړه ځان خبرول لکه باغواني او نجاري، خلکوسره مرسته، پخلی، ....

څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟

د بینینووا Benenova سره په تماس کې کیدلو سره!

د ښکیل کیدو او همکاري لپاره، له موږ سره اړیکه ونیسئ :
په پاریس کې د بینینو Benenova ټیم: contact.idf@benenova.fr یا 07.69.76.11.37
په لیل کې د بینینوBenenova ټیم: contact.lille@benenova.fr
په نانټس کې د بینینوBenenova ټیم: contact.nantes@benenova.fr

یو مخاطب اوکس پیدا کړئ چی تاسو سره په اجراآتوکې مرسته وکړي :
سمده (اوکې)
ایا تاسو ګټوراو مفید معلومات وموندل؟
له هغو مرسته کونکو څخه مننه وکړی چاچی د معلوماتو په اضافه کولو، ژباړه او لیکول که ونډه اخستي
7 🙏
متحرک او فعال وڼده اخستونکي کسان
15دا صفحه اپډیټ وساتئ او خپلې پوښتنې ځواب کړئ
Proposé par
Benenova

Benenova