خپل ماشومان په ښوونځي کې شامل کړئ

په فرانسه کې ماشومان له درې کلنۍ څخه ښوونځي ته ځي. ښوونځی د 6 څخه تر 16 کلنو ماشومانو لپاره اجباري دی. عامه ښوونځی وړیا دی. هغه ماشومان چې په فرانسوي ژبه خبرې نه کوي هم ښوونځیو ته شاملیږي. شخصي ښوونځي هم شتون لري، مګر هغه وړیا نه دې او باید لګښت يې ورکړ شي.
که تاسو ماشومان لرئ، تاسو باید هغوی په ښوونځي کې شامل کړئ . دا پروسه د ماشومانو د عمر سره سم توپیر لري:
- له 3 څخه تر 5 کلونو پورې ماشومان وړکتون (maternelle) ته ځي،
- د 6 څخه تر 10 کلونو پورې، ماشومان لومړني ( primaire)ښوونځي (یا ابتدايي ښوونځي) ته ځي،
- له 11 څخه تر 14 کلونو پورې ماشومان کالج یا متوسطه ښوونځي (collège ) ته ځي،
- د 15 څخه تر 18 کلنۍ پورې، ځوانان لیسې (lycée) یا نورو جوړښتونو ته ځي چې دا د هغوی د زده کړو کچې پورې اړه لري.
د ښوونځي تنظیم
ماشومان ټوله ورځ ښوونځي کې تیره وي، د دوشنبې څخه تر جمعې او ځینې وختونه د شنبې په سهار هم ځي. ساعتونه له یوې ښوونځي څخه تر بلي ښوونځي توپیر لري. په منځني ښوونځي او عالي لیسه کې، مهال ویش هره ورځ بدلیدلی شي. په وړکتون او ابتدايي ښوونځي کې درسي وختونه ثابت وي. شنبه د ماسپښین ورسته او نه د یکشنبې په ورځ ښوونځۍ رخصت وي. په ځینو ښوونځیو کې د چهار شنبې په ورځ ښوونځي نه وي او رخصت وي.
تعلیمي کال په دریو دورو کې تنظیم شوی. لومړۍ دوره په دسمبر کې پای ته رسیږي، دویمه دوره په مارچ کې پای ته رسیږي او دریمه دوره یا سمستر په جون کې پای ته رسیږي. د هرې دورې په پای کې، "د ټولګي شورا" (په ځانګړې توګه د ښوونکو څخه جوړه شوې) د زده کونکو ارزولو لپاره غونډه کوي. والدین بیا د خپلو ماشومانو د پایلو څخه خبروي: والیدین "درې میاشتنۍ راپور" یا د ټیټو ټولګیو لپاره، د "زده کړو راپور" ترلاسه کوي.
کانټین او د ماشومانو پاملرنه
ماشومان کولی شي په ښوونځي یا کور کې د غرمې ډوډۍ وخوري. کله چې ماشومان په ښوونځي کې د غرمې ډوډۍ خوري، دوی خپل خواړه " په کانټین کې" خوري (موږ دا هم وایو چې دوی "نهاري زده کونکي" دې هغه زده کونکي چې په ښوونځي کې ورځ تیره وي او د ښوونځي له کانټین څخه استفاده کوي).
په وړکتون او لومړني ښوونځي کې، دا ممکنه ده چې ماشومان مخکې له مخکې راولئ او له ښوونځي یا زده کړو له وخته وروسته یې کورته بوځئ. دا دهغو والدینو لپاره ګټور دي چې سهار وخته کار ته ځي یا تر ناوخته پورې په کار بوخت وي. د پاملرنې په دې اضافي وخت کې ماشومان فعالیتونه ترسره کوي.
د چهارشنبې په ورځ کله چې ډیری ښوونځي رخصت وي د ماشوم پاملرنې وړاندیز هم کیږي.
د ښوونځي څخه مخکې یا وروسته د کانټین او ماشوم پالنه اجباري ندي. خو که څوک وغواړي باید تادیه او مصارف یې ورکړي. د خدماتو مصارف د والدینو عاید پورې اړه لري. دې ته " غیر نصابي فعالیتونه " ویل کیږي. دا فعالیتونه اضافي راجستریشن او نوم لیکنې ته اړتیا لري، ډیری وختونه دا نوم لیکنه په ښاروالۍ کې ترسره کیږي.
څنګه یې وکړو ؟
او ورپسې څه وکړو؟
13 مرسته کونکي فعالیت کوي












