د یو کډوال حمایت او ملګرتیا کول
د .....................سره له MAINtenant سره

د دې سپانسرشپ یا دوستي برنامې دوه هدفونه دي: له هر څه دمخه دا د مرستي برنامه ده، او د کولیا مرکزونو کې میشتو کسانو سره د انتقال دورې په جریان کې مرسته او همکارې کله چې هغوی د پناه غوښتونکو استقبال مرکز(CADA) څخه وځي. دا برنامه همدارنګه دوو کسانو ترمینځ د باور اړیکې رامینځته کولو سره ریښتیني کلتوري تبادلو ته اجازه ورکوي.
د (MAINtenant) پروګرام مدني ټولنې ته د کډوالو لاسرسي اسانولو په هدف ډیزاین شوې او جوړه شوي.
په برنامه کې د شاملیدو سره ، تاسو کولی شئ له مهاجرو سره د دوی د ملګرو نوې شبکې رامینځته کولو کې مرسته وکړئ ، د فرانسوي ټولني دودونو او ارزښتنو سره یې بلد کړئ او یا له هغه سره د کار بازار ته لاسرسي کې او کار مندنه کې مرسته وکړئ ...
- څوک کولای شي له دې خدماتو ګټه پورته کړې او ګډون وکړي؟
ټول کډوال چې په کولیا (Coallia) جوړښتونو او مراکزو کې کوربه شوي کولی شي د MAINtenant سپانسرشپ برنامې څخه ګټه پورته کړي ، هرڅومره ژر چې دوی خپل د مهاجرت اسناد ترلاسه کړي. په داوطلبانه ډول ، یو شخص ، جوړه یا د کډوالۍ کورنۍ کولی شي ستاسو ملګری، ملګري او یا مرستندوی شي او تاسو ته اجازه درکوي چې د خپل کلتور، علاقي وړ فعالیتونو، او د خپل هیواد ځانګړتیاوو په اړه معلومات درسره شریک کړي او خبر مو کړي ...
- څوک کولی شي سپانسر شي؟
ځوانان، لویان ، مسلکي کسان ...: هرڅوک چې غواړي کډوالو سره مرسته وکړې او دهغوی په ټولنیز اداغام کې رول ولوبوي کولی شي په برنامه کې برخه واخلي. یوازینی اړین معیار دا دی چې په میاشت کې لږترلږه دوه ځله د خپل لږ وخت په وقف کولو سره ستاسو د راتلونکي کډوال ملګرې ملاتړ کې برخه اخیستو هیله ولرئ.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
څنګه یې وکړو ؟
20 مرسته کونکي فعالیت کوي



















